0:00 / 0:00
Next chapter

د حضرت عزرا کِتاب

لسم باب

د غېرو قومونو د ښځو سره د ودونو ختمول

۱ کله چې عزرا د خُدائ پاک د کور په مخکښې پړمخې پرېوتو، چې هغۀ ژړل او د ګناهونو اِقرار يې کولو، نو د بنى اِسرائيلو يوه لويه ډله د هغۀ نه راتاو شوه چې په کښې سړى، ښځې او ماشومان شامل وُو او بد بد يې ژړل. ۲ د عيلام قبيلې د يحى‌ايل زوئ سکانياه عزرا ته ووئيل، ”د غېرو قومونو د ښځو سره ودونه کولو په وجه مونږ د خُدائ پاک سره بې‌وفائى کړې ده، خو بيا هم د اِسرائيل دپاره اُميد شته، ۳ نو چې اوس مونږ د خپل خُدائ پاک سره دا لوظ وکړُو چې مونږ به دا ښځې طلاقې کړُو او سره د ماشومانو به يې وشړُو. مونږ به هم هغه شان وکړُو چې څنګه تۀ او هغه نور کسان مشوره راکړئ چې کوم د خُدائ پاک د حُکمونو درناوے کوى. چې د خُدائ پاک قانون څۀ مطالبه کوى نو مونږ به هم هغه شان کوُو. ۴ اوس پاڅه، دا خبره ستا په لاس کښې ده. مونږ به ستا ملګرتيا کوُو، نو تکړه شه او دا کار وکړه.“ ۵ عزرا پاڅېدو او د اِمامانو د مشرانو، ليويانو او د ټولو بنى اِسرائيلو نه يې دا قسم واخستو چې هغوئ به د سکانياه په مشوره باندې عمل کوى. نو داسې هغوئ قسم وکړو. ۶ بيا هغه د خُدائ پاک د کور د مخې نه لاړو او د اِلياسب زوئ يهوحنان کوټې ته ورننوتلو، هلته يې شپه تېره کړه او د جلاوطنۍ خلقو په بې‌وفايۍ يې خفګان کولو، او په دې وجه يې خوراک څښاک نۀ کولو. ۷ ټول يروشلم او يهوداه ته يو پېغام ولېږلے شو چې هغه ټول خلق دې په يروشلم کښې راغونډ شى چې کوم د جلاوطنۍ نه راواپس شوى دى، ۸ دا د خلقو د مشرانو حُکم وو. کۀ څوک په درېو ورځو کښې رانۀ غلو، نو د هغۀ ټول جائيداد به ضبط کړے شى او نور به دا حق نۀ لرى چې هغه د جلاوطنو د قبيلې نه وګڼلے شى. ۹ په درېو ورځو کښې، د نهمې مياشتې په شلمه ورځ، هغه ټول سړى يروشلم ته راغلل کوم چې د يهوداه او بنيامين په علاقه کښې اوسېدل او د خُدائ پاک د کور د جرګې په ځائ کښې راغونډ شول. او په هغه وخت کښې دروند باران ورېدلو، د باران او د دې مسئلې په وجه هر يو کس رپېدو. ۱۰ عزرا اِمام ودرېدو او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”تاسو بې‌وفا وئ او د غېرو قومونو د ښځو سره د ودونو په وجه مو بنى اِسرائيليان ګناهګار کړى دى. ۱۱ نو اوس مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او هغه کار کوئ چې هغه پرې رضا کيږى. د پردى مُلک د هغه خلقو نه خپل ځانونه جدا کړئ چې کوم زمونږ په مُلک کښې اوسيږى او د غېرو قومونو د ښځو نه ځان خلاص کړئ.“ ۱۲ نو ټولې ګڼې په جواب کښې چغه کړه، ”تۀ صحيح خبره کوې او چې څۀ وائې نو مونږ به هغه هر څۀ وکړُو.“ ۱۳ خو هغوئ دا هم ووئيل، ”ګڼه ډېره لويه ده او دا د باران موسم دے. مونږ دلته په داسې کولاو ځائ کښې نۀ شُو ودرېدے. دا داسې کار نۀ دے چې په يو دوو ورځو کښې وشى، ځکه چې په دې ګناه کښې زمونږ ډېر کسان شامل دى. ۱۴ زمونږ آفسران دې زمونږ ټولو په ځائ کار وکړى. بيا هغه هر يو دې چې د غېر قوم ښځه لرى هغه دې په يو مقرر وخت باندې د مشرانو او د خپل ښار د قاضيانو سره راشى. نو د دې معاملې په حقله به د خُدائ پاک قهر سوړ شى.“ ۱۵ صرف د عساهيل زوئ يونتن، د تِقوه زوئ يحزياه د دې منصوبې مخالفت وکړو، مسلام او يو ليوى سبتى ورسره په دې کښې ملګرى وُو. ۱۶ د جلاوطنۍ نه راواپس شوو کسانو دا منصوبه منظوره کړه، نو عزرا اِمام د ډلو د مشرانو نه سړى مقرر کړل او د هغوئ نومونه يې وليکل. د لسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ هغوئ تفتيش شروع کړو، ۱۷ او په ورپسې درېو مياشتو کښې هغوئ د هغه ټولو معامِلو معلومات وکړو چې کومو سړو د غېرو قومونو د ښځو سره ودونه کړى وُو.

هغه سړى چې د غېرو قومونو ښځې يې وادۀ کړې وې

۱۸ دا د هغه سړو نومونه دى چا چې د غېرو قومونو ښځې کړې وې، د هغه اِمامانو نومونه د قبيلې په حِساب سره ليکلے شوى دى: د يشوَع ډله او د هغۀ د وروڼو چې د يوصدق زامن وُو: معسياه، اِلى‌عزر، يريب او جدلياه. ۱۹ هغوئ دا قسم وکړو چې خپلو ښځو له به طلاق ورکړى او د خپلو د ګناه د تاوان د نذرانو دپاره يې د يو يو ګډ نذرانه پېش کړه. ۲۰ د اِمير ډله: حنانى او زبدياه، ۲۱ د حارِم ډله: معسياه، الياس، سمعياه، يحى‌ايل او عُزياه، ۲۲ د فشحور ډله: اليوعينى، معسياه، اِسمٰعيل، نتنى‌ايل، يوزبد او اِلعاسه، ۲۳ ليويان: يوزبد، سِمعى، قلاياه (چې قليتاه هم بللے شو)، فتحياه، يهوداه او اِلى‌عزر، ۲۴ موسيقاران: اِلياسب، د خُدائ پاک د کور څوکيداران: سلوم، طلم او اورى، ۲۵ نور کسان: د پرعوس ډله: رمياه، يزياه، مُلکياه، ميامين، اِلى‌عزر، مُلکياه او بناياه. ۲۶ د عيلام ډله: متنياه، زکرياه، يحى‌ايل، عبدى، يريموت او الياس، ۲۷ د زتُو ډله: اليوعينى، اِلياسب، متنياه، يريموت، زاباد او عزيزا، ۲۸ د ببى ډله: يهوحنان، حننياه، زبى، عتلى، ۲۹ د بانى ډله: مسلام، ملوک، عداياه، يسوب، سيال او يريموت، ۳۰ د پخت موآب ډله: عدنا، کُلال، بناياه، معسياه، متنياه، بضلى‌اېل، بِنوئى او منسى، ۳۱‏-۳۲ د حارِم ډله: اِلى‌عزر، يسياه، مُلکياه، سمعياه، شمعون، بنيامين، ملوک او سمرياه، ۳۳ د حاشوم ډله: متنى، متتاه، زاباد، اليفلط، يريمى، منسى او سِمعى. ۳۴‏-۳۷ د بانى ډله: معدى، عُمرام، اُواېل، بناياه، بدياه، کلوه، ونياه، مريموت، اِلياسب، متنياه، متنى او يعسو، ۳۸‏-۴۲ د بِنوئى ډله: سِمعى، شلمياه، ناتن، عداياه، مکندبى، ساسى، شارۍ، عزراېل، شلمياه، سمرياه، سلوم، امرياه او يوسف، ۴۳ د نبو ډله: يعى‌ايل، متتياه، زاباد، زبينا، يدى، يوايل او بناياه. ۴۴ دې هر يو سړى د غېرو قومونو ښځې لرلې او د څۀ سړو د دې ښځو نه بچى هم پېدا شوى وُو.

Next chapter