Previous chapter

د حضرت عزرا کِتاب

اول باب

د خورس بنى اِسرائيلو له د راواپس کېدو حُکم ورکول

۱په وړومبى کال کښې چې خورس د فارس بادشاه وو، نو مالِک خُدائ هغه پېشګوئې پوره کړه چې هغۀ د يرمياه په ذريعه کړې وه. هغۀ د خورس په زړۀ کښې دا خبره واچوله چې دا فرمان وليکى او جارى يې کړى او خپلې ټولې بادشاهۍ ته يې ولېږى: ۲”دا د فارس د بادشاه خورس حُکم دے. مالِک خُدائ، د آسمانونو خُدائ پاک زۀ په ټوله دُنيا باندې حکمران کړے يم او دا ذمه وارى يې راکړې ده چې د مالِک خُدائ دپاره په يهوداه کښې د يروشلم په ښار کښې کور جوړ کړم. ۳هر څوک چې د هغۀ خلق وى نو هغه د يهوداه يروشلم ته تلے شئ چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دپاره يو کور بيا جوړ کړئ، د چا عبادت چې په يروشلم کښې کيږى. او ستاسو خُدائ پاک دې ستاسو مل شى. ۴ژوندى پاتې شوى خلق چې چرته هم اوسيږى، نو خپل ګاونډيان به ورله په مدد کښې دا څيزونه ورکړى لکه چې سپين زر، سرۀ زر، د سفر دپاره توښه، د سورلۍ ځناور او داسې نذرانې هم چې په يروشلم کښې د خُدائ پاک په کور کښې پېش کړے شى.“ ۵بيا د يهوداه او د بنيامين قبيلو د ډلو مشران، اِمامان او ليويان او هغه نور ټول تيار شول چې خُدائ پاک د هغوئ زړونه راپاڅولى وُو او په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړولو دپاره لاړل. ۶د هغوئ ټولو ګاونډيانو د هغوئ مدد وکړو او هغوئ له يې د سپينو زرو څيزونه، سرۀ زر، د سفر دپاره توښه، د سورلۍ دپاره ځناور او قيمتى څيزونه ورکړل، د دې هر څۀ نه علاوه رضاکارانه نذرانې يې هم ورکړې. ۷خورس بادشاه هغوئ له هغه جامونه او پيالۍ واپس ورکړې چې کومې نبوکدنضر بادشاه په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور نه اوړې وې او د خپلو بُتانو په کور کښې يې اېښې وې. ۸د فارس بادشاه خورس دا د شاهى خزانې مشر مِتردات ته حواله کړل، مِتردات د دې نه يو فهرست جوړ کړو او د يهوداه مشر شيسبضر له ورکړو، ۹‏-۱۰د هغه څيزونو شمېر دا وو: د سرو زرو دېرش جامونه، د سپينو زرو يو زر جامونه، يو کم دېرش نور ښانکونه، دېرش د سرو زرو واړۀ جامونه، څلور سوه او لس د سپينو زرو واړۀ جامونه او يو زر نور لوښى. ۱۱هلته ټول پينځۀ زره او څلور سوه د سرو زرو او سپينو زرو لوښى وُو او هغه نور سامان وو کوم چې شيسبضر په هغه وخت کښې د ځان سره وړے وو چې کله هغه او نور جلاوطن شوى کسان د بابل نه يروشلم ته تلل.

Previous chapter