Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ دا د نوح د زامنو حام، سام او یافت اولاده ده چې د سېلاب څخه وروسته زېږېدلې ده.
۲ د یافت زامن: جومر، ماجوج، مادای، یاوان، توبال، ماشک او تیراس. ۳ د جومر زامن: آشکناز، ریفات او توجرمه. ۴ د یاوان زامن: الیشه، ترشیش، کتیان او رودانیان. ۵ دا د هغو خلکو نیکونه وو چې د بحیرې په غاړه او په جزیرو کې اوسېدل. دا ټوله د یافت اولاده وه چې خپلې ژبې، خپلې قبیلې او خپلې ځمکې یې درلودلې.
۶ د حام زامن: کوش، مصر، فوط او کنعان. ۷ د کوش اولاده سیبا، حویله، سبته، رعمه او سبتکا وه. د رعمه اولاده شیبا او ددان وه. ۸ د کوش یو زوی نمرود نومېده، هغه د نړۍ لومړنی قوي جنګیالی ؤ. ۹ هغه د څښتن په نظر کې یو ډېر قوي ښکاري ؤ، له دې امله خلک وایي: «خدای دې ستا څخه د نمرود په شان لوی ښکاري جوړ کړي.» ۱۰ د هغه په پاچاهۍ کې لومړی بابل، ارک، اکد او کلنه شامل وو، چې دا درې واړه د شنعار په خاوره کې پراته دي. ۱۱ او د هغه ځای څخه نمرود آشور ته لاړ او د نینوا، رحوبوت عیر او کالح ښارونه ۱۲ او ریسن چې د نینوا او د کالح د لوی ښار ترمنځ پروت دی، جوړ کړل.
۱۳ د مصر د اولادې څخه د لودیانو، عنامیانو، لهابیانو، نفتوحیانو، ۱۴ فتروسیانو، کسلوحیانو او د کریت قومونه جوړ شول. (کسلوحیان د فلسطینیانو نیکونه وو.)
۱۵ کنعان د صیدون او حیت پلار ؤ چې صیدون د هغه مشر زوی ؤ. همدارنګه کنعان ۱۶ د یبوسیانو، اموریانو، جرجاشیانو، ۱۷ حویانو، عرقیانو، سینیانو، ۱۸ اروادیانو، صماریانو او حماتیانو د قومونو نیکه هم ؤ. د هغه څخه وروسته د کنعانیانو قبیلې خپرې شوې. ۱۹ د کنعان پولې د صیدون څخه د جرار خواته تر غزې او بیا د سدوم، عمورې، ادمه او زبوییم څخه تر لاشع پورې ورسېدلې. ۲۰ دا د حام اولاده وه چې په خپلو قبیلو او سیمو کې اوسېدل او هر یو په خپلو ژبو خبرې کولې.
۲۱ د سام څخه چې د یافت مشر ورور ؤ هم زامن پیدا شول او سام د ټولو عبرانیانو نیکه ؤ. ۲۲ د سام زامن عیلام، آشور، ارفکشاد، لود او آرام وو. ۲۳ د آرام زامن عوص، حول، جاتر او ماشک وو. ۲۴ ارفکشاد د شالح پلار ؤ او شالح د عیبر پلار ؤ. ۲۵ عیبر دوه زامن درلودل، د یو نوم فالج ؤ ځکه چې د هغه په وخت کې د نړۍ خلک ووېشل شول. د هغه د ورور نوم یقطان ؤ. ۲۶ د یقطان څخه الموداد، شالف، حزرموت، یارح، ۲۷ هدورام، اوزال، دقله، ۲۸ عوبال، ابیماییل، شیبا، ۲۹ اوفیر، حویله او یوباب پیدا شول. دا ټول د یقطان زامن وو. ۳۰ هغه سیمه چې هغوی په کې اوسېدل، هغه د میشا څخه د سفارې د لمرخاته غرنۍ سیمې پورې غزېدلې وه. ۳۱ دا د سام اولاده ده چې په خپلو قبیلو او سیمو کې اوسېدل او هر یو په خپلو ژبو خبرې کولې.
۳۲ او په دې سره د نوح د اولادې لست پوره کیږي. د سېلاب څخه وروسته د هغوی د اولادې څخه قومونه رامنځته شول او په ټوله دنیا کې خپاره شول.