Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ خدای نوح او د هغه زامنو ته برکت ورکړ او ویې ویل: «ستاسو اولادونه دې زیات شي، ترڅو ټوله نړۍ ستاسو په اولادې باندې ډکه شي. ۲ ټول حیوانات، مرغان، خزندې او ماهیان به ستاسو څخه وېریږي او دا ټول به ستاسو په اختیار کې وي. ۳ هر شی چې ژوندی دی او حرکت کوي، هغه به ستاسو د خوراک دپاره وي. لکه څنګه چې ما تاسو ته شنه بوټي درکړل، اوس هرڅه تاسو ته درکوم. ۴ یو شی چې تاسو یې باید ونه خورئ هغه داسې غوښه ده چې وینه په کې وي. دا مې منع کړي دي، ځکه چې په وینه کې ژوندون دی. ۵ که څوک د یو انسان څخه ژوند واخلي، هغه به سزا ومومي. که چېرې کوم حیوان یو انسان ووژني، زه به هغه ته د مرګ سزا ورکوم. ۶ انسان د خدای په شکل جوړ شوی دی، نو چا چې هغه وواژه، هغه به هم د بل چا په وسیله وژل کیږي.
۷ تاسو باید زیات ماشومان وزېږوئ، ترڅو ستاسو اولاده په ټوله دنیا کې زیاته شي.»
۸ خدای نوح او د هغه زامنو ته وویل: ۹ «زه ستاسو او ستاسو د راتلونکي نسل سره ۱۰ او ټولو ژوندیو مخلوقاتو سره چې ستاسو سره وو، یعنې مرغانو، کورني او وحشي حیواناتو، هغوی ټول چې تاسو سره د کشتۍ څخه راووتل او همدارنګه د ځمکې په مخ ټولو ژوندیو مخلوقاتو سره ۱۱ لوظ کوم چې بیا به هېڅکله ټول ژوندي مخلوقات د سېلاب په وسیله له منځه نه ځي. هېڅکله به بیا سېلاب ځمکه نه خرابوي.» ۱۲ خدای وویل: «دا د هغه لوظ نښه ده چې زما او ستاسو او د هغو ټولو ژوندیو مخلوقاتو ترمنځ به وي چې تاسو سره دي او دا لوظ به د ټول راتلونکي نسل دپاره وي. ۱۳ زه د ورېځو په منځ کې د بوډۍ ټال ږدم او دا به زما او د دنیا په منځ کې د لوظ نښه وي. ۱۴ کله چې زه په ځمکه باندې ورېځې راخپرې کړم او په هغې کې شنه او سره راښکاره شي، ۱۵ زه به خپل هغه لوظ چې ستاسو او ټولو ژوندیو مخلوقاتو سره مې کړی ؤ، رایادوم او نور به هېڅکله ټول ژوندي موجودات د سېلاب په وسیله له منځه نه ځي. ۱۶ کله چې په ورېځو کې شنه او سره راښکاره شي، زه به هغې ته ګورم او خپل هغه ابدي لوظ به رایادوم چې زما او د ځمکې په مخ د ټولو ژوندیو مخلوقاتو ترمنځ شوی ؤ.» ۱۷ نو خدای نوح ته وویل: «دا د هغه لوظ نښه ده چې ما د ځان او د ځمکې په مخ د ټولو ژوندیو موجوداتو سره کړی ؤ.»
۱۸ د نوح زامن چې د کشتۍ څخه راووتل هغه سام، حام او یافت وو. وروسته بیا د حام زوی پیدا شو او نوم یې کنعان ؤ. ۱۹ دا د نوح درې زامن وو چې د هغوی څخه د دنیا ټول خلک راپیدا شول.
۲۰ نوح بزګر ؤ او هغه لومړنی سړی ؤ چې د انګورو باغ یې جوړ کړ. ۲۱ یوه ورځ هغه شراب وڅښل او نشه شو، خپل کالي یې وویستل او په خپله خېمه کې لوڅ پرېوت. ۲۲ حام خېمې ته ننوت او ویې لیدل چې هغه لوڅ دی، نو هغه دباندې راووت او خپلو ورونو ته یې هم وویل. ۲۳ بیا سام او یافت چپنه واخیستله او په خپلو اوږو باندې یې واچوله. هغوی په شا باندې خېمې ته ورغلل، خپل پلار یې ورباندې پټ کړ او خپل مخونه یې بلې خواته واړول، ترڅو د خپل پلار لوڅوالی ونه ویني. ۲۴ کله چې نوح د نشې څخه په حال شو، په دې پوه شو چې د هغه کشر زوی د هغه سره څه کړي دي. ۲۵ هغه وویل:
وي دې لعنت په کنعان باندې
هغه به وي د خپلو ورونو غلام
۲۶ د سام څښتن خدای ته ثنا ووایئ!
کنعان به وي د سام غلام
۲۷ کوم دعا زه چې څښتن دې ورکړي
یافت ته ډېره زیاته ځمکه
او پرېږده هغه چې ونیسي سیمه د سام
کنعان دې وي د هغه غلام
۲۸ د سېلاب څخه وروسته نوح درې سوه پنځوس کاله ژوند وکړ ۲۹ او د نهه سوه پنځوس کالو په عمر مړ شو.