د پیدایښت کتاب

اتم فصل

د سېلاب پای ته رسېدل

۱ خدای نوح او هغه ټول حیوانات چې په کشتۍ کې د هغه سره وو را په یاد کړل، نو خدای په ځمکه باندې باد راوالوزاوه او اوبه په کمېدلو شوې. ۲ خدای د ځمکې لاندې اوبه او د اسمان د اوبو دروازې بندې کړې او باران ودرېده. ۳ په یوسلو پنځوسو ورځو کې اوبه ورو، ورو د ځمکې د مخ څخه کمې شوې. ۴ او د اوومې میاشتې په اوولسمه ورځ کشتۍ د ارارات په غرونو باندې ودرېدله. ۵ اوبه کمې شوې او د لسمې میاشتې په لومړۍ ورځ د غرونو څوکې ښکاره شوې.

۶ وروسته له څلوېښتو ورځو نوح د کشتۍ کړکۍ خلاصه کړه ۷ او یو کارغه یې دباندې ولېږه، خو کارغه به یو خوا او بل خواته الوت، تر هغې پورې چې ځمکه وچه شوه. ۸ نوح غوښتل پوه شي چې ایا د ځمکې په مخ باندې اوبه کمې شوې دي یا نه، نو یوه کوتره یې والوزوله. ۹ خو کوترې د خپل ځان دپاره د ناستې ځای پیدا نه کړ ځکه چې د ځمکې په مخ باندې لا اوبه ولاړې وې او هغه بېرته کشتۍ ته راستنه شوه. نوح خپل لاس وراوږد کړ، هغه یې ونیوله او کشتۍ ته یې ننه‌ایستله. ۱۰ هغه اووه ورځې نور صبر وکړ او بیا یې کوتره ولېږله. ۱۱ کوتره د ماښام په وخت کې بېرته هغه ته راستنه شوه او د زیتون تازه پاڼه یې په مښوکه کې نیولې وه، نو نوح پوه شو چې اوبه کمې شوې دي. ۱۲ هغه اووه ورځې نور انتظار وکړ او یوځل بیا یې کوتره ولېږله، خو دا ځل هغه بېرته رانغله.

۱۳ په هغه وخت کې نوح د شپږ سوه یو کالو په عمر ؤ. د هماغه کال د اولې میاشتې په لومړۍ نېټه ځمکه مخ په وچېدلو شوه. نوح د کشتۍ پوښ لېرې کړ، شاوخوا یې وکتل او ویې لیدل چې د ځمکې مخ وچ شوی ؤ. ۱۴ د دوهمې میاشتې په اوویشتمه ورځ ځمکه بیخي وچه شوه.

۱۵ خدای نوح ته وویل: ۱۶ «د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د هغو د ښځو سره د کشتۍ څخه دباندې راووځئ. ۱۷ ټول مرغان او حیوانات د ځان سره دباندې راوباسه، ترڅو دوی خپل همجنس وزېږوي او په ټوله ځمکه باندې خپاره شي.» ۱۸ نو نوح د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د هغوی د ښځو سره د کشتۍ څخه راووت. ۱۹ ټول حیوانات او مرغان د خپلو جنسونو سره ډلې ډلې د کشتۍ څخه ووتل.

نوح قرباني وړاندې کوي

۲۰ نوح د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ او هغه د هر ډول پاکو حیواناتو او مرغانو څخه یو یو واخیست او هغه ټول یې د قربانۍ په ځای کې د سوځېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړل. ۲۱ او د سوځېدونکې قربانۍ بوی په څښتن باندې ښه ولګېده، هغه د خپل ځان سره وویل: «زه به بیا هېڅکله ځمکه د انسان د عملونو په سبب لعنتي نه کړم. زه پوهېږم چې د انسان خیال د هغه د ځوانۍ له وخت څخه خراب دی، خو زه به هېڅکله بیا ټول ژوندي موجودات له منځه نه وړم لکه څنګه چې مې له منځه یووړل. ۲۲ ترڅو پورې چې دنیا موجوده وي، نو د ځمکې کرل او رېبل، یخني او ګرمي، اوړی او ژمی او شپه او ورځ به هم وي.»