0:00 / 0:00

د پیدایښت کتاب

یوولسم فصل

د بابل برج

۱ په هغه وخت کې د ټولې دنیا خلکو یوه ژبه درلودله او یو قسم خبرې به یې کولې. ۲ خو وروسته هغوی د مشرق خواته کډه وکړه او د شنعار په ځمکه کې یې یوه میداني پیدا کړه او هلته اوسېدل. ۳ هغوی یو بل ته وویل: <راځئ چې خښتې جوړې کړو او هغه ښې پخې کړو.> هغوی د تیږو په ځای خښتې او د مسالې په ځای قیر استعمال کړ. ۴ هغوی وویل: <راځئ چې د خپل ځان دپاره یو ښار ودان کړو او په هغه کې یو لوړ برج جوړ کړو چې سر یې اسمان ته ورسیږي، ترڅو د خپل ځان دپاره یو نوم وګټو، داسې نه شي چې په ټوله دنیا کې خپاره شو.>

۵ مګر کله چې څښتن راښکته شو چې هغه ښار او برج چې خلکو جوړ کړی ؤ وګوري، ۶ هغه وفرمایل: <اوس هغوی یو قوم دی او په یوه ژبه خبرې کوي. دا یوازې د کار شروع ده. هغوی به ډېر ژر د دې توان پیدا کړي چې هرڅه وغواړي هغه به سرته ورسوي. ۷ راځئ چې کوز شو او د هغوی ژبه سره ګډه وډه کړو ترڅو دوی یو د بل په خبرو باندې پوه نه شي.> ۸ نو څښتن هغوی په ټوله دنیا کې خپاره کړل او هغوی مجبور شول چې د ښار د جوړولو څخه لاس واخلي. ۹ په دې سبب هغه ځای د بابل په نوم یاد شو ځکه چې څښتن هلته د هغوی ژبه ګډه وډه کړه او هغوی یې په ټوله دنیا کې خپاره کړل.

د سام اولاده

(اول تواریخ ۱: ۲۴ - ۲۷)

۱۰ دا د سام اولاده ده: د سیلاب څخه دوه کاله وروسته هغه وخت چې سام د سلو کالو په عمر ؤ د هغه زوی آرفکشاد پیدا شو. ۱۱ د آرفکشاد د پیدا کېدو څخه وروسته سام پنځه سوه کاله نور هم ژوند وکړ او نور اولادونه یې پیدا شول.

۱۲ آرفکشاد د پنځه دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی شالح پیدا شو. ۱۳ د شالح د پیدا کېدو څخه وروسته آرفکشاد څلورسوه درې کاله نور ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

۱۴ هغه وخت چې شالح د دېرشو کالو په عمر ؤ د هغه زوی عابر پیدا شو. ۱۵ پس له هغې، شالح څلورسوه درې کاله نور هم ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

۱۶ عابر د څلوردېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی فالج پیدا شو. ۱۷ کله چې فالج پیدا شو، عابر څلورسوه دېرش کاله نور هم ژوند وکړ او زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

۱۸ فالج د دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی رعو پیدا شو. ۱۹ د رعو د پیدا کېدلو څخه وروسته فالج دوه سوه نهه کاله نور هم ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

۲۰ رعو د دوه دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی سروج پیدا شو. ۲۱ د سروج د پیدا کېدلو څخه وروسته رعو دوه سوه اووه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

۲۲ سروج د دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی ناحور پیدا شو. ۲۳ د ناحور د پیدا کېدلو څخه وروسته سروج دوه سوه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

۲۴ ناحور د نهه ویشتو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی تارح پیدا شو. ۲۵ د تارح د پیدا کېدلو څخه وروسته ناحور یوسلو نولس کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

۲۶ وروسته له دې چې تارح د اویا کالو په عمر شو، د هغه زامن حضرت ابرام، ناحور او هاران پیدا شول.

د تارح اولاده

۲۷ دا د تارح اولاده ده چې د هغه څخه حضرت ابرام، ناحور او هاران پیدا شول. هاران د حضرت لوط پلار ؤ. ۲۸ د هاران پلار لا ژوندی ؤ چې هغه خپل د زېږېدو په ځای یعنې اور کلدانیانو کې مړ شو. ۲۹ حضرت ابرام د سارای سره واده وکړ او ناحور د ملکې سره چې د هاران لور وه واده وکړ. هاران د یسکا پلار هم ؤ. ۳۰ سارای شنډه وه او ماشومان یې نه درلودل.

۳۱ تارح خپل زوی حضرت ابرام، خپل لمسی حضرت لوط چې د هاران زوی ؤ او د هغه نږور یعنې د حضرت ابرام ښځه سارای د ځان سره واخیستل او د اور کلدانیانو څخه ووتل چې د کنعان خاورې ته لاړ شي. خو کله چې هغوی حران ته راغلل هلته پاتې شول. ۳۲ تارح د دوه سوه پنځو کالو په عمر په حران کې مړ شو.