د پیدایښت کتاب

دولسم فصل

خدای ابرام غوره کوي

۱ څښتن ابرام ته وویل: «خپل وطن، خپلوان او د خپل پلار کور پرېږده او هغه هېواد ته لاړ شه چې زه یې درته ښایم. ۲ زه به ستا څخه لوی قوم جوړ کړم او برکت به درکړم. ستا نوم به مشهور کړم او د نورو دپاره به د برکت سبب وګرځې.

۳ څوک چې تاته درکوي برکت

زه به ورکړمه هغوی ته برکت

خو څوک چې ووایي په تا باندې لعنت

زه به ووایم هغوی باندې لعنت

او وربه کړم ستا په وسیله برکت

ټولو قومونو د دنیا ته»

۴ لکه څنګه چې څښتن ابرام ته ویلي وو، هغه لاړ او لوط هم ورسره لاړ. ابرام د پنځه اویا کالو په عمر ؤ چې د حران څخه روان شو. ۵ ابرام خپله ښځه سارای، خپل وراره لوط، خپل غلامان او هغه ټوله شتمني چې په حران کې یې پیدا کړې وه، د ځان سره واخیستل او کنعان ته روان شول.

کله چې هلته ورسېدل، ۶ ابرام په هغې خاوره کې ګرځېده، ترڅو د موره سپېڅلې ونې ته چې هغه په شکیم کې یو پاک ځای ؤ، ورسېده. (په هغه وخت کې په هغې خاورې کې کنعانیان اوسېدل.) ۷ څښتن ابرام ته ښکاره شو او هغه ته یې وویل: «دا هغه وطن دی چې زه غواړم هغه ستا اولادې ته ورکړم.» نو ابرام په هغه ځای کې چې څښتن ورته ورښکاره شوی ؤ، د قربانۍ ځای جوړ کړ. ۸ بیا یې هغې غرنۍ سیمې ته کډه وکړه چې د لمرپرېواته خوا څخه بیت‌ییل او د لمرخاته خوا څخه عای ته رسیږي. ابرام په هغه ځای کې خپلې خېمې ودرولې او هلته یې د قربانۍ ځای جوړ کړ او د څښتن عبادت یې وکړ. ۹ بیا هغه د یو ځای څخه بل ځای ته کډه کوله او د کنعان جنوب خواته لاړ.

ابرام په مصر کې

۱۰ خو په کنعان کې قحطي راغله او هغه دومره سخته شوه چې ابرام مصر ته لاړ چې هلته د لږ وخت دپاره واوسیږي. ۱۱ کله چې هغه د مصر سرحد ته ورنژدې شو، خپلې ښځې سارای ته یې وویل: «ته ښایسته ښځه یې. ۱۲ کله چې مصریان تا وویني، وبه وایي: ‹دا د هغه ښځه ده.› نو دوی به ما ووژني او تا به ژوندۍ پرېږدي. ۱۳ هغوی ته ووایه چې ته زما خور یې، نو ستا په خاطر به هغوی زما سره ښه چلند وکړي او ما به ژوندی پرېږدي.» ۱۴ کله چې هغه مصر ته ورننوت، مصریانو ولیدل چې د هغه ښځه ډېره ښایسته وه. ۱۵ کله چې د فرعون درباریانو هغه ولیدله، هغوی د فرعون په مخکې د هغې صفت وکړ او هغه یې د فرعون ماڼۍ ته وروستله. ۱۶ فرعون د هغې په خاطر د ابرام سره ښه چلند وکړ او هغه ته یې رمې او پادې، خره او خرې، اوښان، وینځې او غلامان ورکړل.

۱۷ خو څښتن فرعون او د هغه درباریان د ابرام د ښځې سارای په سبب په خطرناکو ناروغیو باندې اخته کړل. ۱۸ نو فرعون ابرام راوغوښت او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: «زما سره دې څه وکړل؟ ولې دې ماته ونه ویل چې هغه ستا ښځه ده؟ ۱۹ ولې دې وویل چې هغه ستا خور ده، کېدای شو چې ما د هغې سره واده کړی وای؟ ګوره، دا ستا ښځه ده. هغه واخله او لاړ شه!» ۲۰ فرعون خپلو کسانو ته حکم وکړ چې ابرام او د هغه ښځه د هر هغه څه سره چې درلودل یې، ولېږي.