Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ څه موده وروسته خدای په ابراهیم باندې ازمېښت وکړ او هغه ته یې وویل: «ای ابراهیمه!» او ابراهیم ځواب ورکړ: «هو، زه حاضر یم!»
۲ خدای وویل: «خپل زوی اسحاق چې ستا یوازېنی زوی دی او په تا باندې ډېر ګران دی، واخله او د موریا سیمې ته لاړ شه او هغه په هغه غره باندې چې زه یې درته ښایم زما دپاره د سوځېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړه.» ۳ ابراهیم سهار وختي پاڅېد، د سوځېدونکې نذرانې دپاره یې لرګي مات کړل او هغه یې په خره باندې بار کړل. خپل دوه نوکران او خپل زوی اسحاق یې د ځان سره واخیستل او هغه ځای ته روان شول چې خدای ورته ویلي وو. ۴ په درېمه ورځ ابراهیم هغه ځای د لېرې څخه ولیده. ۵ بیا هغه خپلو نوکرانو ته وویل: «تاسو دلته د خره سره پاتې شئ، زه او هلک به هلته لاړ شو. مونږ به هلته عبادت وکړو او بېرته به بیا تاسو ته راشو.»
۶ ابراهیم د قربانۍ لرګي خپل زوی ته په اوږو باندې کېښودل او خپله یې چاړه او د اور بلولو دپاره یې سکاره واخیستل او دواړه یوځای سره روان شول. ۷ اسحاق خپل پلار ته وویل: «ای پلاره!» هغه ځواب ورکړ: «وایه زما زویه!» هغه وویل: «زه پوهېږم چې ستا سره اور او لرګي شته، خو د سوځېدونکې نذرانې دپاره وری چېرته دی؟» ۸ ابراهیم ځواب ورکړ: «ای زما زویه، خدای به په خپله د سوځېدونکې نذرانې دپاره وری تیار کړي.» او دواړه یوځای سره روان شول.
۹ کله چې هغه ځای ته چې خدای ورته ویلي وو ورسېدل، ابراهیم هلته د قربانۍ ځای جوړ کړ او په هغه باندې یې لرګي په ترتیب سره کېښودل. هغه خپل زوی اسحاق وتاړه او د لرګیو دپاسه یې څملاوه. ۱۰ بیا هغه چاړه راواخیستله چې خپل زوی حلال کړي. ۱۱ خو د څښتن فرښتې د اسمان څخه هغه ته غږ وکړ: «ای ابراهیمه، ای ابراهیمه!» هغه ځواب ورکړ: «زه حاضر یم.» ۱۲ هغه وویل: «هلک ژوبل نه کړې او په هغه باندې هېڅ ونه کړې! زه اوس پوه شوم چې ته د خدای څخه وېرېږې، ځکه چې خپل یوازېنی زوی دې زما څخه درېغ نه کړ.»
۱۳ ابراهیم سترګې پورته کړې او ویې لیدل چې شاته یې یو پسه دی چې ښکرونه یې په بوټي کې نښتي وو. ابراهیم ورغی، هغه یې راونیوه او د خپل زوی په ځای یې د سوځېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړ. ۱۴ ابراهیم دغه ځای د «څښتن به یې تیاروي» په نوم یاد کړ او حتی تر نن ورځې پورې داسې ویل کیږي: «هغه به د څښتن په غره کې تیار شي.»
۱۵ د څښتن فرښتې د دوهم ځل دپاره د اسمان څخه په ابراهیم باندې غږ وکړ ۱۶ او ویې ویل: «څښتن داسې وایي: په دې خاطر چې تا دا کار وکړ او خپل یوازېنی زوی دې زما څخه درېغ نه کړ، زه په خپل ذات باندې قسم خورم، ۱۷ زه به په رښتیا سره برکت درکړم او ستا نسل به لکه د اسمان د ستورو او هغو شګو په شان چې د بحیرې په غاړه پرتې دي، زیات کړم. هغوی به خپلو دښمنانو ته ماتې ورکړي او د هغوی ښارونه به ونیسي. ۱۸ د ځمکې ټول قومونه به ستا د اولادې په وسیله برکت ومومي، ځکه چې تا زما حکم منلی دی.» ۱۹ نو ابراهیم بېرته خپلو نوکرانو ته راستون شو او هغوی ټول یوځای بیرشبع ته لاړل او ابراهیم په بیرشبع کې پاتې شو.
۲۰ څه موده وروسته ابراهیم خبر شو چې د ده د ورور ناحور ښځه میلکه هم مور شوه او زامن یې زېږولي دي: ۲۱ د هغه لومړنی اولاد عوص، د هغه ورور بوز، قموییل د آرام پلار، ۲۲ او د هغې نور پنځه زامن دا وو: کاسد، حزو، فلداش، یدلاف او بتوییل. ۲۳ د بتوییل څخه ربکا پیدا شوه. میلکې د ابراهیم ورور ناحور ته دا اته زامن وزېږول. ۲۴ ریومه د ناحور وینځې هم طابح، جاحم، تاحش او معکه وزېږول.