0:00 / 0:00

د پیدایښت کتاب

درویشتم فصل

د ساره مړینه

۱ ساره یوسلو اووه ویشت کاله ژوندۍ وه. ۲ هغه په قریت اربع (حبرون) کې چې د کنعان په هېواد کې دی، مړه شوه او ابراهیم د ساره دپاره غمجن شو او په هغې پسې یې وژړل.

۳ بیا ابراهیم د خپلې ښځې د مړي له څنګه پاڅېده او حیتیانو ته ورغی او ویې ویل: ۴ «زه دلته ستاسو په منځ کې پردی او مسافر یم. یو څه ځمکه په ما باندې خرڅه کړئ، ترڅو خپله ښځه په کې ښخه کړم.» ۵ هغوی ځواب ورکړ: ۶ «باداره، زمونږ خبره واوره. مونږ تاته د یو قوي مشر په سترګه ګورو. زمونږ په یوه ډېره ښه هدیره کې خپل مړی ښخ کړه. مونږ هر یو به خوشحاله شو چې د قبر دپاره ځای درکړو، ترڅو خپله ښځه په کې ښخه کړې.» ۷ نو ابراهیم پاڅېد او د درناوي په خاطر یې هغوی ته خپل سر ټیټ کړ ۸ او ورته ویې ویل: «که ستاسو خوښه وي، نو پرېږدئ چې خپل مړی ښخ کړم. تاسو زما په خاطر د صوحار د زوی عفرون څخه وغواړئ ۹ چې د مکفیلې سمڅه چې د هغه جایداد دی او د هغه د پټي سرته پرته ده، په پوره بیه په ما باندې خرڅه کړي. دا به ستاسو په منځ کې زمونږ هدیره وي.»

۱۰ عفرون په خپله د نورو حیتیانو سره د ښار په دروازه کې د غونډې په ځای کې ناست ؤ. هغه ابراهیم ته د ټولو حیتیانو په مخکې چې هلته حاضر وو ځواب ورکړ، ۱۱ هغه وویل: «نه، زما باداره! زما خبره واوره. زه دا پټی او هغه سمڅه چې په هغه کې ده د خپل قوم په مخکې تاته درکوم، خپل مړی دې په کې ښخ کړه.» ۱۲ ابراهیم یوځل بیا د حیتیانو په وړاندې د درناوي په خاطر سر ټیټ کړ. ۱۳ هغه د ټولو په مخکې عفرون ته وویل: «زما خبره واوره. که چېرې ستا رضا وي، زه به د پټي بیه درکړم. دا زما له خوا قبوله کړه، ترڅو خپل مړی هلته ښخ کړم.» ۱۴ عفرون ځواب ورکړ: ۱۵ «ای زما باداره، زما خبره واوره. د دې ځمکې بیه څلور سوه د سپینو زرو سکې دي، خو دا زما او ستا ترمنځ هېڅ شی نه دی. خپل مړی دې په کې ښخ کړه.» ۱۶ نو ابراهیم د عفرون خبره قبوله کړه او هغه بیه چې عفرون د حیتیانو په مخکې ټاکلې وه، یعنې څلور سوه د سپینو زرو سکې عفرون ته وتللې. دا د هغه وزن سره سم وو چې په هغه وخت کې یې د سوداګرانو په منځ کې رواج درلود.

۱۷ په دې ډول د عفرون جایداد چې په مکفیله کې د ممري په لمرخاته کې ؤ، هغه د ابراهیم شو. په هغه کې پټی او هغه سمڅه چې په هغه پټي کې وه او د هغې ځمکې شاوخوا ټولې ونې شاملې وې. ۱۸ دا ځمکه د ټولو حیتیانو په مخکې چې په هغې غونډې کې حاضر وو، د ابراهیم د جایداد په توګه وپېژندل شوه.

۱۹ نو ابراهیم خپله ښځه ساره ممري ته نژدې چې په حبرون کې ده، د کنعان په خاوره کې د مکفیله په سمڅه کې ښخه کړه. ۲۰ نو هغه پټی او سمڅه چې په هغې کې وه، د حیتیانو له خوا ابراهیم ته د هدیرې دپاره د هغه د ملکیت په توګه ورکړل شول.