Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ ابراهیم ډېر زوړ شوی ؤ او څښتن هغه ته په هر کار کې برکت ورکاوه. ۲ ابراهیم خپل ناظر ته چې د هغه په کورنۍ کې د هرڅه واکدار ؤ، وویل: «خپل لاس دې زما د ورون لاندې کېږده. ۳ په دې ډول زه د څښتن یعنې د اسمانونو او ځمکې د خدای په نوم قسم درکوم چې زما زوی ته به په دې ځای یعنې د کنعان په خلکو کې ښځه نه کوې، ۴ بلکې زما وطن او زما خپلو خپلوانو ته لاړ شه او هلته زما زوی اسحاق ته ښځه وکړه.»
۵ ناظر پوښتنه وکړه: «که چېرې انجلۍ ونه غواړي چې خپل کور پرېږدي او زما سره دې وطن ته راشي، نو بیا به څنګه کیږي؟ ایا ستا زوی بېرته هغه وطن ته بوځم چې ته ورڅخه راوتلی یې؟» ۶ ابراهیم ځواب ورکړ: «پام کوه چې زما زوی به بېرته هلته نه بیایې. ۷ څښتن د اسمانونو خدای زه د خپل پلار د کور او اصلي وطن څخه راوویستلم او زما سره یې قسم وخوړ چې دا وطن به ستا اولادې ته ورکوم. هغه به خپله فرښته ستا څخه مخکې ولېږي، ترڅو ته وکولای شې چې په هغه ځای کې زما زوی ته ښځه وکړې. ۸ که چېرې هغه انجلۍ په دې رضا نه شي چې ستا سره راشي، نو ته به د هغه قسم څخه چې زما سره دې کړی دی، خلاص یې. خو په هېڅ حالت کې به زما زوی هلته نه ورولې.» ۹ نو ناظر خپل لاس د خپل بادار د ورون لاندې کېښود او قسم یې وخوړ چې څه چې ابراهیم د هغه څخه غواړي هغه به وکړي.
۱۰ ناظر د خپل بادار له اوښانو څخه لس اوښان او هر ډول ښه شیان د ځان سره واخیستل او د بین النهرین شمال ته هغه ښار ته لاړ چې ناحور په کې اوسېده. ۱۱ هغه مازدیګر، یعنې کله چې ښځې د اوبو د راوړلو دپاره راوتلې، هلته ورسېده او خپل اوښان یې د ښار څخه دباندې د څاه په غاړه ګونډه کړل. ۱۲ بیا هغه دعا وکړه: «ای څښتنه، زما د بادار ابراهیم خدایه! نن ما بریالی کړه او زما د بادار ابراهیم سره خپله وعده پوره کړه. ۱۳ دا دی زه دلته د څاه په څنګ کې ولاړ یم، د ښار نجونې د اوبو وړلو دپاره راځي. ۱۴ نو داسې دې وشي چې کله زه هغې انجلۍ ته ووایم چې خپل منګی راښکته کړه چې اوبه وڅښم او هغه ووایي: ‹وڅښه او ستا اوښانو ته به هم اوبه ورکړم،› نو دا دې هماغه انجلۍ وي چې د خپل خدمتګار اسحاق دپاره دې غوره کړې ده. نو که چېرې داسې وشول، زه به پوه شم چې تا هغه وعده پوره کړې ده چې زما د بادار سره دې کړې وه.»
۱۵ د هغه دعا لا خلاصه شوې نه وه چې ربکا راورسېدله او د اوبو منګی یې په اوږو باندې ایښی ؤ. هغه د بتوییل لور وه او بتوییل د میلکه زوی ؤ او ملکه د ابراهیم د ورور ناحور ښځه وه. ۱۶ هغه یوه ډېره ښکلې انجلۍ وه او پېغله وه. هغه څاه ته ورښکته شوه، خپل منګی یې د اوبو څخه ډک کړ او بېرته راپورته شوه. ۱۷ ناظر د هغې د لیدلو دپاره په منډه ورغی او ویې ویل: «مهرباني وکړه د خپل منګي څخه لږې اوبه ماته راکړه.»
۱۸ هغې وویل: «ای زما باداره، وڅښه.» نو زر یې خپل منګی له اوږو څخه راښکته کړ او هغه ته یې اوبه ورکړې چې ویې څښي. ۱۹ کله چې هغه اوبه وڅښلې، هغې وویل: «زه به ستا د اوښانو دپاره هم اوبه راوباسم، ترڅو هغوی هم په اوبو ماړه شي.» ۲۰ هغې زر خپل منګی په اخور کې خالي کړ او بېرته په منډه د اوبو ویستلو دپاره څاه ته لاړه او د ټولو اوښانو دپاره یې اوبه راوویستلې. ۲۱ سړي په خاموشۍ سره هغې ته کتل چې په دې پوه شي چې څښتن د ده سفر بریالی کړی دی او که نه.
۲۲ کله چې هغې انجلۍ خپل کار خلاص کړ، نو هغه سړي د سرو زرو یو قیمتي پېزوان راواخیست او هغې ته یې په پوزه کړ او همدارنګه دوه د سرو زرو غټې کړۍ ګانې یې راواخیستلې او هغې ته یې په لاس کړلې. ۲۳ بیا هغه پوښتنه وکړه: «ماته ووایه چې ته د چا لور یې؟ ایا ستا د پلار په کور کې زمونږ دپاره کوم ځای شته چې شپه په کې تېره کړو؟» ۲۴ هغې ځواب ورکړ: «زه د بتوییل لور او د ناحور او میلکې لمسۍ یم.» ۲۵ هغې زیاته کړه: «زمونږ سره بوس او واښه پرېمانه دي او د شپې د تېرولو دپاره ځای هم شته.»
۲۶ بیا هغه سړی په سجده پرېوت او د څښتن عبادت یې وکړ، ۲۷ ویې ویل: «ثنا دې وي څښتن ته، زما د بادار ابراهیم خدای ته چې هغه وعده یې پوره کړه چې زما د بادار سره یې کړې وه. څښتن ماته په دې سفر کې د خپل بادار د خپلوانو کور ته لارښوونه وکړه.» ۲۸ هغه پېغله په منډه خپل کور ته لاړه او خپلې کورنۍ ته یې ټوله کیسه وکړه. ۲۹ نو د ربکا یو ورور ؤ چې لابان نومېده. لابان په منډه دباندې ووت او د ابراهیم د ناظر پسې څاه ته ورغی. ۳۰ لابان د خپلې خور ربکا په پوزه پېزوان او په لاسونو باندې کړۍ ګانې ولیدلې او د هغې څخه یې هغه خبرې واورېدلې چې هغه سړي ورته کړې وې. نو دی ورغی او ویې لیدل چې د ابراهیم ناظر د څاه په غاړه د اوښانو سره ولاړ دی. ۳۱ هغه وویل: «زما سره کور ته راشه. ته داسې سړی یې چې څښتن درته برکت درکړی دی. ولې دباندې ولاړ یې؟ ما ستا دپاره په خپل کور کې کوټه او ستا د اوښانو دپاره ځای تیار کړی دی.»
۳۲ نو هغه سړی کور ته ننوت او هغوی د اوښانو څخه بارونه راښکته کړل او اوښانو ته یې بوس او واښه ورکړل. بیا لابان د ابراهیم ناظر او د هغه کسانو ته اوبه راوړلې چې خپلې پښې ووینځي. ۳۳ بیا د ناظر په مخکې ډوډۍ کېښودله شوه، خو هغه وویل: «تر هغې پورې به زه ډوډۍ ونه خورم، ترڅو مې خپله خبره نه وي کړې.» لابان وویل: «نو بیا ووایه.»
۳۴ نو هغه ویل: «زه د ابراهیم ناظر یم. ۳۵ څښتن زما بادار ته زیات برکت ورکړی دی او هغه شتمن شوی دی او هغه ته یې رمې او پادې، سپین زر او سره زر، غلامان او وینځې، اوښان او خره ورکړي دي. ۳۶ زما د بادار د ښځې ساره څخه په زوړ عمر کې زوی پیدا شو او هرڅه چې زما بادار درلودل هغه ته یې ورکړل. ۳۷ زما بادار ماته قسم راکړ او ویې ویل چې زما زوی ته به د کنعانیانو د لورګانو څخه چې زه د هغو په منځ کې اوسېږم، ښځه نه کوې. ۳۸ بلکې زما د پلار کورنۍ او زما خپلې قبیلې ته لاړ شه او زما زوی ته ښځه وکړه. ۳۹ بیا ما د خپل بادار څخه پوښتنه وکړه: ‹که چېرې انجلۍ زما سره رانه شي، نو بیا څه وکړم؟› ۴۰ هغه ځواب راکړ: ‹هغه څښتن چې زه یې پیروي کوم هغه به خپله فرښته ستا سره ولېږي او ستا سفر به بریالی کړي، ترڅو ته وکولای شې چې زما زوی ته زما د خپلې قبیلې او زما د پلار د کورنۍ څخه ښځه وکړې. ۴۱ کله چې ته زما قبیلې ته ورشې، نو زما د قسم څخه به خلاص شې، حتی که هغوی د انجلۍ د درکولو څخه انکار هم وکړي، ته به زما د قسم څخه خلاص یې.›
۴۲ کله چې نن زه څاه ته راغلم، ما وویل: ‹ای څښتنه، زما د بادار ابراهیم خدایه! که ستا رضا وي، نو ماته په دې سفر کې چې راغلی یم بری راکړه. ۴۳ دا دی زه دلته د دې څاه په غاړه ولاړ یم. نو داسې دې وشي چې کومه انجلۍ چې د اوبو د وړلو دپاره راځي، نو زه به د هغې څخه وغواړم چې د خپل منګي څخه ماته لږې اوبه راکړي. ۴۴ که چېرې هغه راته ووایي چې وڅښه او زه به ستا د اوښانو دپاره هم اوبه راوباسم، نو دا دې هماغه انجلۍ وي چې څښتن زما د بادار د زوی دپاره غوره کړې ده.› ۴۵ مخکې له دې چې زما دعا خلاصه شي، ربکا د خپل منګي سره چې په اوږو یې ایښی ؤ، راغله. هغه څاه ته ښکته شوه او اوبه یې راوویستلې او ما هغې ته وویل: ‹لږې اوبه راکړه چې زه یې وڅښم.› ۴۶ هغې زر خپل منګی د اوږو څخه راښکته کړ او ویې ویل: ‹وڅښه. زه به ستا اوښانو ته هم اوبه ورکړم.› نو بیا ما وڅښلې او هغې اوښانو ته هم اوبه ورکړې. ۴۷ د هغې څخه مې پوښتنه وکړه: ‹ته د چا لور یې؟› نو هغې وویل: ‹زه د بتوییل لور یم او د ناحور او میلکه لمسۍ یم.› نو د هغې په پوزه کې مې پېزوان واچاوه او په لاسونو کې مې ورته کړۍ ګانې واچولې. ۴۸ ما سجده وکړه او د څښتن عبادت مې وکړ او د خپل بادار ابراهیم څښتن خدای مې وستایه چې ماته یې سمه لاره وښودله چې د خپل بادار د ورور لمسۍ د هغه زوی ته وکړم. ۴۹ نو اوس که چېرې زما د بادار سره وفاداري او تلپاتې مینه کوې هم راته ووایه او که نه یې کوې هم ماته ووایه، ترڅو زه پرېکړه وکړم چې بل چېرته لاړ شم.»
۵۰ لابان او بتوییل ځواب ورکړ: «څرنګه چې دا خبره د څښتن له خوا ده، نو مونږ په دې هکله پرېکړه نه شو کولای. ۵۱ دا دی ربکا حاضره ده هغه درسره واخله او ځه. لکه څنګه چې څښتن په خپله ویلي دي، هغه دې ستا د بادار د زوی ښځه شي.» ۵۲ څنګه چې د ابراهیم ناظر دا خبره واورېدله، نو سجده یې وکړه او د څښتن عبادت یې وکړ. ۵۳ بیا ناظر کالي، د سپینو زرو او سرو زرو ګاڼې راوویستل او ربکا ته یې ورکړل او د هغې ورور او مور ته یې هم قیمتي سوغاتونه ورکړل.
۵۴ بیا د ابراهیم ناظر او د هغه کسانو وخوړل او وڅښل او شپه یې هلته تېره کړه. کله چې هغوی سهار پاڅېدل، ناظر وویل: «ما رخصت کړه چې بېرته خپل بادار ته لاړ شم.» ۵۵ خو د ربکا ورور او مور وویل: «انجلۍ دې یوه هفته یا لس ورځې زمونږ سره پاتې شي، بیا تاسو کولای شئ چې لاړ شئ.» ۵۶ خو هغه وویل: «مونږ مه ایساروئ. څښتن زما سفر بریالی کړی دی، پرېږدئ چې بېرته خپل بادار ته لاړ شم.» ۵۷ هغوی وویل: «راځئ چې انجلۍ راوغواړو او په دې هکله د هغې څخه پوښتنه وکړو.» ۵۸ نو هغوی ربکا راوغوښتله او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا د دې سړي سره ځې؟» هغې وویل: «هو، ځم.»
۵۹ نو هغوی خپله خور ربکا او د هغې زړه نوکره د ابراهیم د ناظر او د هغه د کسانو سره ولېږلې. ۶۰ هغوی د ربکا دپاره برکت وغوښت او ورته یې وویل:
ای زمونږ خورې! ته دې شې مور د میلیونونو اولادونو
فتح دې کړي ښارونه ستا اولاده د دښمنانو خپلو
۶۱ بیا ربکا او د هغې وینځې تیارې شوې او په اوښانو باندې سپرې شوې او د سړي سره روانې شوې. نو ناظر ربکا د ځان سره واخیستله او لاړ.
۶۲ په دې وخت کې اسحاق د بئرلحي ریي څخه راغلی ؤ او د کنعان په جنوب کې اوسېده. ۶۳ یو ماښام اسحاق په پټیو کې چکر واهه. څنګه چې هغه خپلې سترګې پورته کړې ویې لیدل چې اوښان راروان دي. ۶۴ ربکا هم خپلې سترګې پورته کړې او اسحاق یې ولیده، نو د اوښ څخه راښکته شوه ۶۵ او د ناظر څخه یې پوښتنه وکړه: «هغه سړی څوک دی چې په پټي کې زمونږ خوا ته راروان دی؟» ناظر ځواب ورکړ: «هغه زما بادار دی.» نو هغې خپل څادر راواخیست او خپل ځان یې ورباندې پټ کړ.
۶۶ کوم کارونه چې ناظر کړي وو، هغه ټول یې اسحاق ته بیان کړل. ۶۷ اسحاق ربکا د خپلې مور ساره خېمې ته راوستله او د هغې سره یې واده وکړ. نو ربکا د هغه ښځه شوه او د هغې سره یې مینه کوله او اسحاق د خپلې مور د مړینې څخه وروسته تسلي وموندله.