0:00 / 0:00

د پیدایښت کتاب

پنځه ویشتم فصل

د ابراهیم نور اولادونه

(لومړی تواریخ ۱: ۳۲ - ۳۳)

۱ ابراهیم بله ښځه وکړه چې نوم یې قطوره ؤ. ۲ د هغې څخه د ابراهیم زامن زمران، یقشان، مدان، مدیان، یشباق او شوحا پیدا شول. ۳ یقشان د شیبا او ددان پلار ؤ او آشوریم، لطوشیم او لیومیم د ددان اولاده وه. ۴ عیفه، عیفر، حنوک، ابیداع او الداعه د مدیان زامن وو. دا ټول د قطورې اولاده وه.

۵ ابراهیم خپله ټوله شتمني اسحاق ته پرېښودله. ۶ خو هغه لا ژوندی ؤ چې د خپلو وینځو زامنو ته یې سوغاتونه ورکړل او هغوی یې د خپل زوی اسحاق څخه د ختیځ خواته لېرې ولېږل.

د ابراهیم مړینه

۷ ابراهیم پوره یوسلو پنځه اویا کاله ژوند وکړ. ۸ هغه په پاخه عمر کې مړ شو او د خپلو نیکونو سره یوځای شو. ۹ د هغه زامنو اسحاق او اسماعیل هغه ممري ته نژدې د حیتي صوحار د زوی عفرون په پټي کې د مکفیله په سمڅه کې ښخ کړ. ۱۰ دا هغه پټی ؤ چې ابراهیم د حیتیانو څخه په بیه اخیستی ؤ. ابراهیم او د هغه ښځه ساره دواړه په هغه کې ښخ کړای شول. ۱۱ د ابراهیم د مرګ څخه وروسته خدای د هغه زوی اسحاق ته برکت ورکړ او اسحاق بئرلحي ریي ته نژدې اوسېده.

د اسماعیل اولاده

(لومړی تواریخ ۱: ۲۸ - ۳۱)

۱۲ دا د ابراهیم د زوی اسماعیل اولاده ده. دا هغه اسماعیل ؤ چې د ساره د مصرۍ وینځې هاجرې څخه پیدا شوی ؤ. ۱۳ د اسماعیل د زامنو نومونه د هغوی د زېږېدلو د ترتیب له مخې چې په لست کې لیکل شوي دي دا دي: د اسماعیل مشر زوی نبایوت، قیدار، ادبیل، مبسام، ۱۴ مشماع، دومه، مسا، ۱۵ حداد، تیما، یطور، نافیش او قدمه. ۱۶ دا د اسماعیل زامن وو او دا د دولسو قبیلو د مشرانو نومونه وو چې د هغوی د کلیو او کمپونو له مخې وو. ۱۷ اسماعیل پوره د یوسلو اووه دېرشو کالو په عمر مړ شو او د خپلو نیکونو سره یوځای شو. ۱۸ د هغه اولاده د شور او حویلې ترمنځ سیمه کې اوسېدله چې د مصر پولې ته نژدې د آشور په لاره پرته ده. هغوی د خپلو ټولو ورونو سره په دښمنۍ کې ژوند کاوه.

یعقوب او عیسو

۱۹ دا د ابراهیم د زوی اسحاق اولاده ده: د ابراهیم څخه اسحاق پیدا شو. ۲۰ اسحاق د څلوېښتو کالو په عمر ؤ چې د ربکا سره یې واده وکړ. هغه د آرامي بتوییل چې د بین النهرین څخه ؤ، لور او د لابان خور وه. ۲۱ اسحاق د خپلې ښځې په خاطر چې شنډه وه، څښتن ته دعا وکړه. څښتن د هغه دعا قبوله کړه او د هغه ښځه ربکا امیدواره شوه. ۲۲ مخکې له دې چې ربکا اولاد وزېږوي، هغه پوه شوه چې هغه به غبرګوني وزېږوي، ځکه چې هغې دا احساس کړه چې هغوی د مور په نس کې یو د بل سره جګړه کوي. هغې وویل: «زما سره ولې داسې کیږي؟» نو هغې د څښتن څخه پوښتنه وکړه.

۲۳ څښتن هغې ته وویل:

ستا دواړو زامنو څخه

جوړ به شي دوه رقیب قومونه

هغو دواړو کې به کشر وي قوي

او مشر به وي غلام د هغه

۲۴ کله چې د هغې د اولاد د زېږولو وخت راورسېد، د هغې څخه غبرګوني پیدا شول. ۲۵ لومړنی زوی چې پیدا شو، هغه سور ؤ او د هغه ټول بدن لکه د ببرې چپنې په شان ؤ، نو د هغه نوم یې عیسو کېښود. ۲۶ د هغه څخه وروسته د هغه ورور پیدا شو او هغه د عیسو پونده په خپل لاس کې کلکه نیولې وه، نو ځکه د هغه نوم یعقوب شو. اسحاق د شپېتو کالو په عمر ؤ چې دوی پیدا شول.

عیسو خپل د مشرتوب حق خرڅوي

۲۷ هلکان لوی شول. عیسو یو تکړه ښکاري او داسې سړی ؤ چې صحرا یې خوښېدله، خو یعقوب یو ارام سړی ؤ او د کور څخه به نه وت. ۲۸ اسحاق د عیسو سره مینه کوله، ځکه چې هغه د هغو حیواناتو غوښه خوړله چې عیسو به ښکار کول. خو په ربکا باندې یعقوب ګران ؤ.

۲۹ یوه ورځ یعقوب د قورمې په پخولو باندې بوخت ؤ. عیسو د ښکار څخه راغی او ډېر وږی ؤ ۳۰ او یعقوب ته یې وویل: «زه د لوږې له لاسه مړ کېږم، د دې لوبیا له قورمې څخه لږه راکړه!» (په دې خاطر یې په هغه باندې د ادوم نوم هم کېښود.) ۳۱ یعقوب ځواب ورکړ: «لومړی په ما باندې خپل د مشرتوب حق خرڅ کړه.»

۳۲ عیسو وویل: «ګوره، زه مړ کېږم. دا مشرتوب ماته څه ګټه رسوي؟» ۳۳ خو یعقوب وویل: «لومړی ماته قسم وخوره.» نو هغه قسم وخوړ او خپل د مشرتوب حق یې په یعقوب باندې خرڅ کړ. ۳۴ بیا یعقوب عیسو ته لږه ډوډۍ او قورمه ورکړه. هغه خوراک او څښاک وکړ، بیا پاڅېده او لاړ. نو عیسو د خپل مشرتوب حق ته په سپکه سترګه وکتل.