Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ یوه ورځ د یعقوب او لیه لور دینه د ځینو کنعاني ښځو د لیدلو دپاره لاړه. ۲ حمور حوي د هغې سیمې مشر ؤ. د هغه زوی شکیم دینه ولیدله، هغه یې راونیوله او بېعزته یې کړه. ۳ د هغه زړه د یعقوب لور دینه یووړ او په هغې باندې مین شو. هغه هڅه کوله چې د هغې زړه لاسته راوړي. ۴ شکیم خپل پلار حمور ته وویل: «دا انجلۍ ماته وکړه.»
۵ یعقوب خبر شو چې د هغه لور دینه بېعزته شوې ده. خو څرنګه چې د هغه زامن د خپلو پادو سره په صحرا کې وو، نو د هغوی تر راتللو پورې یې هېڅ ونه کړل. ۶ د شکیم پلار حمور راغی چې د یعقوب سره خبرې وکړي. ۷ د یعقوب زامن له صحرا څخه راغلل او څنګه چې هغوی واورېدل چې څه پېښه شوې ده نو ډېر خواشیني او سخت په قهر شول، ځکه چې شکیم داسې کار کړی ؤ چې د کولو نه ؤ. هغه د یعقوب د لور په بېعزته کولو سره د اسراییلو د قوم سپکاوی کړی ؤ. ۸ حمور هغه ته وویل: «زما زوی شکیم ستا په لور باندې مین شوی دی. اجازه ورکړئ چې د هغې سره واده وکړي. ۹ زمونږ سره خپلوي وکړئ. خپلې لورګانې مونږ ته راکړئ او زمونږ لورګانې خپلو ځانونو ته وکړئ. ۱۰ تاسو کولای شئ چې دلته په دې وطن کې زمونږ سره واوسېږئ او په هرځای کې چې وغواړئ هلته اوسېدلی شئ. ازاد کاروبار په کې وکړئ او د جایداد خاوندان شئ.»
۱۱ بیا شکیم د دینه پلار او ورونو ته وویل: «په ما باندې دا مهرباني وکړئ او تاسو چې هرڅه وغواړئ زه به یې درکړم. ۱۲ ماته ووایئ چې کوم سوغاتونه تاسو غواړئ او هرڅومره زیات مهر چې غواړئ هماغه شان یې وټاکئ او تاسو چې هرڅه زما څخه وغواړئ زه به یې درکړم. یوازې دا اجازه راکړئ چې د هغې سره واده وکړم.»
۱۳ د یعقوب زامنو د شکیم او د هغه د پلار حمور په ځواب کې په مکر سره خبرې وکړې، ځکه چې د هغوی خور دینه یې بېعزته کړې وه. ۱۴ هغوی ته یې وویل: «مونږ داسې کار نه شو کولای. مونږ نه شو کولای خپله خور هغه چاته ورکړو چې سنت شوی نه وي، ځکه چې دا زمونږ دپاره شرم دی. ۱۵ مونږ په یو شرط تاسو سره جوړه کوو چې ستاسو ټول نارینه دې زمونږ په شان سنت شي. ۱۶ هغه وخت به خپلې لورګانې تاسو ته درکړو او ستاسو لورګانې به خپلو ځانونو ته وکړو او تاسو سره به یوځای واوسېږو او یو قوم به شو. ۱۷ خو که چېرې زمونږ خبره قبوله نه کړئ او سنت نه شئ، مونږ به خپله خور واخلو او لاړ به شو.»
۱۸ دا شرط حمور او د هغه زوی شکیم ته مناسب ښکاره شو. ۱۹ هغه ځوان د دې کار په سرته رسولو کې ځنډ ونه کړ، ځکه چې هغه د یعقوب په لور باندې مین ؤ. هغه د خپل پلار په کورنۍ کې تر ټولو عزتمن سړی ؤ.
۲۰ حمور او د هغه زوی شکیم د ښار دروازې ته چې د غونډې ځای ؤ، لاړل او د ښار د خلکو سره یې خبرې وکړې. ۲۱ هغوی وویل: «دا خلک زمونږ دوستان دي. پرېږدئ چې زمونږ په خاوره کې واوسیږي او کاروبار په کې وکړي. د هغوی دپاره ځمکه پراخه ده. مونږ کولای شو چې د دوی د لورګانو سره ودونه وکړو او دوی کولای شي چې زمونږ د لورګانو سره ودونه وکړي. ۲۲ نو هغوی زمونږ سره یوازې په دې شرط جوړه کوي چې زمونږ سره واوسیږي او راسره یو قوم شي، چې زمونږ ټول نارینه د دوی په شان سنت شي. ۲۳ ایا د هغوی ټولې رمې او پادې او شتمني او د هغوی نور شیان به زمونږ نه شي؟ نو راځئ چې د دوی سره موافقه وکړو چې زمونږ سره واوسیږي.» ۲۴ ټولو ښاریانو د حمور او د هغه د زوی شکیم وړاندیز قبول کړ او د ښار ټول نارینه سنت شول.
۲۵ په درېمه ورځ چې ټول خلک لا د سنت کېدلو له امله په درد کې وو، د یعقوب دوه زامنو یعنې د دینه ورونو شمعون او لاوي خپلې تورې واخیستلې او بې له دې چې څوک ورباندې پوه شي، ښار ته ننوتل او ټول نارینه یې ووژل، ۲۶ چې په هغو کې حمور او د هغه زوی شکیم هم شامل وو. هغوی دینه د شکیم د کور څخه واخیستله او لاړل. ۲۷ د یعقوب نور زامن په مړو باندې راوختل او ښار یې لوټ کړ، ځکه چې د هغوی خور هلته بېعزته شوې وه. ۲۸ د هغوی رمې، پادې او خره او هرڅه چې په ښار او پټیو کې وو، هغه یې واخیستل. ۲۹ د هغوی ټوله شتمني یې واخیستله او اولادونه او ښځې یې اسیران کړل او هرڅه چې په کورونو کې وو هغه یې لوټ کړل.
۳۰ یعقوب شمعون او لاوي ته وویل: «تاسو زه د تکلیف سره مخامخ کړم. اوس به کنعانیان، فرزیان او همدارنګه د دې خاورې نور اوسېدونکي زما څخه کرکه کوي. زه ډېر کسان نه لرم او که چېرې هغوی زما په ضد راټول شي او په ما باندې حمله وکړي، زمونږ ټوله کورنۍ به له منځه لاړه شي.»
۳۱ خو هغوی ځواب ورکړ: «ایا دا لازمه وه چې هغه دې زمونږ د خور سره د یوې بدلمنې په شان چلند وکړي؟»