Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ خدای یعقوب ته وویل: «پاڅه او بیتییل ته لاړ شه او هلته اوسېږه. ما یعنې خپل خدای ته چې په هغه وخت کې چې د خپل ورور عیسو څخه تښتېدلی درښکاره شو، د قربانۍ ځای جوړ کړه.» ۲ نو یعقوب خپلې کورنۍ او هغو ټولو خلکو ته چې د هغه سره وو، وویل: «هغه بتان چې تاسو سره دي، هغه لېرې وغورځوئ. خپل ځانونه پاک کړئ او پاک کالي واغوندئ. ۳ راځئ چې بیتییل ته لاړ شو او هلته د هغه خدای دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړو چې زما سره یې د سختۍ په وخت کې مرسته کړې وه او هرچېرته چې زه تللی یم زما سره مل ؤ.» ۴ نو هغوی ټول بتان او همدارنګه هغه غوږوالۍ چې د هغوی په غوږونو کې وې یعقوب ته ورکړې او یعقوب هغه په شکیم کې د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل.
۵ هغوی روان شول او په شاوخوا ښارونو باندې د خدای وېره راغله. نو ځکه هېڅوک په هغوی پسې نه شول. ۶ یعقوب د خپلو ټولو خلکو سره لوز ته چې د بیتییل په نوم مشهور دی او د کنعان په خاوره کې دی، راغی. ۷ هلته هغه د قربانۍ ځای جوړ کړ او هغه ځای یې د بیتییل د خدای په نوم یاد کړ، ځکه په هغه ځای کې چې کله یعقوب د خپل ورور عیسو څخه تښتېده، خدای خپل ځان هغه ته ښکاره کړی ؤ. ۸ د ربکا دایي دبوره مړه شوه او د بیتییل څخه ښکته د څېړۍ د ونې لاندې یې ښخه کړه. نو هغه ونه د ژړا د څېړۍ د ونې په نوم یاده شوه.
۹ کله چې یعقوب د بینالنهرین څخه بېرته راستون شو، نو خدای یوځل بیا هغه ته ښکاره شو او برکت یې ورته ورکړ. ۱۰ خدای هغه ته وویل: «ستا نوم یعقوب دی. خو له دې وروسته دې ستا نوم یعقوب نه وي، بلکې ستا نوم دې اسراییل وي.» نو د هغه نوم یې اسراییل کېښود. ۱۱ خدای هغه ته وویل: «زه مطلق قادر خدای یم. ته دې د زیاتو اولادونو خاوند شې. ستا څخه به قومونه پیدا شي او ستا د نسل څخه به پاچاهان پیدا شي. ۱۲ هغه ځمکه چې ابراهیم او اسحاق ته مې ورکړې وه، هغه به تاته درکړم او ستا څخه وروسته به یې ستا اولادې ته ورکړم.» ۱۳ نو خدای له هغه ځای څخه چې د هغه سره یې خبرې وکړې، پورته وخوت. ۱۴ یعقوب په هغه ځای کې چې خدای ورسره خبرې کړې وې، یوه یادګاري تیږه ودروله او په هغې باندې یې د څښلو نذرانه او د زیتونو تېل واچول. ۱۵ یعقوب د هغه ځای نوم چې هلته خدای ورسره خبرې کړې وې، بیتییل کېښود.
۱۶ نو بیا هغوی د بیتییل څخه کډه وکړه. افراتې ته یو څه فاصله پاتې وه چې د راحیل د ماشوم د زېږولو وخت راورسېد او د هغې تکلیف زیات شو. ۱۷ څرنګه چې د ماشوم د زېږولو په وخت کې هغه په ډېر سخت تکلیف کې وه، نو د هغې دایي ورته وویل: «راحیل، مه وېرېږه، دا دې بل زوی دی.» ۱۸ خو هغه د مړینې په حال کې وه او د ساه ورکولو په وخت کې یې د هغه نوم بناوني کېښود، خو یعقوب هغه بنیامین وباله.
۱۹ نو راحیل مړه شوه او هغه یې د افراتې لارې ته نژدې چې اوس د بیتلحم په نوم یادیږي، ښخه کړه. ۲۰ یعقوب د هغې په قبر باندې یادګاري تیږه ودروله او تر نن ورځې پورې هغه د راحیل د قبر نښه ده. ۲۱ نو یعقوب بیا کډه وکړه او د عیدر د برج بلې خواته یې خپلې خېمې ودرولې.
۲۲ هغه وخت چې یعقوب په هغې سیمه کې اوسېده، روبین لاړ او د خپل پلار د وینځې بلهې سره یې زنا وکړه او یعقوب د دې څخه خبر شو.
یعقوب دولس زامن درلودل. ۲۳ د لیه زامن: روبین د یعقوب مشر زوی، شمعون، لاوي، یهودا، یساکار او زبولون. ۲۴ د راحیل زامن: یوسف او بنیامین. ۲۵ د راحیل د وینځې بلهه زامن: دان او نفتالي. ۲۶ د لیه د وینځې زلفه زامن: جاد او اشیر. دا د یعقوب زامن وو چې په بینالنهرین کې زېږېدلي وو.
۲۷ یعقوب خپل پلار اسحاق ته چې قریتاربع (حبرون) ته نژدې په ممري کې ؤ یعنې هغه ځای ته چې ابراهیم او اسحاق په کې اوسېدل، راغی. ۲۸ اسحاق یوسلو اتیا کاله ژوند وکړ. ۲۹ هغه په پاخه عمر کې مړ شو او د خپلو نیکونو سره یوځای شو. د هغه زامنو عیسو او یعقوب هغه ښخ کړ.