Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ دا د عیسو اولاده ده (عیسو د ادوم په نوم هم یادېده.) ۲ عیسو د کنعاني ښځو سره ودونه وکړل: عاده د حیتي ایلون لور، اهولیبامه چې د عنه لور او د حوي صبعون لمسۍ وه ۳ او بسمه چې د اسماعیل لور او د نبایوت خور وه. ۴ عادې الیفاز وزېږاوه او بسمې رعوییل وزېږاوه. ۵ اهولیبامه یعوش، یعلام او قورح وزېږول. دا د عیسو زامن وو چې په کنعان کې زېږېدلي وو.
۶ عیسو خپلې ښځې، زامن، لورګانې او د خپلې کورنۍ ټول غړي او همدارنګه خپلې ټولې رمې او پادې او خپله ټوله شتمني چې په کنعان کې یې لاسته راوړي وو، واخیستل او د خپل ورور یعقوب څخه لږ څه لېرې یې بلې سیمې ته کډه وکړه. ۷ هغه لاړ، ځکه هغه ځمکه چې یعقوب او هغه په کې اوسېدل، دومره زیاته نه وه چې دواړه سره یوځای واوسیږي، په دې خاطر چې هغوی زیاتې رمې او پادې درلودلې. ۸ نو عیسو د ادوم په غرنۍ سیمه کې اوسېده.
۹ دا د ادوم په غرنۍ سیمه کې د ادومیانو د نیکه عیسو اولاده ده. ۱۰ د عیسو د زامنو نومونه دا دي: الیفاز د عیسو د ښځې عاده زوی او رعوییل د عیسو د ښځې بسمې زوی. ۱۱ د الیفاز زامن: تیمان، اومار، صفو، جعتام او قناز. ۱۲ تمناع د عیسو د زوی الیفاز وینځه وه او د هغې څخه د هغه زوی عمالیق پیدا شو. دا د عیسو د ښځې عادې لمسیان وو. ۱۳ د رعوییل زامن: نحت، زارح، شمه او مزه. دا د عیسو د ښځې بسمې لمسیان وو.
۱۴ اهولیبامه د عنه لور او د صبعون لمسۍ وه چې د هغې څخه د عیسو زامن یعوش، یعلام او قورح پیدا شول.
۱۵ د عیسو په اولادې کې دغه قبیلوي مشران وو: د عیسو د مشر زوی الیفاز زامن: تیمان، اومار، صفو، قناز، ۱۶ قورح، جعتام او عمالیق. دا په ادوم کې هغه قبیلوي مشران وو چې د الیفاز د اولادې څخه دي او دوی د عادې لمسیان وو.
۱۷ د عیسو د زوی رعوییل زامن: نحت، زارح، شمه او مزه. دا په ادوم کې هغه قبیلوي مشران وو چې د رعوییل د اولادې څخه دي. دا د عیسو د ښځې بسمې لمسیان وو.
۱۸ د عیسو د ښځې اهولیبامه زامن: یعوش، یعلام او قورح. دا هغه قبیلوي مشران وو چې د عنه د لور یعنې د عیسو د ښځې اهولیبامه د اولادې څخه دي. ۱۹ دا ټولې قبیلې د عیسو د اولادې څخه وې.
۲۰ دا د سعیر حوري زامن وو چې په هغې سیمه کې اوسېدل: لوتان، شوبال، صبعون، عنه، ۲۱ دیشون، ایصر او دیشان. دا په ادوم کې د سعیر زامن او د حوریانو مشران وو.
۲۲ د لوتان زامن: حوري او هومام. (تمناع د لوتان خور وه.)
۲۳ د شوبال زامن: علوان، مناحت، عیبال، شفو او اونام.
۲۴ د صبعون زامن: ایه او عنه. (دا هماغه عنه دی، کله چې هغه د خپل پلار صبعون خره څرول، نو په دښته کې یې د تودو اوبو چینې وموندلې.) ۲۵ د عنه اولادونه: دیشون او اهولیبامه د عنه لور. ۲۶ د دیشون زامن: حمدان، اشبان، یتران او کران.
۲۷ د ایصر زامن: بلهان، زعوان او عقان. ۲۸ د دیشان زامن: عوص او اران.
۲۹ دا د حوریانو مشران وو: لوتان، شوبال، صبعون، عنه، ۳۰ دیشون، ایصر او دیشان. دا د حوریانو قبیلې وې چې د ادوم په خاوره کې اوسېدلې.
۳۱-۳۹ له دې څخه مخکې چا په اسراییلو باندې پاچاهي نه وه کړې، لاندې ذکر شویو پاچاهانو په ترتیب سره د ادوم په هېواد باندې پاچاهي وکړه:
۴۰-۴۳ دا د هغو قبیلوي مشرانو نومونه دي چې د عیسو د اولادې څخه دي: تمناع، علوه، یتیت، اهولیبامه، ایله، فینون، قناز، تیمان، مبصار، مجدییل او عیرام. هغه سیمه چې دا هره قبیله په کې اوسېدله، د هماغې قبیلې په نوم یادېدله.