Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ یعقوب په کنعان کې په هغه ځای کې ژوند کاوه چېرته چې د هغه پلار اوسېدلی ؤ. ۲ دا د یعقوب د کورنۍ کیسه ده.
یوسف اوولس کلن ځوان ؤ او د خپلو ناسکه ورونو سره یې چې د بلهې او زلفې زامن وو رمې ساتلې. یوسف به خپل پلار د خپلو ورونو د بدو کارونو څخه خبراوه. ۳ یعقوب د یوسف سره د خپلو نورو ټولو زامنو څخه زیاته مینه کوله، ځکه چې هغه ورته په زوړوالي کې پیدا شوی ؤ. د هغه دپاره یې ښکلې چپنه جوړه کړه چې اوږده لستوڼي یې درلودل. ۴ کله چې د هغه ورونه په دې پوه شول چې د هغوی پلار د یوسف سره د هغوی څخه زیاته مینه کوي، نو د یوسف څخه یې ډېره کرکه کوله او په نرمه ژبه یې ورسره خبرې نه کولې.
۵ یوه شپه یوسف خوب ولیده او هغه یې خپلو ورونو ته بیان کړ، نو د یوسف سره د هغوی کینه نوره هم زیاته شوه. ۶ هغوی ته یې وویل: «ما چې کوم خوب لیدلی دی هغه ته غوږ ونیسئ. ۷ مونږ په پټي کې د غلو دانو ګېډۍ تړلې او ناڅاپه زما ګېډۍ پورته شوه او نېغه ودرېدله او ستاسو ګېډۍ زما د ګېډۍ په شاوخوا باندې راټولې شوې او زما ګېډۍ ته یې د درناوي په خاطر سرونه ټیټ کړل.» ۸ د هغه ورونو پوښتنه وکړه: «ایا ته غواړې چې پاچا شې او په مونږ باندې حکومت وکړې؟» نو د یوسف د خوبونو په سبب او د هغو شیانو له امله چې د هغوی په اړه یې وویل د هغه د ورونو کینه نوره هم زیاته شوه.
۹ بیا یوسف بل خوب ولیده او خپلو ورونو ته یې بیان کړ: «ما بل خوب ولیده چې په هغه کې لمر، سپوږمۍ او یوولس ستورو د درناوي په خاطر ماته خپل سرونه ټیټ کړل.» ۱۰ هغه دا خوب خپل پلار ته هم بیان کړ. د هغه پلار هغه ورټلو او ویې ویل: «دا څه ډول خوب دی چې تا لیدلی دی؟ ایا په رښتیا سره به زه، ستا مور او ستا ورونه تاته راځو او تاته به د درناوي سرونه ټیټوو؟» ۱۱ د یوسف ورونو د هغه سره کینه درلودله، خو د هغه پلار دا موضوع په خپل ذهن کې وساتله.
۱۲ یوه ورځ د یوسف ورونه د رمو د څرولو دپاره شکیم ته لاړل. ۱۳ یعقوب یوسف ته وویل: «ستا ورونه شکیم ته نژدې رمې څروي. زه غواړم چې تا هغوی ته ورولېږم.» هغه ځواب ورکړ: «ډېره ښه ده.»
۱۴ د هغه پلار وویل: «لاړ شه او وګوره چې ستا ورونه روغ رمټ دي او رمې روغې جوړې دي که نه، ماته بېرته خبر راوړه.» نو هغه یې د حبرون له درې څخه ولېږه. یوسف شکیم ته ورسېده ۱۵ او په صحرا کې شاوخوا سرګردانه ګرځېده. یو سړي هغه ولیده او پوښتنه یې ترې وکړه: «څه شی لټوې؟» ۱۶ هغه ځواب ورکړ: «زه خپل ورونه لټوم. ایا ماته ویلی شې چې هغوی چېرته خپلې رمې څروي؟» ۱۷ هغه سړي ځواب ورکړ: «هغوی پخوا له دې ځای نه تللي دي. د هغوی څخه مې واورېدل چې ویل یې، راځئ چې دوتان ته لاړ شو.» نو یوسف خپلو ورونو پسې لاړ او په دوتان کې یې هغوی پیدا کړل.
۱۸ هغوی یوسف د لېرې نه ولیده او مخکې له دې چې یوسف دوی ته ورورسیږي، هغوی ورته دسیسه جوړه کړه چې ویې وژني. ۱۹ هغوی یو بل ته سره وویل: «هغه دی، خوب لیدونکی راروان دی. ۲۰ راځئ چې هغه ووژنو او په یوې وچې څاه کې یې وغورځوو او وبه وایو چې هغه یو داړونکي ځناور وخوړ. بیا به وګورو چې د هغه خوبونه څنګه کیږي.»
۲۱ کله چې روبین دا خبره واورېدله، هڅه یې وکړه چې هغه د خپلو ورونو د لاسونو څخه خلاص کړي، نو هغه وویل: «هغه به نه وژنو.» ۲۲ روبین هغوی ته وویل: «وینه مه تویوئ. هغه په دې څاه کې چې دلته په دې دښته کې ده وغورځوئ، خو لاس ورته مه اچوئ.» هغه دا خبره د دې دپاره وکړه چې یوسف د دوی څخه خلاص کړي او بېرته یې خپل پلار ته بوځي. ۲۳ نو کله چې یوسف خپلو ورونو ته راغی، هغوی ورڅخه هغه ښکلې چپنه چې اوږده لستوڼي یې درلودل، وویستله. ۲۴ هغه یې ونیوه او په څاه کې یې وغورځاوه. څاه وچه وه او اوبه په کې نه وې.
۲۵ په هغه وخت کې چې دوی ډوډۍ خوړله، ناڅاپه یې ولیدل چې د اسماعیلیانو کاروان د جلعاد څخه راروان دی او د هغوی اوښان په مسالو، ملهمو او د مر کنډ باندې بار وو چې هغه مصر ته یوسي. ۲۶ یهودا خپلو ورونو ته وویل: «د خپل ورور د وژلو او د هغه د قتل د پټولو څخه به مونږ ته څه ګټه راورسیږي؟ ۲۷ راځئ چې هغه په اسماعیلیانو باندې خرڅ کړو. مونږ به هغه ته زیان نه رسوو، ځکه چې هغه زمونږ ورور او زمونږ خپله وینه او خپل هډوکی دی.» د هغه ورونه په دې رضا شول. ۲۸ نو کله چې سوداګران تېرېدل، د هغه ورونو یوسف له څاه څخه راوویست او هغه یې په اسماعیلیانو باندې سپینو زرو په شلو سکو خرڅ کړ. هغوی یوسف مصر ته یووړ.
۲۹ کله چې روبین بېرته څاه ته راغی او ویې لیدل چې یوسف هلته نشته، نو له غمه یې خپل کالي وشکول. ۳۰ هغه بېرته خپلو ورونو ته ورغی او ویې ویل: «هلک هلته نشته، څه وکړم؟»
۳۱ بیا هغوی یو سېرلی حلال کړ او د یوسف چپنه یې د هغه په وینه کې غوټه کړه. ۳۲ هغوی هغه چپنه بېرته خپل پلار ته یووړله او ویې ویل: «دا مونږ وموندله. وګوره چې دا ستا د زوی ده که نه؟» ۳۳ یعقوب هغه وپېژندله او ویې ویل: «دا زما د زوی چپنه ده! کوم داړونکي ځناور هغه خوړلی دی او په رښتیا سره یوسف ټوټې ټوټې شوی دی.» ۳۴ نو یعقوب له خفګانه خپل کالي وشکول. د ویر کالي یې واغوستل او ډېرې ورځې د خپل زوی دپاره غمجن ؤ. ۳۵ د هغه ټول زامن او لورګانې راغلې چې هغه ته تسلي ورکړي، خو هغه دا تسلي ونه منله او ویې ویل: «د خپل زوی دپاره به زه د دې غم سره قبر ته ځم.» نو پلار یې د هغه دپاره وژړل.
۳۶ په هغه وخت کې سوداګرانو یوسف په مصر کې په فوطیفار باندې چې د فرعون د درباریانو څخه ؤ او د دربار د ساتونکو قوماندان ؤ، خرڅ کړ.