0:00 / 0:00

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

څلور دېرشم باب

د دينه بې‌عزتى کېدل

۱ يوه ورځ، د يعقوب او لِياه لور دينه، د کنعانۍ ښځو سره مِلاوېدو دپاره ووتله. ۲ همور حِوى د هغې علاقې مالِک وو. د هغۀ زوئ شِکم هغه وليده، نو هغه يې بوتله او د هغې بې‌عزتى يې وکړه. ۳ خو د يعقوب لور دينه د هغۀ نه زړۀ يوړو او هغه په هغې مئين شو او هغۀ د هغې سره خوږې خبرې وکړې. ۴ نو شِکم خپل پلار همور ته ووئيل، ”دا جينۍ ما ته وادۀ کړه.“ ۵ يعقوب خبر شو چې د هغۀ د لور بې‌عزتى شوې ده، خو د هغۀ زامن د خپلو څاروو سره په پټو کښې وُو نو ځکه هغۀ د هغوئ د راتلو نه مخکښې څۀ ونۀ وئيل. ۶ د شِکم پلار همور ووتلو چې د يعقوب سره د دې مسئلې په حقله خبرې وکړى، ۷ نو د يعقوب زامن د پټو نه واپس راروان وُو او کله چې هغوئ خبر شول چې شِکم د يعقوب د لور بې‌عزتى کړې ده نو هغوئ خفه او سخت غصه شول ځکه چې دا غلط کار د بنى اِسرائيلو د برداشت نه بهر وو. ۸ همور هغۀ ته ووئيل، ”زما زوئ شِکم ستا په لور مئين شوے دے، زۀ تا ته سوال کوم چې هغه پرېږده چې وادۀ يې کړى. ۹ زمونږ سره خپلوالۍ وکړئ، خپلې لوڼه مونږ له راکړئ او زمونږ لوڼه تاسو وکړئ. ۱۰ نو تاسو دلته زمونږ سره په دې مُلک کښې اوسېدے شئ، چې تاسو چرته اوسېدل غواړئ دا مُلک ستاسو په وړاندې دے، په آزادۍ سره کاروبار کوئ او خپل جائيدادونه جوړ کړئ.“ ۱۱ بيا شِکم د دينه پلار او وروڼو ته ووئيل، ”کۀ تاسو زما سره دا ښېګړه کول غواړئ، نو چې تاسو څۀ هم غواړئ زۀ به يې درکړم. ۱۲ ما ته ووايئ، چې تاسو څومره مهر هم غواړئ زۀ به يې درکړم، خو تاسو اجازت راکړئ چې دا جينۍ زۀ وادۀ کړم.“ ۱۳ شِکم د هغوئ د خور دينه بې‌عزتى کړې وه، نو ځکه د يعقوب زامنو شِکم او د هغۀ پلار همور ته په چل سره جواب ورکړو. ۱۴ دوئ ورته ووئيل، ”مونږ خپله خور داسې سړى ته نۀ شُو ورکولے چې هغه سنت نۀ وى، دا به زمونږ دپاره د شرم خبره وى. ۱۵ مونږ به دا صِرف په يو شرط درکړُو چې تاسو زمونږ په شان شئ او تاسو ټول نران سنت کړئ. ۱۶ بيا به مونږ تاسو له خپلې لوڼه درکړُو او ستاسو لوڼه به خپلو ځانونو له وکړُو. مونږ به ستاسو سره اوسيږو او يو قوم به شُو. ۱۷ کۀ تاسو ته زمونږ شرطونه منظور نۀ وى او سنت نۀ شئ، نو مونږ به خپله خور بوځُو او لاړ به شُو.“ ۱۸ د همور او د هغۀ د زوئ شِکم دا خبرې خوښې شوې، ۱۹ او هغه ځوان په دې کار کولو کښې سستى ونۀ کړه، ځکه چې هغه د يعقوب په لور مئين وو. هغه د پلار په خاندان کښې د ټولو نه عزتمند سړے وو. ۲۰ همور او د هغۀ زوئ شِکم د ښار د دروازې سره نزدې د جرګې ځائ ته لاړل، او د ښار خلقو سره يې خبره وکړه چې، ۲۱ ”دا د خېر خلق دى، دوئ دې زمونږ سره په دې مُلک کښې اوسيږى او کاروبار دې کوى. دا مُلک د دوئ دپاره هم ښۀ لوئ دے. مونږ به د دوئ لوڼه وکړُو او خپلې لوڼه به دوئ له ورکړُو. ۲۲ خو دا خلق به صِرف په يو شرط زمونږ سره اوسيږى او يو قوم به شُو چې مونږ خپل ټول نران سنت کړُو، لکه چې دوئ هم سنت شوى دى. ۲۳ د دوئ ټول څاروى او د نور هر څۀ دې زمونږ نۀ شى څۀ؟ راځئ چې جوړه ورسره وکړُو نو دوئ به زمونږ سره اوسيږى.“ ۲۴ د ښار ټول خلق د همور او شِکم په خبره باندې راضى شول او ټول نران سنت شول. ۲۵ په درېمه ورځ چې د سنت کېدو په وجه ټول سړى خوږېدل، د يعقوب دوو زامنو، د دينه سکه وروڼو، شمعون او ليوى، خپلې تُورې راواخستلې، ښار ته دننه په آسانۍ سره راغلل او ټول سړى يې ووژل. ۲۶ دوئ همور او د هغۀ زوئ شِکم په تُوره ووژل. بيا دوئ دينه د شِکم د کور نه بوتله او لاړل. ۲۷ د دې قتلِ عام نه پس د يعقوب نورو زامنو ښار لوټ کړو چې د خپلې خور د بې‌عزتۍ بدل واخلى. ۲۸ دوئ رَمې څاروى، خرۀ او په ښار او پټو کښې چې څۀ هم وُو هغه يې يوړل. ۲۹ دوئ مال دولت يوړو، ټولې ښځې او ماشومان يې ونيول او د کورونو نه يې هر څۀ لوټ کړل. ۳۰ يعقوب، شمعون او ليوى ته ووئيل، ”تاسو زۀ په تکليف کښې اچولے يم، اوس به کنعانيان، فرزيان او د دې مُلک هر يو کس زما نه نفرت کوى. زما سره دومره سړى نشته، کۀ دوئ ټول زما خِلاف يو ځائ شى او په ما حمله وکړى نو زمونږ مکمل خاندان به تباه شى.“ ۳۱ خو هغوئ ووئيل، ”مونږ دا نۀ شُو زغملے چې زمونږ خور سره دې د کنجرې په شان سلوک وشى.“