0:00 / 0:00

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

شپږ دېرشم باب

د حضرت عِيسو اولاد

۱ دا د عِيسو اولاد دے، چې د ادوم په نوم هم يادېدو. ۲ عِيسو دا کنعانۍ جينکۍ وادۀ کړې، د حِتى ايلون لور عده، د صبعون حِوى د عنه د زوئ لور، اُهليبامه، ۳ او د اِسمٰعيل لور د نبايوت خور، باسمت. ۴ د عده نه اليفز پېدا شو، د باسمت نه رعواېل پېدا شو، ۵ او اُهليبامه نه يعوس، يعلام او قورح پېدا شول، د عِيسو دا ټول زامن د کنعان په مُلک کښې پېدا شوى وُو. ۶ بيا عِيسو د خپلو ښځو، خپلو زامنو، لوڼو او د خپل کور ټولو خلقو سره او خپلو ټولو څاروو او د هغه هر څۀ سره چې هغۀ په کنعان کښې ګټلى وُو، روان شو او د خپل ورور يعقوب نه بل مُلک ته لاړو. ۷ هغه ځکه لاړو چې په کوم ځائ کښې هغه او يعقوب اوسېدل هلته يې ګزاره نۀ کېدله، د هغوئ څاروى ډېر زيات وُو او نور دوئ په يو ځائ اوسېدلے نۀ شول. ۸ نو عِيسو د غرونو مُلک ادوم کښې اوسېدو. ۹ دا د ادوميانو د پلار نيکۀ، د عِيسو اولاد دے. ۱۰‏-۱۳ د عِيسو د ښځې عده نه يو زوئ، اليفز پېدا شو. او د اليفز اولاد دا وو، تيمان، اومر، صفو، جعتام او قنز. او د وينځې، تمنع نه د هغۀ يو بل زوئ عماليق وو. د عِيسو د ښځې باسمت نه د هغۀ يو زوئ رعواېل پېدا شو او د رعواېل دا څلور زامن وُو، نحت، زارح، سمه او مِزه. ۱۴ د عنه لور د صبعون نمسۍ چې د عِيسو ښځه وه د هغې نوم اُهليبامه وو، د هغې د عِيسو نه دا درې زامن پېدا شول، يعوس، يعلام او قورح. ۱۵ دا د عِيسو اولاد نه جوړې شوې قبيلې دى. د عِيسو مشر زوئ اليفز د دې قبيلو پلار نيکۀ وو، تيمان، اومر، صفو، قنز، ۱۶ قورح، جعتام او عماليق. دا ټول د عِيسو د ښځې عده اولاد دے. ۱۷ د عِيسو زوئ رعواېل د دې قبيلو پلار نيکۀ وو، نحت، زارح، سمه او مِزه. دا ټول د عِيسو د ښځې باسمت اولاد وو. ۱۸ دا قبيلې د عِيسو د ښځې اُهليبامه اولاد دے چې هغه د عنه لور وه، يعوس، يعلام او قورح. ۱۹ دا ټولې قبيلې د عِيسو په اولاد کښې راځى.

د سعير اولاد

۲۰‏-۲۱ د ادوم د مُلک اصلى اوسېدونکى په قبيلو کښې تقسيم وُو چې د دوئ نسب‌نامه د حورى، سعير دې اولاد ته ځى، لوطان، سوبل، صبعون، عنه، ديسون، ايصر او ديسان. ۲۲ لوطان د حورى او هيمام قومونو پلار نيکۀ وو. د لوطان د خور تمنع نوم وو. ۲۳ سوبل د علوان، مانحت، عيبال، سفو او د اونام قومونو پلار نيکۀ وو. ۲۴ د صبعون دوه زامن آيه او عنه وُو. دا هغه عنه دے چې کله هغۀ د خپل پلار خرۀ څرول نو په صحرا کښې يې ګرمې چينې وموندلې. ۲۵‏-۲۶ عنه د ديسون پلار وو، هغه د حمدان، اشبان، يتران او کِران قومونو پلار نيکۀ وو. د عنه يوه لور وه چې د هغې نوم هم اُهليبامه وو. ۲۷ ايصر د بِلهان، زعوان او عقان قومونو پلار نيکۀ وو. ۲۸ ديسان د عُوض او اران قومونو پلار نيکۀ وو. ۲۹‏-۳۰ دا د ادوم په مُلک کښې حورى قبيلې دى، لوطان، سوبل، صبعون، عنه، ديسون، ايصر او ديسان.

د ادوم بادشاهان

۳۱‏-۳۹ د دې نه مخکښې په بنى اِسرائيلو هيچا هم بادشاهى نۀ وه کړې او دې بادشاهانو د ادوم په مُلک بادشاهى وکړه، د دِنهابا نه د بعور زوئ بالع، د بُصره نه د زارح زوئ يوباب، د تيمان د علاقې نه حشيم او د عويت نه د بدد زوئ هدد، هدد د موآب په مُلک کښې په يو جنګ کښې ميديانو ته شکست ورکړے وو، د مسرقه نه شمله، د سيند د غاړې رحوبوت نه ساؤل، د عکبور زوئ بعل حنان، د پاوُ نه حدد، د هغۀ ښځه مهيطب‌اېل، د مطرِد لور او ميضاهاب نمسۍ وه. ۴۰‏-۴۳ عِيسو د دې ادومى قبيلو پلار نيکۀ وو، تمنع، علوه، يتيت، اُهليبامه، ايله، فينون، قنز، تيمان، مِبصار، مجدِاېل او عِرام. يوه علاقه به د هم هغه قبيلې په نوم مشهوره وه چې چرته به هغه قبيله اوسېده.