Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د پیدایښت کتاب
شپږڅلوېښتم فصل
یعقوب د خپلې کورنۍ سره مصر ته ځي
۱ یعقوب چې هر څه درلودل هغه یې واخیستل او بیرشبع ته لاړ او هلته یې د خپل پلار اسحاق خدای ته قربانۍ وړاندې کړې. ۲ خدای د یعقوب سره د شپې په رویا کې خبرې وکړې او ورته ویې ویل: «ای یعقوبه، ای یعقوبه!» هغه ځواب ورکړ: «زه حاضر یم.» ۳ هغه وویل: «زه خدای یم، ستا د پلار خدای. مصر ته د تللو څخه مه وېرېږه، ځکه چې هلته به ستا څخه یو لوی قوم جوړ کړم. ۴ زه به ستا سره مصر ته لاړ شم او په یقین سره به ستا اولاده بېرته دې وطن ته راولم. کله چې ته مړ شې، نو یوسف به پخپله ستا سترګې پټې کړي.»
۵ نو یعقوب د بیرشبع څخه روان شو. د هغه زامنو خپل پلار یعقوب، خپل اولادونه او خپلې ښځې واخیستلې او په هغو ګاډیو کې یې سپرې کړلې چې فرعون د هغوی د راوستلو دپاره لېږلې وې. ۶ همدارنګه هغوی خپل حیوانات او شتمني چې په کنعان کې یې ګټلي وو، واخیستل او یعقوب او د هغه ټوله اولاده مصر ته لاړل. ۷ نو هغه د ځان سره خپل زامن، لمسیان، خپلې لورګانې، لمسیانې او خپله ټوله اولاده مصر ته بوتلل.
۸ د یعقوب د کورنۍ غړي چې د هغه سره مصر ته راغلل دا دي: د یعقوب مشر زوی روبین. ۹ د روبین زامن: حنوک، فلو، حزرون او کرمي. ۱۰ شمعون او د هغه زامن: یموییل، یامین، اوحد، یاکین، صوحر او شاوول د کنعانۍ ښځې زوی. ۱۱ لاوي او د هغه زامن: جرشون، قهات او مراري. ۱۲ یهودا او د هغه زامن: عیر، اونان، شیله، فارص او زارح. خو عیر او اونان په کنعان کې مړه شوي وو. د فارص زامن حصرون او حامول وو. ۱۳ یساکار او د هغه زامن: تولاع، فوه، یوب او شمرون. ۱۴ زبولون او د هغه زامن: سارد، ایلون او یاحلییل. ۱۵ دا د لیه زامن وو چې په شمالي بینالنهرین کې یې یعقوب ته وزېږول چې په هغو کې د هغې لور دینه هم شامله وه. د لیه د اولادې ټول شمېر دري دېرش تنه وو.
۱۶ جاد او د هغه زامن: صفیون، حجي، شوني، اصبون، عیري، ارودي او ارییلي. ۱۷ اشیر او د هغه زامن: یمنه، یشوه، یشوي، بریعه او د هغوی خور سارح وه. او د بریعه زامن حابر او ملکییل وو. ۱۸ دغه شپاړس تنه د یعقوب اولاده وه چې د زلفې څخه پیدا شوي وو او زلفه هغه وینځه وه چې لابان خپلې لور لیه ته ورکړې وه.
۱۹ د یعقوب د ښځې راحیل زامن: یوسف او بنیامین. ۲۰ په مصر کې د اون د کاهن لور اسنات یوسف ته منسي او افرایم وزېږول. ۲۱ بنیامین او د هغه زامن: بالع، باکر، اشبیل، جیرا، نعمان، ایحي، رش، مفیم، حفیم او آرد. ۲۲ دغه څوارلس تنه د یعقوب اولاده وه چې د راحیل څخه پیدا شوي وو.
۲۳ دان او د هغه زوی حوشیم. ۲۴ نفتالي او د هغه زامن: یحصییل، جوني، یصر او شلیم. ۲۵ دغه اووه تنه د یعقوب اولاده وه چې د بلهې څخه پیدا شوي وو او بلهه هغه وینځه وه چې لابان خپلې لور راحیل ته ورکړې وه.
۲۶ د هغو کسانو شمېر چې په خپله د یعقوب د نسل څخه وو او د هغه سره مصر ته تللي وو، ټول شپږشپېته تنه وو چې په هغو کې د یعقوب د زامنو ښځې شاملې نه وې. ۲۷ د یوسف زامن چې په مصر کې پیدا شول دوه تنه وو. نو د یعقوب د کورنۍ غړي چې مصر ته تللي وو ټول اویا تنه وو.
یعقوب او د هغه کورنۍ په مصر کې
۲۸ یعقوب یهودا د ځان څخه مخکې یوسف ته ولېږه چې د جوشن لاره ورته وروښایي. کله چې هغوی د جوشن سیمې ته ورسېدل، ۲۹ یوسف خپله جنګي ګاډۍ تیاره کړه او جوشن ته د خپل پلار د لیدلو دپاره روان شو او څنګه چې یې هغه ولیده، په غېږ کې یې ونیوه او ډېر یې وژړل. ۳۰ یعقوب یوسف ته وویل: «اوس زه مرګ ته تیار یم، ځکه چې ته مې ولیدلې او پوه شوم چې تراوسه پورې ژوندی یې.»
۳۱ نو بیا یوسف خپلو ورونو او د خپل پلار کورنۍ ته وویل: «زه ځم او د فرعون سره خبرې کوم او ورته به ووایم چې زما ورونه او زما د پلار ټوله کورنۍ چې په کنعان کې اوسېدل، ما ته راغلي دي. ۳۲ دا خلک شپانه دي او حیوانات ساتي او خپلې رمې، پادې او هر څه چې یې درلودل د ځان سره یې راوړي دي. ۳۳ کله چې فرعون تاسو راوغواړي او پوښتنه درڅخه وکړي چې تاسو څه کسب کوئ، ۳۴ نو تاسو باید ځواب ورکړئ چې مونږ د هلکتوب څخه د خپلو نیکونو په شان تراوسه پورې حیوانات ساتو. نو بیا به تاسو ته اجازه درکړي چې د جوشن په سیمه کې واوسېږئ.» یوسف دا خبره په دې خاطر وکړه چې مصریان د شپنو څخه کرکه کوي.