Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ نو یوسف لاړ او فرعون ته یې وویل: «زما پلار او زما ورونه د خپلو رمو، پادو او خپلو ټولو شیانو سره چې درلودل یې د کنعان څخه راغلي دي او اوس د جوشن په سیمه کې دي.» ۲ هغه د خپلو ورونو څخه پنځه تنه غوره کړل او فرعون ته یې وروپېژندل. ۳ فرعون د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «تاسو څه کار کوئ؟» هغوی ځواب ورکړ: «مونږ د خپلو نیکونو په شان شپانه یو. ۴ مونږ راغلي یو چې د یو څه مودې دپاره په دې وطن کې واوسېږو، ځکه چې د کنعان په خاوره کې ډېره سخته قحطي ده او هلته زمونږ د رمو دپاره څړځای نشته. نو اوس مونږ ته اجازه راکړئ چې د جوشن په سیمه کې واوسېږو.» ۵ فرعون یوسف ته وویل: «اوس چې ستا پلار او ورونه تاته راغلي دي، ۶ د مصر ځمکه ستا په واک کې ده. پرېږده چې هغوی د جوشن په سیمه کې چې د دې هېواد تر ټولو ښه ځمکه ده، واوسیږي. همدارنګه زه غواړم چې ستاسو ډېر ښه شپانه دې زما پسونه او وزې وساتي.»
۷ بیا یوسف خپل پلار یعقوب راوست او فرعون ته یې وروپېژانده. یعقوب فرعون ته برکت ورکړ. ۸ فرعون د یعقوب څخه پوښتنه وکړه: «ستا عمر څومره دی؟»
۹ یعقوب ځواب ورکړ: «زما د عمر یوسلو دېرش کاله شوي دي او د یو ځای څخه مې بل ځای ته کډه کړې ده. زما پلرونو او نیکونو هم د یو ځای څخه بل ځای ته کډه کړې ده. خو هغوی اوږد عمر درلود او د هغوی ژوند زما د ژوند په شان سخت نه ؤ.» ۱۰ یعقوب یوځل بیا فرعون ته برکت ورکړ او د هغه د حضور څخه لاړ. ۱۱ نو یوسف د فرعون د امر سره سم خپل پلار او ورونو ته په مصر کې ډېر ښه ځای چې د رعمسیس ښار ته نژدې ؤ، ورکړ. ۱۲ یوسف خپل پلار، خپلو ورونو او د خپل پلار ټولې کورنۍ ته د هغوی د اولادونو د شمېر سره سم خواړه برابرول.
۱۳ قحطي دومره سخته شوه چې په ټوله سیمه کې ډوډۍ نه وه او د کنعان او مصر خلک د لوږې له لاسه کمزوري شول. ۱۴ د مصر او کنعان د خلکو سره چې څومره پیسې وې هغه ټولې یې د غلو د اخیستلو په بدل کې یوسف ته ورکړې او یوسف هغه پیسې واخیستلې او د فرعون په خزانه کې یې کېښودلې. ۱۵ کله چې د مصر او د کنعان د خلکو پیسې خلاصې شوې، نو ټول مصریان یوسف ته راغلل او ویې ویل: «زمونږ ټولې پیسې خلاصې شوې، مونږ ته غلې دانې راکړئ. دې ته مو مه پرېږدئ چې تاسو راته ګورئ او مونږ مړه کېږو.»
۱۶ یوسف ځواب ورکړ: «که چېرې ستاسو پیسې خلاصې شوې وي، نو خپل حیوانات راولئ. زه به ستاسو د حیواناتو په بدل کې په تاسو باندې غلې دانې خرڅې کړم.» ۱۷ نو هغوی یوسف ته خپل حیوانات راوستل او یوسف د هغوی د اسونو، پسونو، وزو، غویانو او خرو په بدل کې ورته غله ورکړه او په هغه کال یې هغوی ته د دوی د ټولو حیواناتو په بدل کې غله ورسوله.
۱۸ کله چې هغه کال تېر شو، د قحطۍ په بل کال هغوی یوسف ته راغلل او ویې ویل: «باداره، ستاسو څخه دا حقیقت نه شو پټولی چې زمونږ ټولې پیسې خلاصې شوې دي او زمونږ حیوانات هم ستاسو شول. زمونږ سره د خپل ځان او ځمکې څخه پرته نور څه نه دي پاتې چې تاسو ته یې درکړو. ۱۹ مونږ دې ته مه پرېږدئ چې مړه شو! مه پرېږدئ چې زمونږ ځمکه شاړه شي. مونږ او زمونږ ځمکه د غلو دانو په بدل کې واخلئ. مونږ به د فرعون غلامان شو او هغه به زمونږ د ځمکې خاوند شي. مونږ ته غله راکړئ چې ژوندي پاتې شو او تخم راکړئ چې خپلې ځمکې وکرو.»
۲۰ نو یوسف د مصر ټوله ځمکه فرعون ته واخیستله. مصریانو هر یو خپله ځمکه خرڅه کړه، ځکه چې سخته قحطي شوه او ټوله ځمکه د فرعون شوه. ۲۱ یوسف د مصر د یو سر څخه تر بل سر پورې خلک غلامان کړل. ۲۲ یوازېنۍ ځمکه چې یوسف په بیه نه وه اخیستې، هغه د کاهنانو ځمکه وه، ځکه چې کاهنانو ته به د فرعون له خوا یو څه ورکول کېدل چې خپل ژوند ورباندې وکړي. په دې سبب هغوی خپله ځمکه خرڅه نه کړه. ۲۳ یوسف خلکو ته وویل: «اوس چې ما ستاسو ځمکې او تاسو د فرعون دپاره اخیستي یئ، دا دی تخم ستاسو دپاره چې په خپلو ځمکو کې یې وکرئ. ۲۴ خو کله چې د حاصل وخت راشي، نو تاسو به د هغې څخه پنځمه برخه فرعون ته ورکړئ او پاتې څلور برخې د ځمکو د تخم او خپل ځان، خپلو کورنیو او خپلو ماشومانو ته د خوراک دپاره وساتئ.» ۲۵ هغوی وویل: «باداره، تاسو زمونږ سره نېکي وکړه او زمونږ ژوند مو وژغوره. نو مونږ به د فرعون غلامان یو.» ۲۶ نو یوسف د مصر په خاوره کې دا قانون وټاکه چې د محصولاتو پنځمه برخه به د فرعون وي. دغه قانون تر نن ورځې پورې په خپل قوت پاتې دی. یوازې د کاهنانو ځمکه د فرعون جایداد نه شو.
۲۷ نو اسراییلیان په مصر کې د جوشن په سیمه کې اوسېدل. په هغه ځای کې دوی شتمني لاسته راوړله او د ډېرو اولادونو خاوندان شول. ۲۸ یعقوب په مصر کې اوولس کاله ژوند وکړ او په یوسلو اووه څلوېښت کلنۍ کې مړ شو. ۲۹ کله چې د یعقوب د مرګ وخت رانژدې شو، هغه خپل زوی یوسف راوغوښت او هغه ته یې وویل: «که چېرې زه درباندې په رښتیا ګران یم، نو خپل لاس دې زما د ورون لاندې کېږده او زما سره قسم وخوره چې ما به په مصر کې نه ښخوې. ۳۰ زه غواړم په هغه ځای کې ښخ کړای شم چې زما نیکونه په کې ښخ دي. ما د مصر څخه یوسه او په کوم ځای کې چې هغوی ښخ شوي دي هلته مې ښخ کړه.» یوسف ځواب ورکړ: «څنګه چې ته وایې همداسې به وکړم.»
۳۱ یعقوب وویل: «ماته قسم وخوره چې ته به دا کار کوې.» یوسف قسم وخوړ او یعقوب په خپل کټ باندې سر ټیټ کړ او شکر یې ادا کړ.