د پیدایښت کتاب

اته څلوېښتم فصل

یعقوب افرایم او منسي ته برکت ورکوي

۱ څه موده وروسته یوسف ته خبر ورسېده چې پلار یې ناروغ دی. نو هغه خپل دواړه زامن منسي او افرایم د ځان سره واخیستل او د خپل پلار لیدلو ته ورغی. ۲ کله چې یعقوب خبر شو چې د هغه زوی یوسف د هغه د لیدلو دپاره راغلی دی، نو هغه د خپل ټول قوت څخه کار واخیست، ترڅو په خپل کټ باندې کښېناست. ۳ یعقوب یوسف ته وویل: «مطلق قادر خدای ماته د کنعان په وطن کې په لوز کې راښکاره شو او برکت یې راته راکړ. ۴ ماته یې وویل: ‹تاته به زیات اولادونه درکړم. ستا د نسل څخه به زیات قومونه جوړ کړم او دغه ځمکه به ستا څخه وروسته ستا اولادې ته د هغوی د تلپاتې ملکیت په توګه ورکړم.›

۵ نو اوس ستا دوه زامن چې زما د راتللو څخه مخکې په مصر کې زېږېدلي وو، هغوی زما دي. افرایم او منسي د روبین او شمعون په شان زما زامن دي. ۶ له دوی څخه وروسته چې ستا کوم اولادونه پیدا کیږي هغه به ستا وي او د هغوی میراث به د افرایم او منسي څخه وي. ۷ کله چې زه د بین‌النهرین څخه راتللم، نو په خواشینۍ سره راحیل د کنعان په خاوره کې افراتې ته نژدې په لاره کې مړه شوه. نو هغه مې د افراتې د لارې تر‌څنګه ښخه کړه.» (هغه ځای اوس د بیت‌لحم په نوم یادیږي.)

۸ کله چې یعقوب د یوسف زامن ولیدل، هغه پوښتنه وکړه: «دا څوک دي؟» ۹ یوسف خپل پلار ته وویل: «دا زما زامن دي چې خدای ماته دلته په مصر کې راکړي دي.» بیا یعقوب وویل: «هغوی ماته راوله چې زه ورته برکت ورکړم.» ۱۰ د یعقوب سترګې د زوړوالي له امله دومره کمزورې شوې وې چې څه شی ورته سم نه ښکاره کېده. نو یوسف خپل زامن هغه ته ورنژدې کړل او د هغه پلار هغوی ښکل کړل او په خپل غېږ کې یې ونیول. ۱۱ یعقوب یوسف ته وویل: «ما هېڅکله دا هیله نه درلودله چې ستا مخ به بیا ووینم او اوس خدای زه دې ته پرېښودم چې ستا اولادونه هم ووینم.» ۱۲ بیا یوسف هغوی د خپل پلار د زنګنونو څخه لېرې کړل او د درناوي په خاطر یې هغه ته خپل سر ټیټ کړ.

۱۳ یوسف افرایم د یعقوب چپ لاس ته او منسي یې د هغه ښي لاس ته نژدې راوستل. ۱۴ خو یعقوب خپل ښي لاس اوږد کړ او هغه یې د افرایم په سر باندې کېښود، که څه هم هغه کشر ؤ او خپل چپ لاس یې د منسي په سر باندې چې مشر ؤ، کېښود. ۱۵ بیا هغه یوسف ته برکت ورکړ او ویې ویل: «هغه خدای چې زما پلرونو ابراهیم او اسحاق یې خدمت کړی دی، هغه دې دغو هلکانو ته برکت ورکړي! هغه خدای چې تر دې ورځې پورې یې زما لارښوونه کړې، هغوی ته دې برکت ورکړي! ۱۶ هغه فرښته دې هغوی ته برکت ورکړي چې زه یې د ټولو بدیو څخه ژغورلی یم! زما او زما د نیکونو ابراهیم او اسحاق نومونه دې د دوی په وسیله ژوندي وساتل شي او هغوی دې ډېره اولاده ولري.»

۱۷ کله چې یوسف ولیدل چې پلار یې خپل ښي لاس د افرایم په سر باندې کېښود هغه خفه شو. نو د خپل پلار لاس یې ونیوه چې د افرایم له سر څخه یې د منسي سرته راواړوي. ۱۸ یوسف هغه ته وویل: «نه پلاره، دغه مشر دی. خپل ښي لاس دې د هغه په سر باندې کېږده.» ۱۹ د هغه پلار انکار وکړ او ویې ویل: «ای زویه، زه پوهېږم! زه پوهېږم چې د منسي څخه به هم یو لوی قوم جوړ شي. خو د هغه کشر ورور به د هغه څخه لوی سړی شي، ځکه چې د هغه د اولادې څخه به لوی قومونه پیدا شي.»

۲۰ په هغه ورځ یعقوب هغوی ته برکت ورکړ او ویې ویل: «د اسراییلو قوم به یو بل ته ستاسو په نوم برکت غواړي او داسې به وایي چې خدای دې تا د افرایم او منسي په شان کړي.» په دې ډول یعقوب افرایم ته په منسي باندې د لومړي‌توب حق ورکړ.

۲۱ بیا یعقوب یوسف ته وویل: «ګوره، زه مرګ ته نژدې یم، خو خدای به تاسو سره مل وي او تاسو به بېرته د خپلو نیکونو وطن ته بوځي. ۲۲ د شکیم هغه حاصلخېزه سیمه چې ما د اموریانو څخه د خپلې تورې او لیندې په زور نیولې ده، ستا ورونو ته نه، بلکې تاته درکوم.»