د پیدایښت کتاب

نهه څلوېښتم فصل

د یعقوب اخرنۍ خبرې

۱ یعقوب خپل زامن راوغوښتل او ورته ویې ویل: «راټول شئ، ترڅو تاسو له هغه څه څخه خبر کړم چې په راتلونکې کې به په تاسو باندې پېښ شي.

۲ د یعقوب زامنو سره راټول شئ واورئ

غوږ مو ونیسئ خپل پلار اسراییل ته

۳ ای روبینه! زما مشر زویه

زما قوت یې ته زما د نارینتوب یې لومړنۍ نښه

یې په عزت کې بهتر او په قدرت کې بهتر

۴ یې بې‌کنتروله د سېلاب په شان

نور به د ټولو نه بهتر نه یې

په دې خاطر چې زما وینځې سره څملاستلې

او تا کړ ناپاکه د خپل پلار کټ

۵ دي شمعون او لاوي دواړه سره ورونه

خپلو وسلو نه هغوی کار اخلي چې ظلم وکړي

۶ شریک به نه شمه د دوی پټو خبرو کې

نه به د دوی په مجلسونو کې زه برخه واخلم

په دې خاطر چې په خپل قهر کې یې خلک ووژل

او په ملنډو یې غویان ګوډ کړل

۷ لعنت دې وي د دوی په قهر باندې

ځکه چې ډېر سخت ؤ

او په غضب د هغوی چې ډېر ؤ بې‌رحمه

د دوی نسل به په ټولو اسراییلو کې زه خپور کړم

او زه به یې خپاره کړم د خپل قوم په منځ کې

۸ ستا ستاینه به کوي ستا ورونه ای یهودا

خپل دښمنان به له ورمېږه نیسې

خپل سرونه به کړي ټیټ تاته ستا ورونه

۹ ای یهودا! ته د زمري بچی یې

چې خپل ښکار ووژني او شي راستون

خپل غار ته هغه

د زمري په شان ټیټیږي او څملي

هېڅوک نه شي کړای جرات هغه نا‌ارام کړي

۱۰ یهودا سره به وي شاهي امسا

تل به یې حکومت کړي اولاده

ټول قومونه به راوړي هغه ته باج

د ده په مخکې ټیټوي به هغوی د اطاعت سرونه

۱۱ د انګور تاک پورې تړي به خپل خر

په ډېر ښه شاخ پورې به کوټی تړي

هغه کالي خپل په شرابو وینځي

هغو شرابو کې چپنه وینځي چې دي د وینو په شان

۱۲ له شرابو څخه سرې دي د ده سترګې

له شیدو څخه دي سپین د ده غاښونه

۱۳ زبولون به د دریاب په غاړه اوسي

وي به بندر د کشتۍ‌ګانو

تر صیدونه به یې سیمه ورسیږي

۱۴ یساکار دی په مثال د قوي خر

چې پرېوځي دی د دوه خورجینو منځ کې

۱۵ دی چې وګوري چې ځای د اوسېدو یې ښه دی

او ده خوشحالوونکې هغه خاوره

دی به بار ته خپله ملا کاندي راټیټه

د غلام په شان به کار ته شي مجبوره

۱۶ دان به کاندي په خپل قوم حکومت

وي به د اسراییلو د نورو قبیلو په شان هغوی

۱۷ دان به وي د سرک د غاړې مار

دی به په لاره کې وي منګری مار

هغه به پوندې د اسونو چیچي

ترڅو ولویږي سپور کس یې له شا

۱۸ ستا د خلاصون په انتظار

یمه زه ای څښتنه

۱۹ په جاد به وشي یرغل د یرغلګرو له خوا

دی به له شا نه په هغوی باندې یرغل وکړي

۲۰ د اشیر ځمکه به وي ښه حاصلخېزه

ښه خوندور شاهي خواړه به یې تیار کړي

له حاصله څخه

۲۱ نفتالي هغه هوسۍ ده چې وهي ازادې منډې

زېږوي ښکلي بچي

۲۲ دی یوسف یو حاصلخېزه تاک

یو مېوه‌داره ونه چې وي چینې په غاړه

چې یې څانګې وي ختلې په دېوال باندې

۲۳ کوي ده باندې سخته حمله خپل دښمنان

د خپلو غشو او لیندو سره په ده پسې شول

۲۴ خو لینده د هغه پاتې شوه ثابته

او شوې قوي د هغه مټې

د یعقوب د قادر خدای په قدرت

په وسیله د هغه شپونکي

چې ساتندوی دی د اسراییلو

۲۵ دا دی خدای د ستا د پلار چې کړي کومک درسره

مطلق قادر خدای دی چې برکت درکوي

برکتونه د باران درکوي پاس له اسمانه څخه

او د چینو له اوبو چې دي د ځمکې لاندې

برکتونه به د ډېرو اولادونو او پادو درکړي

۲۶ ستا پلار چې کوم برکتونه دي موندلي

خپلو نیکونو څخه

هغه ډېر لوی دي او لوی دي له هغو

کوم چې راځي له ابدي غرونو

برکتونه دې دا ټول وي د یوسف په سر

د هغه چا په تندي چې شاهزاده دی

د خپلو ورونو منځ کې

۲۷ بنیامین دی په مثال د داړونکي لېوه

په سهار کې دی خوري ښکار خپل

په ماښام کې هغه وېشي غنیمت خپل»

۲۸ دا ټولې د اسراییلو دولس قبیلې دي او دا هغه څه وو چې د هغوی پلار دوی ته د برکت ورکولو په وخت کې وویل او هر یو ته یې هغه برکت ورکړ چې ورسره مناسب ؤ.

د یعقوب مړ کېدل

۲۹ بیا یعقوب هغوی ته دغه وصیت وکړ: «زه به زر مړ شم او د خپلو نیکونو سره به یوځای شم. ما د خپلو نیکونو سره په هغې سمڅې کې ښخ کړئ چې د حیتي عفرون په پټي کې ده. ۳۰ دا هغه سمڅه ده چې د مکفیلې په پټي کې ممري ته مخامخ د کنعان په خاوره کې پرته ده او ابراهیم هغه د پټي سره د عفرون څخه د هدیرې دپاره اخیستې وه. ۳۱ دا هغه ځای دی چې ابراهیم او د هغه ښځه ساره او اسحاق او د هغه ښځه ربکا په کې ښخ شوي وو او هلته مې لیه هم ښخه کړه. ۳۲ هغه پټی او سمڅه د حیتیانو څخه اخیستل شوي وو.» ۳۳ کله چې یعقوب خپلو زامنو ته دا وصیت وکړ، هغه بېرته څملاست او مړ شو او د خپلو نیکونو سره یوځای شو.