0:00 / 0:00
Next chapter

د پیدایښت کتاب

پنځوسم فصل

۱ حضرت یوسف په خپل پلار باندې ورپرېوت او په هغه باندې یې وژړل او ښکل یې کړ. ۲ بیا حضرت یوسف خپلو خاصو طبیبانو ته چې د هغه خدمت یې کاوه حکم وکړ چې د هغه پلار حضرت یعقوب مومیایي کړي. نو طبیبانو هغه مومیایي کړ. ۳ په دې کار باندې پوره څلوېښت ورځې ولګېدلې او د مصر خلک اویا ورځې په هغه باندې غمجن وو.

۴ کله چې د هغه د غم ورځې تېرې شوې نو حضرت یوسف د فرعون درباریانو ته وفرمایل: <که په ما مهرباني کوئ نو زما په خاطر د فرعون سره خبرې وکړئ او هغه ته ووایئ: ۵ زما پلار ماته قسم راکړی دی او ویې ویل: زه مړ کېږم. ما د کنعان په خاوره کې په هغه قبر کې چې پخوا جوړ شوی ؤ ښخ کړه. اوس ماته اجازه راکړئ چې لاړ شم او پلار مې ښخ کړم. بیا به بېرته راشم.>

۶ فرعون ځواب ورکړ: <لاړ شه او لکه څنګه چې پلار دې درته قسم درکړی دی هغه ښخ کړه.>

۷ نو حضرت یوسف روان شو چې خپل پلار ښخ کړي. د فرعون ټول درباریان، د دربار لوړ رتبه خلک او د مصر ټول مشران د حضرت یوسف سره لاړل. ۸ د دوی سره د حضرت یوسف د کورنۍ ټول غړي، د هغه ورونه او د هغه د پلار کورنۍ هم لاړل. یوازې د هغوی اولادونه، رمې او پادې په جوشن کې پاتې شول. ۹ جنګي ګاډۍ ګانې او اس سواران هم د هغوی سره لاړل او دا یوه لویه قافله وه.

۱۰ کله چې دوی د اطاد درمند ځای ته چې د اردن د سیند په لمرخاته کې دی ورسېدل نو ډېر سخت او په لوړ اواز وژړل او حضرت یوسف په هغه ځای کې د خپل پلار دپاره اووه ورځې د مړینې مراسم ونیول. ۱۱ کله چې د هغه ځای اوسېدونکو کنعانیانو دا ولیدل نو هغوی وویل: <مصریان ډېر سخت غم او ژړا کوي.> نو ځکه هغه ځای چې د اردن د سیند په لمرخاته کې دی د آبل مصرایم په نوم یاد کړای شو.

۱۲ نو څنګه چې حضرت یعقوب وصیت کړی ؤ زامنو یې هماغسې وکړل. ۱۳ هغوی هغه د کنعان خاورې ته یووړ او ممري ته نژدې یې د مکفیله د پټي په سمڅه کې چې حضرت ابراهیم هغه د پټي سره د حیتي عفرون څخه د هدیرې دپاره اخیستې وه ښخ کړ. ۱۴ حضرت یوسف د خپل پلار د ښخولو څخه وروسته د خپلو ورونو او هغو ټولو خلکو سره چې د جنازې دپاره د هغه سره تللي وو مصر ته راستون شو.

حضرت یوسف خپلو ورونو ته تسلي ورکوي

۱۵ کله چې د حضرت یوسف ورونو ولیدل چې د هغوی پلار وفات شو نو هغوی وویل: <که چېرې یوسف زمونږ څخه لا تر اوسه هم کرکه کوي او وغواړي چې د ټولو هغو بدو بدله چې مونږ ورسره کړي دي زمونږ څخه واخلي، نو بیا به څه کوو؟> ۱۶ نو هغوی حضرت یوسف ته پیغام ورولېږه او ویې ویل: <زمونږ پلار د خپل مرګ څخه مخکې دغه حکم کړی دی: ۱۷ یوسف ته به داسې ووایئ چې زه ستا څخه دا غوښتنه کوم چې د خپلو ورونو ګناهونه او خطاګانې او هغه بده رویه چې ستا سره یې کړې ده وبخښه. اوس زمونږ یعنې د خپل پلار د خدای د غلامانو ګناهونه وبخښه.> کله چې حضرت یوسف د هغوی پیغام ترلاسه کړ نو ویې ژړل.

۱۸ بیا د هغه ورونه په خپله راغلل او د هغه په وړاندې یې خپل سرونه ټیټ کړل ویې ویل: <مونږ ستا غلامان یو.>

۱۹ مګر حضرت یوسف هغوی ته وفرمایل: <مه وېرېږئ. آیا زه خدای یم؟ ۲۰ تاسو زما په خلاف د بدو پلان درلود، خو خدای پاک هغه په نېکۍ باندې بدل کړ د دې دپاره چې د ډېرو خلکو ژوند وژغوري او لکه څنګه چې وشول هغوی نن ژوندي پاتې دي. ۲۱ نو بیا مه وېرېږئ. زه به په تاسو او ستاسو په اولادونو باندې پام کوم.> نو هغوی ته یې تسلي ورکړه او په مهربانۍ سره یې ورسره خبرې وکړې.

د حضرت یوسف وفات کېدل

۲۲ حضرت یوسف د خپل پلار د ټولې کورنۍ سره په مصر کې پاتې شو. هغه یوسلو لس کاله ژوند وکړ. ۲۳ حضرت یوسف د افرایم د اولادونو او لمسیانو د لیدلو پورې ژوندی ؤ او همدارنګه هغه تر هغې پورې ژوندی ؤ چې د منسي د زوی ماخیر اولادونه یې هم په خپله کورنۍ کې ولیدل. ۲۴ حضرت یوسف خپلو ورونو ته وفرمایل: <زه مرګ ته نژدې شوی یم. خو بې شکه چې خدای پاک به تاسو وساتي او تاسو به له دې وطن څخه هغه وطن ته بوځي چې د حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره یې کلکه وعده کړې ده.> ۲۵ حضرت یوسف د حضرت یعقوب د کورنۍ خلکو ته قسم ورکړ او ویې فرمایل: <زما سره دا وعده وکړئ کله چې خدای پاک تاسو هغه هېواد ته بیایي، نو زما مړی به له ځان سره وړئ.> ۲۶ نو حضرت یوسف د یوسلو لس کالو په عمر په مصر کې وفات شو. وروسته له دې چې هغه یې مومیایي کړ، په تابوت کې یې کېښود.

Next chapter