بل څپرکۍ

د پیدایښت کتاب

پنځوسم فصل

۱ یوسف په خپل پلار باندې ورپرېوت او په هغه باندې یې وژړل او ښکل یې کړ. ۲ بیا یوسف خپلو هغو ډاکترانو ته چې د هغه خدمت یې کاوه حکم وکړ چې د هغه پلار یعقوب مړی مومیایي کړي. نو ډاکترانو هغه مومیایي کړ. ۳ په دې کار باندې پوره څلوېښت ورځې ولګېدلې او د مصر خلک اویا ورځې په هغه باندې ویر وکړ.

۴ کله چې د هغه د ویر کولو ورځې تېرې شوې، نو یوسف د فرعون درباریانو ته وویل: «که په ما مهرباني کوئ، نو زما په خاطر د فرعون سره خبرې وکړئ او هغه ته ووایئ: ۵ زما پلار ماته قسم راکړی دی چې: ‹زه مړ کېږم. ما د کنعان په خاوره کې په هغه قبر کې چې پخوا جوړ شوی ؤ، ښخ کړه.› اوس ماته اجازه راکړئ چې لاړ شم او پلار مې ښخ کړم. بیا به بېرته راشم.» ۶ فرعون ځواب ورکړ: «لاړ شه او لکه څنګه چې پلار دې درته قسم درکړی دی، هغه ښخ کړه.»

۷ نو یوسف روان شو چې خپل پلار ښخ کړي. د فرعون ټول درباریان، د دربار لوړ‌رتبه مامورین او د مصر ټول مشران د یوسف سره لاړل. ۸ د دوی سره د یوسف د کورنۍ ټول غړي، د هغه ورونه او د هغه د پلار کورنۍ هم لاړل. یوازې د هغوی اولادونه، رمې او پادې په جوشن کې پاتې شول. ۹ جنګي ګاډۍ‌ګانې او په اسونو باندې سپاره خلک هم د هغوی سره لاړل او دا یوه لویه قافله وه.

۱۰ کله چې دوی د اطاد درمند ځای ته چې د اردن د سیند په لمرخاته کې دی ورسېدل، نو ډېر سخت او په لوړ اواز یې وژړل او یوسف په هغه ځای کې د خپل پلار دپاره اووه ورځې د مړینې مراسم ونیول. ۱۱ کله چې د هغه ځای اوسېدونکو کنعانیانو دا ولیدل، نو هغوی وویل: «مصریان ډېر سخت ویر او ماتم کوي.» نو ځکه هغه ځای چې د اردن د سیند په لمرخاته کې دی، د آبل مصرایم په نوم یاد کړای شو.

۱۲ نو څنګه چې یعقوب وصیت کړی ؤ، زامنو یې هماغسې وکړل. ۱۳ هغوی هغه د کنعان خاورې ته یووړ او ممري ته نژدې یې د مکفیله د پټي په سمڅه کې چې ابراهیم هغه د پټي سره د حیتي عفرون څخه د هدیرې دپاره اخیستې وه، ښخ کړ. ۱۴ یوسف د خپل پلار د ښخولو څخه وروسته د خپلو ورونو او هغو ټولو خلکو سره چې د جنازې دپاره د هغه سره تللي وو، بېرته مصر ته راستون شو.

یوسف خپلو ورونو ته تسلي ورکوي

۱۵ کله چې د یوسف ورونو ولیدل چې د هغوی پلار مړ شو، نو هغوی وویل: «که چېرې یوسف زمونږ څخه لا تر‌اوسه هم کرکه کوي او وغواړي چې د ټولو هغو بدیو بدله چې مونږ ورسره کړي دي زمونږ څخه واخلي، نو بیا به څه کوو؟» ۱۶ نو هغوی یوسف ته پیغام ورولېږه او ویې ویل: «زمونږ پلار د خپل مرګ څخه مخکې دغه حکم کړی دی: ۱۷ یوسف ته به داسې ووایئ چې زه ستا څخه دا غوښتنه کوم چې د خپلو ورونو ګناهونه او خطاګانې او هغه بد چلند چې ستا سره یې کړی دی، وبخښه. اوس زمونږ یعنې د خپل پلار د خدای د غلامانو ګناهونه وبخښه.» کله چې یوسف د هغوی پیغام تر‌لاسه کړ، نو ویې ژړل.

۱۸ بیا د هغه ورونه په خپله راغلل او د هغه په وړاندې یې خپل سرونه ټیټ کړل او ویې ویل: «مونږ ستا غلامان یو.» ۱۹ خو یوسف هغوی ته وویل: «مه وېرېږئ. ایا زه خدای یم؟ ۲۰ تاسو زما په خلاف د بدو پلان درلود، خو خدای هغه په نېکۍ باندې بدل کړ د دې دپاره چې د ډېرو خلکو ژوند وژغوري او لکه څنګه چې وشول هغوی نن ژوندي پاتې دي. ۲۱ نو بیا مه وېرېږئ. زه به په تاسو او ستاسو په اولادونو باندې پام کوم.» نو هغوی ته یې تسلي ورکړه او په مهربانۍ سره یې ورسره خبرې وکړې.

د یوسف مړینه

۲۲ یوسف د خپل پلار د ټولې کورنۍ سره په مصر کې پاتې شو. هغه یوسلو لس کاله ژوند وکړ. ۲۳ یوسف د افرایم د اولادونو او لمسیانو د لیدلو پورې ژوندی ؤ او همدارنګه هغه تر هغې پورې ژوندی ؤ چې د منسي د زوی ماخیر اولادونه یې هم په خپله کورنۍ کې ولیدل. ۲۴ یوسف خپلو ورونو ته وویل: «زه مرګ ته نژدې شوی یم. خو بې له شکه چې خدای به تاسو وساتي او تاسو به له دې وطن څخه هغه وطن ته بوځي چې د ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره یې قسم خوړلی دی.» ۲۵ یوسف د یعقوب د کورنۍ خلکو ته قسم ورکړ او ویې ویل: «زما سره دا وعده وکړئ کله چې خدای تاسو هغه هېواد ته بیایي، نو زما مړی به له ځان سره وړئ.» ۲۶ نو یوسف د یوسلو لس کالو په عمر په مصر کې مړ شو. وروسته له دې چې هغه یې مومیایي کړ، په تابوت کې یې کېښود.

بل څپرکۍ