چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ په پیل کې خدای ځمکه او اسمانونه پیدا کړل. ۲ ځمکه خالي او بېشکله وه او د ژورو اوبو په مخ باندې تیاره وه او د خدای روح د اوبو په مخ باندې ګرځېده. ۳ خدای وویل: «رڼا دې شي» او رڼا شوه. ۴ خدای رڼا ولیدله چې ښه ده او هغه رڼایي د تیارې څخه بېله کړه. ۵ خدای رڼا د ورځې په نوم یاده کړه او تیاره یې د شپې په نوم یاده کړه، ماښام ؤ او سهار شو. دا لومړۍ ورځ وه.
۶ خدای وویل: «د اوبو ترمنځ دې فضا وي چې پاسنۍ اوبه د لاندې اوبو څخه بېلې کړي.» ۷ خدای فضا جوړه کړه او د فضا لاندې اوبه یې د پاسنیو اوبو څخه بېلې کړې او همداسې وشول. ۸ خدای فضا د اسمان په نوم یاده کړه، ماښام ؤ او سهار شو. دا دوهمه ورځ وه.
۹ خدای وویل: «د اسمان لاندې اوبه دې په یو ځای کې راټولې شي او وچه دې ښکاره شي» او همداسې وشول. ۱۰ خدای وچه د ځمکې په نوم یاده کړه او اوبه یې د بحرونو په نوم یادې کړې او خدای ولیدل چې دا ښه دي. ۱۱ خدای وویل: «ځمکه دې بوټي راشنه کړي. هغه تخم لرونکي نباتات، مېوه لرونکې ونې چې خپل جنس او شکل ته ورته مېوه او تخم د ځمکې په مخ ونیسي.» او همداسې وشول. ۱۲ ځمکې هغه بوټي راشنه کړل چې د خپل جنس په شان تخم نیسي او هغه مېوه لرونکې ونې چې د هغو تخم د هغوی د جنس په شان وي او خدای ولیدل چې دا ښه دي. ۱۳ ماښام ؤ او سهار شو. دا درېمه ورځ وه.
۱۴ خدای وویل: «د اسمان په فضا کې دې رڼاګانې وي چې ورځ د شپې څخه بېله کړي او هغه دې د نښو په شان د ورځو، فصلونو او کلونو دپاره وي، ۱۵ او د اسمان په فضا کې دې رڼاګانې وي چې ځمکه روښانه کړي» او همداسې وشول. ۱۶ خدای دوه لویې رڼاګانې جوړې کړې، لمر یې د ورځې د رڼا ورکولو دپاره او سپوږمۍ یې د شپې د رڼا ورکولو دپاره او ستوري یې هم جوړ کړل. ۱۷ خدای هغوی د اسمان په فضا کې ځای په ځای کړل، ترڅو ځمکې ته رڼایي ورکړي، ۱۸ چې شپه او ورځ ورباندې رڼا شي او رڼا د تیارې څخه بېله کړي او خدای ولیدل چې دا ښه دي. ۱۹ ماښام ؤ او سهار شو، دا څلورمه ورځ وه.
۲۰ خدای وویل: «اوبه دې د ژوندیو موجوداتو څخه ډکې شي او مرغان دې د ځمکې دپاسه د اسمان په فضا کې والوزي.» ۲۱ نو خدای لوی بحري حیوانات او د مخلوقاتو ټول ډولونه چې په اوبو کې اوسیږي جوړ کړل. هغه همدارنګه ډول ډول مرغان پیدا کړل او خدای ولیدل چې دا ښه دي. ۲۲ خدای هغوی ته برکت ورکړ او ویې ویل: «بارداره او زیات شئ او بحیرې ډکې کړئ او مرغان دې د ځمکې په مخ زیات شي.» ۲۳ ماښام ؤ او سهار شو. دا پنځمه ورځ وه.
۲۴ خدای وویل: «په ځمکه کې دې هر ډول ژوندي حیوانات د دوی د جنس په شان راپیدا شي، کورني حیوانات او وحشي حیوانات او خزندې دې د هغوی د جنس په شان راپیدا کړي» او همداسې وشول. ۲۵ نو خدای وحشي حیوانات د هغو د جنس په شان او کورني حیوانات او خزندې د هغوی د جنس په شان جوړ کړل او خدای ولیدل چې دا ښه دي.
۲۶ خدای وویل: «مونږ به انسان په خپل شکل او زمونږ په شان جوړ کړو ترڅو دوی په ماهیانو، مرغانو، کورني حیواناتو، په ټوله ځمکه او خزندو باندې حکم وچلوي.» ۲۷ نو خدای انسان په خپل شکل پیدا کړ، هغه یې د خدای په شکل پیدا کړ. هغوی یې نر او ښځه پیدا کړل. ۲۸ خدای هغوی ته برکت ورکړ او ویې ویل: «بارداره او زیات شئ او ځمکه د خلکو څخه ډکه کړئ او د خپل واک لاندې یې راولئ او په ماهیانو، مرغانو او په ټولو حیواناتو باندې حکم چلوئ.»
۲۹ خدای وویل: «ما تاسو ته د ځمکې په مخ باندې ستاسو د خوراک دپاره هغه بوټي او هغه مېوهلرونکې ونې درکړي دي چې تخم نیسي. ۳۰ ما ټولو وحشي حیواناتو، مرغانو، خزندو او هغو ټولو ته چې د ژوندون ساه په کې ده، ټول شنه بوټي د هغوی د خوراک دپاره ورکړل.» او همداسې وشول.
۳۱ هر هغه څه چې خدای جوړ کړي وو، هغه یې ولیدل چې ټول ډېر ښه وو! ماښام ؤ او سهار شو. دا شپږمه ورځ وه.