Previous chapter

عبرانیانو ته لیک

لومړی فصل

د خپل زوی له لارې د خدای وروستنۍ خبرې

۱خدای په تېره زمانه کې څو څو ځلې په مختلفو طریقو سره د خپلو پیغمبرانو په وسیله زمونږ د نیکونو سره خبرې کړې دي. ۲خو په دې اخرنیو ورځو کې یې د خپل زوی په وسیله زمونږ سره خبرې کړې دي. هغه زوی چې خدای د ټولو شیانو وارث ټاکلی دی او د هغه په وسیله یې نړۍ پیدا کړه. ۳هغه د خدای د جلال ښکاره کوونکی او د هغه د کامل ذات تصویر دی او هغه ټول کاینات د خپل کلام د قدرت په وسیله ساتي. کله چې هغه خلکو ته د خپلو ګناهونو څخه د بخښنې لاره جوړه کړه، نو هغه په اسمان کې د مطلق قادر خدای ښي لاس ته کښېناست.

مسیح د فرښتو نه لوی دی

۴څرنګه چې مسیح د فرښتو نه ډېر لوی دی، نو خدای چې هغه ته کوم نوم ورکړی دی، هغه هم د هغوی د نومونو نه ډېر لوی دی. ۵ځکه چې خدای هېڅکله کومې فرښتې ته نه دي ویلي:

«ته مې زوی، زه دې نن پلار شوم.»

او یا دا:

«زه به د هغه پلار یم او هغه به زما زوی وي.»

۶خو کله چې خدای لومړنی زېږېدلی دنیا ته راولي، نو ورته وایي:

«د خدای ټولې فرښتې دې د هغه عبادت وکړي.»

۷خو د فرښتو په هکله وایي:

«خدای خپلې فرښتې لکه د بادونو په شان

او خپل خدمتګاران لکه د اور د لمبو په شان رالېږي.»

۸خو د خپل زوی په هکله وایي:

«ای خدایه! ستا د پاچاهۍ تخت به تل ترتله وي

او د انصاف له مخې به په خپلو خلکو باندې حکومت کوې.

۹ته عدالت خوښوې او د بدۍ څخه کرکه کوې.

په دې خاطر خدای یعنې ستا خدای ته

ستا د نورو ملګرو نه زیات د خوشحالۍ په تېلو مسح کړی یې.»

۱۰همدارنګه هغه وایي:

«ای څښتنه، تا د شروع نه د ځمکې بنیاد ایښی ؤ

او په خپلو لاسونو دې اسمانونه جوړ کړل

۱۱هغوی فنا به شي، خو ته به پاتې شې

هغوی به ټول لکه د لباس په شان زاړه شي

۱۲ته به هغوی د چپنې په شان تاو راتاو کړې

او د لباس په شان به یې بدل کړې

خو پاتې کېږې په خپل حال ته مدام

او پای به ونه لري هېڅ دا ستا دوران»

۱۳خو خدای هېڅکله هم کومې فرښتې ته نه دي ویلي:

«زما ښي لاس ته کښېنه

ترڅو ستا دښمنان ستا تر پښو لاندې کړم»

۱۴ایا ټولې فرښتې خدمتګار روحونه نه دي چې د هغو خلکو د خدمت دپاره رالېږل شوي چې خلاصون به مومي؟

Previous chapter