عبرانیانو ته لیک

دوهم فصل

لوی خلاصون

۱له دې امله مونږ چې څه اورېدلي دي هغو ته باید نور هم پام وکړو، هسې نه چې بې‌لارې شو. ۲ځکه کوم پیغام چې د فرښتو په وسیله ورکړل شوی ؤ، هغه د باور وړ ؤ او هره ګناه او نافرمانۍ به خپله سزا لیدله. ۳نو له دې امله که چېرې مونږ داسې لوی خلاصون له پامه وغورځوو، بیا څنګه کولای شو چې د هغې د سزا نه وتښتو؟ دا خلاصون اول خپله د څښتن عیسی له خوا اعلان شو او بیا د هغو خلکو له خوا تایید شو چې د هغه خبرې یې اورېدلې وې. ۴همدارنګه خدای هم دا پیغام د خپلو نښو، حیرانوونکو کارونو او ډول ډول معجزو په ښودلو او د خپلې ارادې له مخې د روح القدس د نعمتونو په ورکولو سره تصدیق کړ.

زمونږ د خلاصون لارښود

۵نو خدای فرښتو ته دا اختیار ورنه کړ چې په راتلونکې دنیا باندې چې مونږ یې په هکله خبرې کوو، حکومت وکړي. ۶بلکې د خدای د کلام په یو ځای کې لیکل شوي دي:

انسان څه دی چې ته یې خیال ساتې؟

فاني انسان چې ته پرې پام ساتې؟

۷تا پیدا کړي هغوی ټیټ له فرښتو نه

د لږ وخت دپاره

او شان شوکت دې ورته ایښی په سر

۸تا ورکړی واک او اختیار هغوی ته

ټولو شیانو باندې دی

اوس چې خدای هرڅه د هغوی تابع کړي دي، نو دا ښکاره ده چې نور هېڅ داسې شی پاتې نه دی چې د هغوی په اختیار کې نه وي، خو تر‌اوسه مونږ نه وینو چې هرڅه د انسان په اختیار کې وي. ۹خو مونږ عیسی وینو چې د هغه مقام د لږ وخت دپاره د فرښتو څخه ټیټ کړای شوی دی، خو اوس د جلال او عزت تاج د هغه په سر ایښودل شوی دی، ځکه چې هغه مرګ وزغملو، ترڅو د خدای د فضل په وسیله د هر انسان په خاطر د مرګ خوند وڅکي.

۱۰نو خدای دا مناسب وګڼل چې د خالق په توګه چې ټول شیان د هغه دي او د هغه دپاره دي، ډېر زامن جلال ته ورسوي. نو هغه عیسی چې د هغوی د خلاصون د لارې جوړوونکی دی، د کړاوونو په زغملو سره کامل کړي. ۱۱ځکه څوک چې د خلکو ګناهونه پاکوي او هغه څوک چې ګناهونه یې پاکیږي، دواړه د یوې کورنۍ څخه دي. نو له دې امله عیسی په دې نه شرمیږي چې هغوی ته خپل خویندې او ورونه ووایي. ۱۲هغه وایي:

زه به اعلان کړمه ستا نوم خپلو خلکو ته

د دوی غونډه کې به وکړم ستا ثنا او صفت

۱۳همدارنګه هغه وایي:

زه به توکل وکړم په خدای باندې

بیا وایي:

زه دلته یمه د هغوی د اولادونو سره

چې خدای راکړي راته

۱۴څرنګه چې د خدای اولادونه انسانان دي او د غوښې او وینې څخه جوړ شوي دي، نو عیسی هم د هغوی په شان انسان شو، ترڅو د خپل مرګ په وسیله هغه څوک له منځه یوسي چې په مرګ باندې یې واک درلود، یعنې شیطان ۱۵او هغه خلک ازاد کړي چې د مرګ له وېرې یې خپل ټول ژوند په غلامۍ کې تېراوه. ۱۶بې له شکه چې هغه د فرښتو سره د مرستې دپاره نه بلکې د ابراهیم د اولادې سره د مرستې په خاطر راغلی دی. ۱۷له همدې امله د هغه دپاره په هر لحاظ لازم ؤ چې د خپلو ورونو په شان شي، ترڅو وکولای شي چې خدای ته په خدمت کولو کې یو رحم کوونکی او لوی وفادار کاهن شي او وکولای شي چې د خلکو د ګناهونو کفاره ورکړي. ۱۸څرنګه چې عیسی خپله د ازمېښت په وخت کې کړاوونه وزغمل، نو هغه کولای شي چې د هغو خلکو سره مرسته وکړي چې د ازمېښت سره مخ دي.