چاپرښته ۲۰۲۳ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱له دې امله مونږ چې څه اورېدلي دي هغو ته باید نور هم پام وکړو، هسې نه چې بې لارې شو. ۲ځکه کوم پیغام چې د فرښتو په وسیله ورکړل شوی ؤ، هغه د باور وړ ؤ او هره ګناه او نافرمانۍ به خپله سزا لیدله. ۳نو له دې امله که چېرې مونږ داسې لوی خلاصون له پامه وغورځوو، بیا څنګه کولای شو چې د هغې د سزا نه وتښتو؟ دا خلاصون اول خپله د څښتن عیسی له خوا اعلان شو او بیا د هغو خلکو له خوا تایید شو چې د هغه خبرې یې اورېدلې وې. ۴همدارنګه خدای هم دا پیغام د خپلو نښو، حیرانوونکو کارونو او ډول ډول معجزو په ښودلو او د خپلې ارادې له مخې د روح القدس د نعمتونو په ورکولو سره تصدیق کړ.
۵نو خدای فرښتو ته دا اختیار ورنه کړ چې په راتلونکې دنیا باندې چې مونږ یې په هکله خبرې کوو، حکومت وکړي. ۶بلکې د خدای د کلام په یو ځای کې لیکل شوي دي:
«انسان څه شی دی چې ته یې خیال ساتې
یا د انسان اولاده چې ته پرې پام کوې؟
۷هغوی دې د فرښتو نه د لږ وخت دپاره ټیټ پیدا کړي دي
او د جلال او عزت تاج دې ورته په سر ایښی دی
۸هغوی ته دې په ټولو شیانو باندې واک او اختیار ورکړی دی.»
اوس چې خدای هرڅه د هغوی تابع کړي دي، نو دا ښکاره ده چې نور هېڅ داسې شی پاتې نه دی چې د هغوی په اختیار کې نه وي، خو تر اوسه مونږ نه وینو چې هرڅه د انسان په اختیار کې وي. ۹خو مونږ عیسی وینو چې د هغه مقام د لږ وخت دپاره د فرښتو څخه ټیټ کړای شوی دی، خو اوس د جلال او عزت تاج د هغه په سر ایښودل شوی دی، ځکه چې هغه مرګ وزغملو، ترڅو د خدای د فضل په وسیله د هر انسان په خاطر د مرګ خوند وڅکي.
۱۰نو خدای چې دا هرڅه د خپل ځان دپاره پیدا کړي دي او د هغه په وسیله پیدا شوي دي، ترڅو ډېر زامن جلال ته ورسوي، دا یې مناسب وګڼل چې عیسی د هغوی د خلاصون د لارې جوړوونکی، د کړاوونو په زغملو سره کامل کړي. ۱۱ځکه څوک چې د خلکو ګناهونه پاکوي او هغه څوک چې ګناهونه یې پاکیږي، دواړه د یوې کورنۍ څخه دي. نو له دې امله عیسی په دې نه شرمیږي چې هغوی ته خپل خویندې او ورونه ووایي. ۱۲هغه وایي:
«زه به ستا د نوم په هکله خپلو خلکو ته اعلان وکړم
او د هغوی په غونډه کې به زه ستا ستاینه وکړم.»
۱۳همدارنګه هغه وایي:
«زه به په خدای باندې توکل وکړم.»
بیا وایي:
«زه د هغو اولادونو سره چې خدای راته راکړي دي، دلته یم.»
۱۴څرنګه چې د خدای اولادونه انسانان دي او د غوښې او وینې څخه جوړ شوي دي، نو عیسی هم د هغوی په شان انسان شو، ترڅو د خپل مرګ په وسیله هغه څوک له منځه یوسي چې په مرګ باندې یې واک درلود، یعنې شیطان ۱۵او هغه خلک ازاد کړي چې د مرګ له وېرې یې خپل ټول ژوند په غلامۍ کې تېراوه. ۱۶بې له شکه چې هغه د فرښتو سره د مرستې دپاره نه بلکې د ابراهیم د اولادې سره د مرستې په خاطر راغلی دی. ۱۷له همدې امله د هغه دپاره په هر لحاظ لازم ؤ چې د خپلو ورونو په شان شي، ترڅو وکولای شي چې خدای ته په خدمت کولو کې یو رحم کوونکی او لوی وفادار کاهن شي او وکولای شي چې د خلکو د ګناهونو کفاره ورکړي. ۱۸څرنګه چې عیسی خپله د ازمایښت په وخت کې کړاوونه وزغمل، نو هغه کولای شي چې د هغو خلکو سره مرسته وکړي چې د ازمایښت سره مخ دي.