عبرانیانو ته لیک

درېم فصل

عیسی د موسی نه ډېر لوی دی

۱نو ای سپېڅلو خویندو او ورونو، تاسو چې د خدای له خوا په اسماني بلنه کې شریک یئ، د عیسی په هکله فکر وکړئ چې د هغه په اړه مونږ اقرار کوو چې زمونږ رسول او لوی کاهن دی. ۲عیسی خدای ته وفادار ؤ چې هغه یې ټاکلی ؤ، لکه څنګه چې موسی د خدای په ټول کور کې وفادار ؤ. ۳نو عیسی د موسی نه زیات د جلال لایق دی، لکه څنګه چې کور جوړوونکی د کور نه زیات عزت لري. ۴ځکه چې هر کور د یو چا په لاس جوړیږي او خدای د ټولو شیانو جوړوونکی دی. ۵موسی د خدای په ټول کور کې د یو خدمتګار په توګه وفادار ؤ او د هغو شیانو په هکله به یې شاهدي ورکوله چې خدای به یې په راتلونکې کې ووایي. ۶خو عیسی د زوی او د کور د خاوند په توګه د خدای د کور وفادار دی. مونږ د هغه کور یو، په دې شرط چې که مونږ هغه پوره ډاډ او ویاړ چې مونږ ته هیله راکوي، ټینګ وساتو.

د خدای د قوم دپاره ارامي

۷نو لکه څنګه چې روح القدس وایي:

«که چېرې واورئ نن تاسو د خدای اواز

۸نو مه سختوئ خپل زړونه

لکه چې څنګه سرکښي وکړه د خدای په وړاندې

ستاسو پلرونو

او هغه یې وازمایلو دښته کې

۹که څه هم هغه کارونه چې ما کړي وو

څلوېښتو کالو کې، هلته ولیدل ستاسو پلرونو

خو بیاهم هغوی زه وازمایلم

۱۰نو زه په قهر شوم هغه نسل ته او ومې ویل:

زما نه لېرې دي تل د هغوی زړونه

او نه غواړي چې وکړي عمل زما په حکمونو باندې

۱۱زه شوم په قهر او قسم مې وخوړ:

‹داخل به نه شي دوی هېڅکله هغه ځای ته

چېرته چې زه به ورکومه ارامي ورته›»

۱۲نو خویندو او ورونو، پام کوئ چې په تاسو کې دې د چا زړه داسې بد او بې‌ایمانه نه وي چې د ژوندي خدای څخه واوړي. ۱۳بلکې هره ورځ یو بل هڅوئ، په داسې حال کې چې اوس هم موقعه شته چې په تاسو کې دې د ګناه د غولولو په وسیله د هېچا زړه سخت نه شي. ۱۴ځکه که چېرې مونږ تر اخره پورې په هغه باور واوسو چې د پیل نه مو درلود، نو مونږ به د عیسی سره ملګري شوي یو.

۱۵لکه څنګه چې د خدای په کلام کې ویل شوي دي:

«که چېرې نن تاسو اواز واورئ د خدای

نو مه سختوئ خپل زړونه

لکه څنګه چې ستاسو پلرونو د سرکښۍ په وخت کې وکړل»

۱۶نو بیا هغوی څوک وو چې سره له دې چې د خدای اواز یې واورېد، خو بیا یې هم د هغه په وړاندې سرکښي وکړه؟ ایا دا هماغه خلک نه وو چې موسی د مصر څخه راوویستل؟ ۱۷او خدای د چا نه تر څلوېښتو کالو پورې خفه ؤ؟ ایا دا هغه خلک نه وو چې ګناه یې وکړه او مړي یې په دښته کې پراته وو؟ ۱۸او چاته یې قسم وخوړ چې هغوی به هېڅکله هم هغې ارامۍ ته وردننه نه شي؟ ایا دا هغه خلک نه وو چې د خدای د امر څخه یې سرغړونه وکړه؟ ۱۹نو مونږ وینو چې هغوی ونه شو کولای هغې ارامۍ ته وردننه شي، ځکه چې هغوی ایمان نه درلود.