0:00 / 0:00

دَ عبرانيانو په نُوم خط

يوولسم باب

ايمان

۱پس ايمان دا دے چه په هغه څيزُونو باور وکړو چه پرے اُميد لرُو، اَؤ دَ ناليدلو څيزُونو ثبوت دے. ۲ځکه زمُونږ مشران دَ ايمان په وسيله دَ خُدائے په حضُور کښے مقبُول وګرزولے شول.

۳مُونږ ته دَ ايمان په وسيله دا معلُومه ده چه عالمُونه دَ خُدائے په کلام جوړ شوى دى، داسے نۀ ده چه څۀ چه په نظر راځى هغه دَ ظاهرى څيزُونو نه جوړ شوى دى.

۴دَ ايمان په وسيله دَ خُدائے دَ پاره هابيل دَ قائن نه غوره قُربانى پيش کړه، اَؤ هم په هغه ايمان دَ هغۀ دَ صداقت ګواهى ورکړے شوه ځکه چه خُدائے دَ هغۀ دَ قُربانو په باب کښے ګواهى ورکړه. اګر که هابيل مړ شوے دے خو دَ ايمان په وسيله هم تر اوسه ګواهى کوى.

۵دَ ايمان په وسيله حنوک مړ نۀ شو بلکه آسمان ته ژوندے پورته کړے شو. هغه هيچا ته ښکاره نۀ شو ځکه چه خُدائے هغه پورته اُوچت کړے وو، اَؤ دَ هغۀ دَ پورته کيدو نه مخکښے دَ هغۀ په باب کښے دا ګواهى ورکړے شوه چه هغه دَ خُدائے خوښ شوے وو. ۶اَؤ بغير دَ ايمان نه دَ خُدائے خوشحالول نامُمکن دى، ځکه چه خُدائے ته راتلُونکى ته په دے ايمان راؤړل په کار دى چه هغه موجُود دے اَؤ څوک ئے چه لټوى، هغوئ ته اَجر ورکوى.

۷دَ ايمان په وسيله نُوح دَ هغه څيزُونو په باب کښے چه تر هغه وخته په نظر نۀ راتلل، هدايت ومُوندو اَؤ دَ خُدائے دَ ويرے ئے دَ خپلے کورنئ دَ بچ کولو دَ پاره کِشتئ جوړه کړه. هغۀ دَ خپل ايمان په سبب ټوله دُنيا مجُرمه کړه اَؤ دَ هغه صداقت وارث شو چه دَ ايمان په سبب وو.

۸دَ ايمان په سبب هر کله چه اِبراهيم وبللے شو اَؤ حُکم ئے ومنلو نو هغه ځائے ته لاړو کُوم چه ئے په ميراث آخستُونکے وو، اَؤ سره دَ دے چه دا ورته معلُومه نۀ وه چه چرته روان دے خو بيا هم له خپل وطن نه روان شو. ۹اَؤ دَ ايمان په سبب په هغه وطن کښے دَ مُسافرانو په شان ديره شو دَ کُوم چه ورسره لوظ شوے وو، اَؤ دَ اِسحاق اَؤ يعقُوب سره کُوم چه ورسره په هغه لوظ کښے وارثان وُو، په خيمو کښے ديره شو. ۱۰ځکه چه اِبراهيم دَ هغه مظبُوط ښار اُميد لرلو چه هغه ووينى، چه سازوُونکے اَؤ جوړوُونکے ئے خُدائے دے.

۱۱هم دَ ايمان په سبب ساره په بوډئ والى کښے دَ ماشُوم راوړلو طاقت بيا مُوندو ځکه چه ساره لوظ کوُونکے رښتينے وګڼلو. ۱۲نو بيا دَ يو سړى نه چه دَ مړى په شان وو، دَ آسمان دَ ستورو هومره زيات اَؤ دَ سمندر دَ غاړے دَ شګو هومره بے شماره اَؤلاد پيدا شو.

۱۳دا ټول دَ ايمان په حالت کښے مړۀ شول اَؤ هغه دَ لوظ په مُطابق څيزُونه ئے لا نۀ وُو مُوندلى، خو دَ لرے نه ئے په ليدلو خوشحاله شول اَؤ اِقرار ئے وکړو چه مُونږ په مزکه بے وطنه اَؤ مُسافر يُو. ۱۴څوک چه داسے خبرے کوى، هغوئ ښکاره کوى چه دَ خپل وطن په لټون کښے دى. ۱۵اَؤ چه له کُوم مُلک نه هغوئ راوتلى وُو، که دَ هغۀ خيال ئے کولے نو هغوئ ته دَ واپس تللو موقعه وه. ۱۶خو په حقيقت کښے هغوئ دَ يو غوره، يعنے دَ آسمانى مُلک طمعه دار وُو، اَؤ خُدائے دَ هغوئ نه نۀ شرميږى چه دَ هغوئ خُدائے وبللے شى، ځکه چه هغوئ ته ئے يو ښار تيار کړو.

۱۷هم دَ ايمان په سبب اِبراهيم دَ آزميښت په وخت اِسحاق قُربان کوو، اَؤ چا چه لوظُونه رښتيا منلى وُو هغۀ هغه يکى يو زوئے قُربانئ ته وړاندے کړو، ۱۸دَ چا په باب کښے چه دا وئيلے شوى وُو چه :  ”له اِسحاق نه به ستا نسل وشى.“ ۱۹ځکه چه دَ اِبراهيم دا باور وو چه خُدائے اِسحاق له مړو نه بيا دَ ژوندى کولو قُدرت لرى، نو داسے اِبراهيم اِسحاق له مړو نه بيا ژوندے ومُوندلو.

۲۰هم دَ ايمان په سبب اِسحاق دَ راتلُونکو خبرو په باب کښے ذکر کولو اَؤ يعقُوب اَؤ عيساؤ دواړو له برکت ورکړو.

۲۱هم دَ ايمان په سبب يعقُوب دَ مرګ په وخت دَ يُوسف واړو زامنو له برکت ورکړو اَؤ دَ خپلے امسا په سر دَ تکيه کولو سره ئے سجده وکړه.

۲۲هم دَ ايمان په سبب کله چه دَ يُوسف مرګ نزدے شو نو دَ بنى اِسرائيلو له مصر نه دَ وتلو ذکر ئے وکړو اَؤ دَ خپلو هډُوکو په باب کښے ئے حُکم ورکړو.

۲۳هم دَ ايمان په سبب دَ مُوسىٰ مُورٰ پلار دَ هغۀ دَ پيدايښت نه پس تر دريو مياشتو پورے هغه پټ وساتلو ځکه چه هغوئ وليدل چه هلک ښکلے وو اَؤ هغوئ دَ بادشاه له حُکم نه ونۀ ويريدل.

۲۴دَ ايمان په سبب چه مُوسىٰ لوئے شو نو دَ فرعون دَ لُور دَ زوى بللو نه ئے اِنکار وکړو. ۲۵ځکه چه هغۀ دَ ګُناه دَ ژوندُون دَ يو څو ورځو دَ خوند آخستو په نسبت دَ خُدائے دَ اُمت سره دَ بدسلُوک زغمل زيات خوښ کړل. ۲۶اَؤ هغۀ دَ مسيح دَ خاطره بدرد زغمل دَ مصر له خزانو نه لوئے دولت وګڼلو ځکه چه دَ هغۀ نظر په جزا مُوندلو وو.

۲۷هم دَ ايمان په سبب مُوسىٰ دَ بادشاه دَ قهر نه ويره ونۀ کړه بلکه مصر ئے پريښودو، داسے لکه چه هغۀ ناليدلے خُدائے وليدلو اَؤ قائم پاتے شو. ۲۸هم دَ ايمان په سبب هغۀ په فسح کولو اَؤ وينے نوستلو عمل وکړو دَ دے دَ پاره چه دَ وړُومبو پيدا شوى زامنو ته دَ مرګ فرښته لاس ورنۀ وړى.

۲۹اَؤ دَ ايمان په سبب بنى اِسرائيل په بحرِ قُلزم داسے پورے وتل لکه چه په وچه مزکه، خو کله چه مصريانو دَ پورے وتو کوشِش وکړو نو غرق شول.

۳۰هم دَ ايمان په سبب دَ يريحو ښار ديوالُونه دَ بنى اِسرائيلو تر اُوو ورځو پورے ګير چاپيره تاويدلو سره راونړيدل. ۳۱هم دَ ايمان په سبب راحاب کنجرئ دَ نافرمانو سره هلاکه نۀ شوه ځکه چه هغے اِسرائيلى جاسُوسان په خير قبُول کړل.

۳۲نو اوس نور څۀ ووايم؟ دومره فرصت نِشته چه دَ جدعون، برق، شمسون، جفتاه، داؤد، سموئيل اَؤ دَ نورو نبيانو حال بيان کړم. ۳۳هغوئ هم دَ ايمان په سبب بادشاهئ لاندے کړے، دَ صداقت کارُونه ئے وکړل څۀ چه خُدائے لوظ کړى وُو وئے مُوندل، دَ زمرو خُلے ئے بندے کړلے، ۳۴دَ اور تاؤ نه ئے بچ کړو، دَ تُورے له مخ نه بچ شول، په کمزورتيا کښے زړۀ ور شول، په جنګ کښے بهادران شول، دَ غيرو فوځونه ئے وتښتول. ۳۵ښځو خپل سړى بيا ژوندى ومُوندل.

ځنو په ځان عذاب تير کړو، خو رهائى ئے منظُوره نۀ کړه، دَ پاره دَ دے چه هغوئ ته غوره قيامت حاصل شى. ۳۶په ځنو پورے ئے ټوقے وکړلے، په کروړو ئے ووهل، په زنځيرُونو ئے وتړل اَؤ په قيدُونو ئے و آزمئيل، ۳۷سنګسار ئے کړل، په آرۀ وڅيرلے شول، په تُورو ئے مړۀ کړل، دَ ګډو بيزو څرمنے ئے آغوستے وے، په مُحتاجئ، په مُصيبت، دَ بد سلُوکئ په حالت کښے سر وهلى بروهلى ګرزيدل. ۳۸دُنيا دَ هغوئ لائقه نۀ وه، هغوئ په دشتونو، غرُونو اَؤ دَ مزکے په کندو کښے تار په تار وګرزيدل.

۳۹اَؤ سره دَ دے چه دَ دوئ ټولو په حق کښے دَ ايمان په سبب ښۀ ګواهى ورکړے شوه، بيا هم هغوئ ته هغه څيز ورنۀ کړے شو دَ کُوم چه لوظ شوے وو، ۴۰ځکه چه خُدائے دَ اول نه زمُونږ دَ پاره څۀ غوره څيز خوښ کړے وو چه هغوئ بغير زمُونږ نه کامل نۀ کړے شى.