0:00 / 0:00

دَ عبرانيانو په نُوم خط

دولسم باب

تربيت

۱نو بيا چه دَ ګواهانو دومره لويه وريځ زمُونږ نه چاپيره ده نو راځئ چه مُونږ هم هر يو پيټے اَؤ هغه ګُناه چه مُونږ په آسانئ سره نښلوى دَ ځان نه لرے کړو، اَؤ په هغه منډه کښے په صبر سره وزغليږُو چه مُونږ ته وړاندے ده. ۲اَؤ دَ ايمان بانى اَؤ کاملوُونکى عيسىٰ ته وګُورو چه دَ هغے خوشحالئ په ځائے چه دَ هغۀ دَ نظر دَ وړاندے وه، دَ شرمندګئ پرواه ئے ونۀ کړه خو دَ سولئ تکليف ئے وزغملو اَؤ دَ خُدائے دَ تخت په ښى لاس کښيناستو.

۳نو بيا په هغه چا غور وکړئ چا چه دَ ګُناه ګارانو دومره مُخالفت وزغملو، چه تاسو هِمت بائے نۀ لئ. ۴اَؤ تاسو دَ ګُناه سره په جنګ کښے تر اوسه داسے مُقابله نۀ ده کړے چه په کښے مرګُونه شوى وى. ۵خو تاسو هغه نصيحت هير کړو کُوم چه تاسو ته دَ فرزندانو په شان په دے ټکو کولے شى : 

”زما زويه! دَ مالِک تنبيه سپکه مه ګڼه،

چه هر کله چه هغه تا ملامتوى، نو بے زړۀ کيږه مه.

۶ځکه چه چا سره مالِک مينه لرى نو هغۀ ته تنبيه هم کوى

اَؤ مالِک چه هر يو زوئے جوړ کړى هغۀ له سزا هم ورکوى.“

۷تاسو تنبيه وزغمئ، خُدائے درسره دَ زامنو په شان سلُوک کوى. هغه کُوم يو زوئے دے چه پلار ئے تنبيه نۀ کوى؟ ۸اَؤ که تاسو ته هغه تنبيه درنۀ کړے شى په کُومه کښے چه ټول شريک دى نو تاسو حراميان شوئ، نۀ چه زامن. ۹دَ دے نه علاوه هر کله چه زمُونږ جسمانى پلارُونو مُونږ له تنبيه راکوله اَؤ مُونږ دَ هغوئ عزت کولو، نو آيا مُونږ دَ خپل رُوحانى پلار دَ دے نه زياته تابعدارى ونۀ کړُو چه مُونږ ژوندى پاتے شُو؟ ۱۰هغوئ خو دَ لږو ورځو دَ پاره دَ خپلے پوهے په مُطابق مُونږ له تنبيه کوله، خُدائے خو زمُونږ دَ فائدے دَ پاره داسے کوى چه مُونږ هم دَ هغۀ په پاکيزګئ کښے شامل شُو. ۱۱اَؤ خبره خو دا ده چه هر قِسم تنبيه دَ خوشحالئ نه، بلکه دَ غم باعث معلُوميږى، خو چه څوک دَ هغے په زغملو پاخۀ شوى وى نو هغوئ ته وروستو په قلاره دَ صداقت ميوه بخښى.

۱۲نو بيا مړۀ لاسُونه اَؤ سُست زنګنُونه دُرست کړئ. ۱۳اَؤ دَ خپلو پښو دَ پاره نيغے لارے جوړے کړئ چه ګوډ بے کاره نۀ شى بلکه شفا بيا مُومئ.

دَ خُدائے دَ فضل دَ رد کولو په خِلاف خبردارے

۱۴دَ تولو سره دَ صُلح کوشِش کوئ اَؤ دَ هغے پاکيزګئ طلبګار اوسئ چه بغير دَ دے نه به څوک مالِک ليدے نۀ شى. ۱۵ګورئ! ښۀ پام کوئ چه څوک دَ خُدائے دَ فضل نه پاتے نۀ شى، هسے نۀ چه چرته ترخه زيله راوُټوکيږى اَؤ ستاسو دَ پاره عذاب شى اَؤ دَ هغے په سبب خلق پليت شى. ۱۶اَؤ نۀ دِ په تاسو کښے څوک حرامکار يا عيساؤ په شان بے دينه وى چه دَ يو وخت دَ ډوډئ په بدل ئے دَ خپلے مشرئ حق خرڅ کړو. ۱۷ځکه چه تاسو په دے پوهه يئ چه څۀ وخت چه هغۀ بيا دَ برکت وارث کيدل غوښتل نو هغه منُظور نۀ شو، اَؤ دَ نيت دَ بدلولو موقعه په لاس ورنۀ راغله سره دَ دے چه هغۀ په وير ژړا په هغے پسے ډير لټُون وکړو.

۱۸خبره داسے ده چه تاسو دَ سينا غرۀ غوندے ځائے ته نۀ يئ راغلى چه بنى اِسرائيلو هغے ته لاس وروړے شو چه هغه په اور سوزيدو، نه تيارئے، تورتم اَؤ طوفان ته. ۱۹اَؤ دَ بګل آواز اَؤ دَ کلام کوُونکى آواز راتلو اَؤ چه خلقو هغه آواز واؤريدو نو منت ئے وکړو چه مُونږ سره دِ نور کلام ونۀ کړے شى. ۲۰ځکه چه هغوئ دا حُکم ونۀ زغملے شو :  ”که څۀ ځناور دِ غر ته وبلوسى نو هغه دے په کاڼو مړۀ کړے شى.“ ۲۱هغه ننداره په رښتياؤ داسے هيبتناکه وه چه مُوسىٰ ووے چه :  ”زَۀ ډير ويريږم اَؤ رپيږم.“

۲۲خو تاسو دَ صيُون غر ته اَؤ دَ ژوندى خُدائے ښار ته، يعنے دَ آسمان بيتُ المُقدس اَؤ لکُونو فرښتو ته راغلى يئ. ۲۳اَؤ تاسو دَ خُدائے اول پيدا شوو مجلس، يعنے جماعت ته راغلى يئ چه نُومُونه ئے په آسمان کښے ليکلى شوى دى، تاسو خُدائے ته راغلى يئ چه دَ ټولو مُنصف دے، تاسو دَ صادِقانو روحُونو ته راغلى يئ، يعنے هغه چه کامل شوى دى، ۲۴اَؤ تاسو دَ نوى وعده تړُونکى عيسىٰ اَؤ دَ هغۀ نوستلے شوے دَ شهادت وينے ته راغلى يئ، اَؤ دَ هغۀ قُربانى دَ هابيل دَ قُربانئ نه ډيره فائده ورکوى.

۲۵نو پس خبردار شئ چه له هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ چه تاسو ته کلام کوى. هغه خلقو ته چه دَ خُدائے کلام په مزکه آؤرولے شو، چه هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول. نو هغه پيغام چه له آسمان نه آؤرولے کيږى که له هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟ ۲۶دَ خُدائے آواز خو هغه وخت مزکه ولړزوله خو اوس ئے دا لوظ کړے دے چه :  ”يو ځل به بيا زَۀ يواځے مزکه نه، بلکه آسمان هم ولړزوم.“ ۲۷دَ هغۀ ”وئيل يو ځل بيا“ دا خبره څرګندوى چه پيدا شوى څيزُونه چه لړزولى شى، به تير شى چه ناخوځيدُونکى څيزونه پاتے شى.

۲۸نو بيا چه مُونږ دَ هغۀ په بادشاهئ کښے شريک شوى يُو چه لړزولے نۀ شى نو ځکه دِ مُونږ دَ هغۀ فضل ونيسُو، نو مُونږ دِ دَ خُدائے په ويرے اَؤ زړۀ سواندے سره دَ خُدائے عبادت وکړُو ځکه چه دا هغه خوښوى. ۲۹نو ياد لرئ چه زمُونږ خُدائے يو سوزوُونکے اور هم دے.