0:00 / 0:00

دَ عبرانيانو په نُوم خط

پنځم باب

۱هر مشر کاهن دَ خلقو نه چُوڼ کړے شى اَؤ دَ خلقو دَ پاره دَ هغه خبرو دَ پاره مُقررولے شى کُومے چه دَ خُدائے سره تعلق لرى چه دَ ګُناهونو دَ پاره نذرانے اَؤ قُربانئ پيش کړى. ۲اَؤ هغه دَ ناپوهه اَؤ ګُمراهانو سره په نرمئ سره دَ پيش کيدو جوګه وى ځکه چه هغه په خپله هم په کمزورتياؤ کښے ګير دے. ۳په دے وجه لکه څنګه چه هغه دَ خلقو دَ پاره دَ ګُناهُونو قُربانى ورکوى هم هغه شان دِ دَ خپل ځان دَ پاره ورکړى. ۴اَؤ هيڅوک په خپله دا عزت نۀ شى مُوندلے تر څو چه دَ هارُون په شان دَ خُدائے له طرفه ونۀ بللے شى.

۵دغه شان مسيح هم دَ مشر کاهن عزت پخپله ونۀ مُوندلو بلکه هغه چا ورکړو چا چه ورته وئيلى وُو چه : 

”تۀ زما زوئے ئے، ما نن اِظهار کړے.“

۶لکه چه هغه په بل ځائے کښے وائى چه : 

”ته دَ ملکِ صِدق په شان تل تر تله کاهن يئے.“

۷څۀ وخت چه عيسىٰ په مزکه ژوند تيرولو نو هغۀ په زوره زوره چغے کړے اَؤ اوښکے ئے بهيدلے، خُدائے ته ئے دُعا ګانے اَؤ زارئ وکړے چا چه هغه له مرګ نه بچ کولے شو، اَؤ خُدائے ترسئ اَؤ دَ ځان وقف کولو په وجه خُدائے دَ هغۀ واؤريدو. ۸اَؤ سره دَ زوئے والى هغۀ تکليفُونه دَ زغملو سره فرمانبردارى زده کړله. ۹اَؤ چه کامل کړے شو نو دَ خپلو ټولو فرمانبردارانو دَ پاره دَ تل خلاصُون باعث وګرزيدو. ۱۰اَؤ هغۀ ته دَ خُدائے له طرفه دَ ملکِ صِدق په شان دَ مشر کاهن لقب ورکړے شو.

دَ مرتد کيدو په باره کښے نصيحت

۱۱دَ دے په باب کښے مُونږ ته ډيرے خبرے کول دى چه په هغوئ پوهيدل ګران دى ځکه چه تاسو په اُوچت آؤريدو عادت شوى نۀ يئ. ۱۲دَ وخت په مُطابق خو تاسو له اُستاذ کيدل په کار وُو خو اوس دَ دے خبرے حاجت دے چه څوک دَ خُدائے دَ کلام اِبتدائى اُصول تاسو ته بيا وښائى، اَؤ دَ سخت خوراک په ځائے تاسو ته دَ پيو څښلو حاجت پيښ شو. ۱۳څوک چه پئ وڅښى، هغه ماشُوم دے اَؤ ماشُوم په ښۀ اَؤ په بد نۀ پوهيږى. ۱۴اَؤ سخت خوراک دَ پاخۀ عُمر خلقو دَ پاره وى چه په تجربے سره دَ دے جوګه شوى دى چه په ښۀ اَؤ په بد پوهه شى.