0:00 / 0:00

دَ عبرانيانو په نُوم خط

شپږم باب

۱نو راځئ چه دَ مسيح دَ تعليم اِبتدائى خبرے پريږدُو اَؤ دَ کمال په لور قدم وړاندے کړُو. اَؤ دَ بے فائدے کارُونو نه په توبه کولو، اَؤ په خُدائے دَ ايمان راوړلو ۲اَؤ دَ بپتسمو اَؤ لاس کيښودلو اَؤ له مړو نه دَ بيا ژوندى کيدلو اَؤ دَ تل عدالت دَ تعليم بُنياد سر دوباره نۀ ږدُو. ۳اَؤ که خُدائے غواړى نو مُونږ به هم دغه کوُو.

۴ځکه چه دَ کُومو خلقو زړُونه يو ځل روښانه شول اَؤ هغوئ دَ آسمانى بخښنے خوند وڅښلو اَؤ په رُوحُ القُدس کښے شريک شول ۵اَؤ دَ خُدائے دَ غوره کلام اَؤ دَ راتلُونکى جهان دَ قوتُونو مزه ئے واخسته، ۶که چرے هغوئ مُرتد شى نو هغوئ دَ توبے دَ پاره بيا نوے کول ناممکنه ده، ځکه چه هغوئ دَ خُدائے زوئے له خپله طرفه په دويم ځل په سولئ کوى اَؤ ښکاره ئے شرموى.

۷ځکه چه کُومه مزکه دَ هغه باران اوبۀ وڅښى کُوم چه په هغے بيا بيا کيږى اَؤ دَ دهقان دَ پاره فائده من فصل پيدا کوى دَ چا له طرفه چه دَ هغے کرونده هم کيږى، هغه مزکه دَ خُدائے له طرفه برکت مُومى. ۸اَؤ که هغه مزکه اَزغى اَؤ جاړے زرغونوى نو بے فائدے ده اَؤ لعنت ته نزدے ده اَؤ انجام ئے سوزول دى.

۹زما ملګرو! اګر که مُونږ دا خبرے کوُو بيا هم ستاسو په باب کښے دَ دے نه غوره اَؤ دَ خلاصُون ورکوُونکو خبرو يقين لرُو. ۱۰ځکه چه خُدائے بے اِنصافه نۀ دے چه هغه ستاسو کار اَؤ هغه مينه هيره کړى چه دَ هغۀ دَ نُوم دَ خاطره مو داسے ظاهره کړه چه دَ پاکانو خدمت مو وکړو اَؤ کوئ ئے هم. ۱۱اَؤ مُونږ دَ دے خبرے آرزومند يُو چه په تاسو کښے دِ هر څوک په پُوره اُميد سره تر آخره هم دغه شان کوشِش ظاهروى، ۱۲دَ دے دَ پاره چه سُست نۀ شئ بلکه دَ هغوئ په شان شئ څوک چه دَ ايمان اَؤ زغم په وجه دَ لوظ وارثان کيږى.

دَ خُدائے پوخ لوظ

۱۳لکه چه خُدائے دَ اِبراهيم سره دَ لوظ کولو په وخت دَ قسم خوړلو دَ پاره هيڅوک دَ ځان نه لوئے بيا نۀ مُوندلو، نو په خپل ځان ئے قسم وخوړلو. ۱۴وئے فرمائيل چه ”زَۀ به تا ته په رښتيا په برکتُونو برکتُونه دربخښم اَؤ ستا اَؤلاد به ډير زياتوم.“ ۱۵اَؤ دغه شان په صبر کولو اِبراهيم دَ لوظ څيزُونه حاصل کړل. ۱۶خلق خو دَ ځان نه دَ لوئے قسم خورى اَؤ دَ هغوئ دَ هر يو بحث آخرى ثبوت دَ قسم سره وى. ۱۷خُدائے چا سره چه لوظ کړے وو، هغۀ هغوئ ته دا باور ورکول غوښتل چه دَ هغۀ اِرادے بدليدے نۀ شى، ځکه هغۀ دَ لوظ نه علاوه قسم هم وخوړلو. ۱۸چُنانچه دَ خُدائے لوظ اَؤ دَ خُدائے قسم دوه داسے څيزُونه دى چه بدليدے نۀ شى ځکه چه دَ هغوئ په باب کښے خُدائے دروغ نۀ شى وئيلے. اوس چه مُونږ په هغۀ کښے پناه واخسته، ډيره په زړه ورتيا سره هغه اُميد نيولے شُو چه زمُونږ په مخکښے کيښودے شوے دے. ۱۹دا اُميد زمُونږ دَ ځان دَ پاره دَ يو داسے لنګر کار کوى چه پوخ اَؤ قائم دے اَؤ دَ آسمان دَ پردے دَ ننه پاکترين مقام ته هم رسيدلے دے. ۲۰چرته چه عيسىٰ دَ تل دَ پاره دَ ملکِ صِدق دَ طريقے په مُطابق دَ مشر کاهن جوړيدو سره زمُونږ نه مخکښے اَؤ زمُونږ دَ خاطره لاړو.