0:00 / 0:00

دَ عبرانيانو په نُوم خط

اُووم باب

دَ ملکِ صِدق دَ کهانت طريقه

۱اَؤ ملکِ صِدق دَ شاليم بادشاه، دَ عظيم خُدائے کاهن وو. کله چه اِبراهيم بادشاهانو له شکست ورکړو اَؤ واپس راتلو نو ملکِ صِدق دَ هغۀ هر کلے وکړو اَؤ دَ هغۀ دَ پاره ئے برکت وغوښتو. ۲هغۀ ته اِبراهيم دَ ټولو څيزُونو عُشر ورکړو. دَئے اول خو دَ خپل نُوم دَ معنىٰ په مُطابق ”دَ صداقت بادشاه“ دے اَؤ بيا دَ شاليم، يعنے ”دَ صُلح بادشاه.“ ۳په پاک کلام کښے نۀ خو دَ ملکِ صِدق دَ پلار څۀ ذکر شته، نۀ دَ مور اَؤ نۀ دَ پلار نيکۀ اَؤ نۀ دَ هغۀ دَ پيدايښت اَؤ نۀ دَ مرګ بيان مُوندلے کيږى، دغه شان هغه دَ خُدائے دَ زوئے په شان تل تر تله کاهن دے.

۴نو بيا غور وکړئ چه دا څۀ رنګ مشر وو چا ته چه دَ قوم نيکۀ اِبراهيم دَ غنيمت دَ ښۀ نه ښۀ مال عُشر ورکړو. ۵اوس دَ لاوى په اَؤلاد کښے چه څوک دَ کاهنتوب عُهده مُومى، هغوئ ته حُکم دے چه دَ اُمت، يعنے دَ خپلو ورُوڼو نه اګر که هغه دَ اِبراهيم له نسل نه وى، دَ شريعت په مُطابق دِ عُشر آخلى. ۶خو اګر که دَ ملکِ صِدق نسب دَ هغوئ نه جُدا دے، هغۀ دَ اِبراهيم نه عُشر واخستو چه ورسره لوظُونه کړى شوى وُو، نو دَ هغۀ دَ پاره ئے برکت وغوښتو. ۷اَؤ په دے کښے دويمه خبره نِشته چه ورکوټے له لوئے نه برکت مُومى. ۸اَؤ دلته خو کاهن چه مړ کيدُونکے دے عُشر آخلى، خو هلته ئے ملکِ صِدق آخلى دَ چا په حق کښے چه ګواهى ورکولے کيږى چه ژوندے دے. ۹نو بيا مُونږ وئيلے شُو چه لاوى چه عُشر آخلى دَ اِبراهيم په وسيله عُشر ورکړو. ۱۰ځکه چه څۀ وخت چه ملکِ صِدق دَ اِبراهيم هر کلے وکړو نو لاوى تر هغه وخته پورے پيدا شوے نۀ وو، نو داسے وئيلے شُو چه دَ نيکۀ اِبراهيم په وجُود کښے وو.

۱۱نو بيا دَ لاوى کاهنانو په طريقه قوم ته شريعت ورکړے شوے وو اَؤ که دَ هغۀ دَ طريقے په مُطابق دَ قوم خلق کامل کيدے شول نو دَ دے حاجت نۀ وو چه بل قِسم کاهن مقرر کړے شى، يعنے داسے کاهن چه دَ ملکِ صِدق په طريقه وى اَؤ دَ هارون په طريقه نۀ وى. ۱۲اَؤ چه کاهنتوب بدل شو نو دَ شريعت بدليدل هم ضرورى دى. ۱۳ځکه چه دَ چا په باب کښے چه دا خبرے کولے شى، هغه دَ بلے قبيلے دے په کُومه کښے چه هيچا هم دَ قُربانګاه خدمت نۀ دے کړے. ۱۴يعنے ظاهره ده چه زمُونږ مالِک له يهُوداه دَ قبيلے نه پيدا شو اَؤ دَ دے قبيلے په باب کښے مُوسىٰ دَ کاهنتوب هيڅ ذکر نۀ دے کړے.

۱۵نو زمُونږ دعوىٰ نوره هم صفا ښکاره شوه چه دَ ملکِ صِدق په شان يو بل داسے کاهن پيدا کيدُونکے وو، ۱۶څوک چه دَ جسمانى حُکمُونو دَ شريعت په مُطابق نه، بلکه دَ غير فانى ژوندُون دَ قُوت په مُطابق وټاکلے شو. ۱۷ځکه چه دَ هغۀ په حق کښے دا ګواهى ورکړے شوے ده چه :  ”تۀ به دَ ملکِ صِدق په طريقه تل تر تله کاهن يئے.“ ۱۸غرض دا چه اول حُکم دَ کمزورئ اَؤ دَ بے فائدے کيدو په وجه منسُوخ شو، ۱۹ځکه چه شريعت هيڅ څيز کامل کړے نۀ دے اَؤ دَ هغۀ په ځائے ئے يوه غوره اُميد کيښودو چه دَ هغۀ په وسيله مُونږ خُدائے ته نزدے کيدے شُو.

۲۰اَؤ دَ مسيح مُقرر کيدل بغير دَ قسمه ونۀ شو، ولے چه هغوئ خو بغير دَ قسمه کاهنان مُقرر شوى دى ۲۱خو دَئے دَ قسم سره دَ خُدائے دَ طرفه مُقرر شو چه هغۀ دَ دۀ په باب کښے ووئيل چه : 

”مالِک قسم خوړلے دے اَؤ دَ هغۀ نه به ګرزى نه

چه تۀ تل تر تله کاهن يئے.“

۲۲دَ دے دَ پاره عيسىٰ دَ يو غوره وعدے ضامن شو.

۲۳دَ کاهنانو شمير ځکه زيات شو چه هغوئ دَ مرګ په وجه په خپلے عُهدے باندے قائم پاتے کيدے نۀ شُو. ۲۴خو عيسىٰ تل تر تله ژوندے پاتے کيږى، نو ځکه هغه داسے کاهن دے چه دَ هغۀ په ځائے بل هيڅوک نۀ مُقرر کيږى. ۲۵دَ دے دَ پاره چه څوک دَ دَۀ په وسيله خُدائے ته راځى هغه هغوئ ته پُوره پُوره خلاصُون ورکولے شى ځکه چه هغه دَ هغوئ دَ شفاعت دَ پاره هميشه ژوندے دے.

۲۶ځکه چه دغه شان مشر کاهن زمُونږ هم په کار دے چه هغه پاک اَؤ بے ريا اَؤ بے داغه وى، اَؤ له ګُناه ګارانو نه جُدا کړے اَؤ له آسمانُونو نه اُوچت کړے شوے وى. ۲۷اَؤ دَ هغه مشرانو کاهنانو په شان دے ته مُحتاجه نۀ وى چه هره ورځ اول دَ خپلو ګُناهُونو دَ پاره اَؤ بيا دَ اِسرائيل دَ اُمت دَ ګُناهُونو دَ پاره قُربانئ ورکوى ځکه چه دا هغۀ په يو ځل وکړل څۀ وخت چه ئے خپل ځان قُربان کړو. ۲۸ځکه چه شريعت خو کمزورى کسان مشران کاهنان مُقرروى، خو کله چه خُدائے دَ شريعت نه وروسته په قسم خوړلو سره وعده کوى نو هغه زوئے مُقرر کوى چه دَ تل دَ پاره قائم پاتے کيږى.