Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ په تېر وخت کې کله چې د افرایم قبیلې خبرې کولې، نو د اسراییلو نورې قبیلې به لړزېدلې، هغوی به افرایم ته د درناوي په سترګه کتل. خو د افرایم خلک بعل ته په عبادت کولو سره د ګناه د سزا لایق شول او د دې کار په سبب به هغوی مړه شي. ۲ هغوی د خپلو ځانونو دپاره فلزي مجسمې جوړوي او د خپلو سپینو زرو څخه د خپلو لاسونو په مهارت بتان جوړوي او په دې کار سره اوس زیاته ګناه کوي او بیا وایي: «د هغو دپاره قربانۍ وړاندې کړئ!» څوک څنګه کولای شي چې دغه بتان چې د خوسیانو په شکل جوړ شوي دي، ښکل کړي! ۳ نو دا خلک به لکه د سهار د لړو او دوپ په شان ورک شي او لکه د پرخې په شان چې سهار وختي له منځه ځي. هغوی به د هغو بوسو په شان وي چې باد یې له درمند څخه وړي او د هغه لوګي په شان چې د سوري نه وځي.
۴ څښتن وایي: «زه ستاسو هماغه څښتن خدای یم چې د مصر نه یې راوویستلئ. پرته زما نه بل خدای مه منئ. زه ستاسو یوازېنی ژغورونکی یم. ۵ هغه زه وم چې په وچه دښته کې مې په تاسو باندې پام کاوه. ۶ خو کله چې ما تاسو ته خواړه درکړل او تاسو ماړه شوئ، نو بیا مغروره شوئ او زه مو هېر کړم. ۷ نو زه به په تاسو باندې لکه د زمري په شان حمله وکړم. د پړانګ په شان به ستاسو په لاره کې په کمین کې کښېنم. ۸ زه به تاسو باندې د هغې اېږې په شان چې بچي یې غلا شوي وي، حمله وکړم او ستاسو سینه به څیرې کړم. تاسو به لکه د زمري په شان وخورم او د ځنګلي حیوان په شان به مو ټوټې ټوټې کړم.
۹ ای د اسراییلو خلکو! زه به تاسو تباه کړم، نو بیا څوک کولای شي ستاسو سره مرسته وکړي؟ ۱۰ اوس ستاسو پاچا چېرته دی چې په خپلو ټولو ښارونو کې تاسو وژغوري؟ او ستاسو حاکمان چېرته دي چې تاسو به غوښتل او ویل به مو چې مونږ ته پاچا او مامورین راکړه؟ ۱۱ ما په خپل قهر کې تاسو ته پاچاهان درکړل او د خپل غضب په وخت کې مې بېرته درڅخه واخیستل.
۱۲ د اسراییلو ګناهونه او بدکارۍ ثبت شوي دي او هغه لیکنې خوندي ساتل شوې دي. ۱۳ اسراییلو ته د ژوندي پاتې کېدلو دپاره موقع شته، خو هغوی دومره بېعقله دي چې ګټه ورڅخه نه اخلي، هغوی د هغه ماشوم په شان دي چې د زېږېدلو په حال کې وي او نه غواړي چې د مور د خېټې نه راووځي.
۱۴ ایا زه به هغوی د قبر څخه ونه ژغورم او نه به یې د مرګ د پنجو څخه خلاصوم؟ ای مرګه، په هغوی باندې وبا راوله! ای د مړو دنیا، خپله تباهي دې راوله! زه به په دې خلکو باندې نور رحم نه کوم.
۱۵ که افرایم د نورو قبیلو څخه ډېر نېکمرغه هم شي، زه به تود ختیځ باد نازل کړم او هغه به د هغوی چینې وچې او څاهګانې به یې له منځه یوسي. هغه باد به د هغوی ټول قیمتي شیان له ځان سره یوسي. ۱۶ سامریه باید د هغې سرکښۍ له امله چې زما په وړاندې یې کوي، سزا وزغمي. د هغې خلک به په جنګ کې مړه شي، ماشومان به په ځمکه راوغورځیږي او مړه به شي او د امیدوارو ښځو خېټې به وشکیږي.»