د هوشع نبي کتاب

پنځم فصل

د اسراییلو او یهودا د سزا ورځ راروانه ده

۱ څښتن وایي: «ای کاهنانو، دې ته غوږ ونیسئ! ای د اسراییلو مشرانو، پام وکړئ! ای د شاهي کورنۍ خلکو، واورئ! نو اوس به ستاسو په هکله قضاوت کیږي! ځکه چې تاسو بتانو ته په عبادت کولو سره خلک د مصفه په ښار کې په دام او د تابور په غره کې په جال کې راګېر کړي دي. ۲ ای سرکښه خلکو، تاسو په کنده کې د قربانۍ دپاره ډېر حلال کړي دي، نو زه به تاسو ټولو ته سزا درکوم. ۳ زه اسراییل پېژنم او هغه زما نه خپل ځان نه شي پټولی. هغې بتانو ته په عبادت کولو سره خپل ځان لکه د فاحشې په شان ناپاکه کړی دی.»

۴ خلکو چې کوم بد عملونه کړي دي، هغه خدای ته د دوی د بېرته راګرځېدلو مخنیوی کوي. هغوی په سختې بت‌پرستۍ کې راګېر شوي دي او هغوی څښتن نه پېژني. ۵ د اسراییلو د خلکو غرور د هغوی په خلاف شاهدي ورکوي. اسراییل د خپلو ګناهونو له امله تیندکونه خوري او د یهودا خلک هم ورسره غورځیږي. ۶ هغوی خپلې رمې او پادې وړي چې څښتن ته یې د قربانیو په توګه وړاندې کړي، خو هغوی څښتن نه شي موندلی، ځکه چې هغوی یې پریښي دي. ۷ هغوی د څښتن سره بې‌وفایي کړې ده. هغوی چې کوم اولادونه راوړي دي، هغه حرامیان دي. نو اوس به د نوې میاشتې نه مخکې هغوی او د هغوی ځمکې زر له منځه لاړې شي.

څښتن اسراییلو او یهودا ته خبرداری ورکوي

۸ په جبعه کې د جنګ سرنی ووهئ! په رامه کې د خطر زنګ ووهئ! په بیت‌آون کې د جنګ نارې ووهئ! ای د بنیامین خلکو، جنګ ته لاړ شئ، مونږ درپسې یو. ۹ ای د افرایم خلکو، ستاسو د سزا ورځ راروانه ده او ټول به تباه شي. کوم څه چې ما د اسراییلو قبیلو ته ویلي دي، هغه به په رښتیا سره پېښ شي!

۱۰ څښتن وایي: «د یهودا مشران د هغو خلکو په شان دي چې د جایداد د حد نښه بېځایه کوي. نو زه به خپل قهر لکه د سېلاب په شان په هغوی باندې نازل کړم. ۱۱ په اسراییلو باندې ظلم کیږي او د هغوی په هکله سخت قضاوت شوی دی، ځکه چې هغوی په دې ټینګار کاوه چې د بې‌ګټو بتانو عبادت وکړي. ۱۲ زه به لکه د چینجي په شان چې وړۍ له منځه وړي، د اسراییلو خلک تباه کړم او د یهودا کور به لکه د لرګي په شان خوسا کړم.

۱۳ کله چې اسراییلو خپله ناروغي او یهودا خپل زخمونه ولیدل، نو اسراییل آشور ته لاړل چې د لوی پاچا نه مرسته وغواړي، خو هغه ونه شو کولای چې د هغوی علاج وکړي او یا یې زخمونه روغ کړي. ۱۴ خو زه به د اسراییلو په خلکو او یهودا باندې لکه د زمري په شان حمله وکړم. زه به په خپله هغوی ټوټې ټوټې کړم. زه به هغوی راکاږم او هېڅوک به نه شي کولای چې هغوی راڅخه خلاص کړي.

۱۵ زه به تر هغه وخته پورې خپل قوم پرېږدم، ترڅو پورې هغوی په خپلو ګناهونو باندې اقرار وکړي او ما ته راوګرځي. کله چې په هغوی باندې مصیبت راشي، نو زما د پیدا کولو هڅه به وکړي.»