Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د اشعیا نبي کتاب
یوولسم فصل
د یسي د اولادې مثال لکه د ونې څانګه
۱ د یسي د زوی داود شاهي کورنۍ د هغې ونې په شان ده چې وهل شوې وي، خو څنګه چې د هغې ونې له تنې څخه نوې څانګې راشنې کیږي، نو همداسې به د داود د اولادې څخه «یوه څانګه» یعنې یو نوی پاچا راڅرګند شي.
۲ روح د څښتن به وي له هغه سره
هغه روح چې ورکوي خلکو ته پوهه او حکمت
هغه روح چې ورکوي مشوره او قوت
وي به روح د پېژندنې او درناوي د څښتن
۳ او خوشحالیږي به هغه د څښتن وېره کې
په ظاهري بڼه د چا به قضاوت نه کوي
او نه به کوي پرېکړه هسې خبرو باندې
۴ بلکې کوي به قضاوت د غریبانو د انصاف له مخې
او کړي دفاع به د بېوزلو د حقونو څخه
ځمکه به ولړزوي د هغه د کلام زور
یو پوکی به یې د خولې یوسي له منځه بدکاران
۵ وي عدالت به د هغه ملاتړ
وفاداري به یې وي کمربند
۶ په پاچاهۍ کې د هغه به لېوان
او وري یوځای اوسيږي
د سېرلو سره به یوځای وي پړانګان پراته
خوسیان به کړي یوځای خوراک
د زمریانو د بچیانو سره
او دوی به پیایي یو وړوکی ماشوم
۷ یوځای خوراک به کوي اېږې او غواګانې سره
او د هغوی بچیان به وي یوځای پراته په امن
زمریان به بوس خوري د غویانو په شان
۸ کړي د شیدو ماشوم به لوبې د چمچه مار
سوړه کې
له شیدو څخه بېل شوی ماشوم
وهي سوړه کې به لاس د زهرجن مار
۹ زما په سپېڅلي غره صهیون باندې به
هېچا او هېڅ شي ته به ونه رسي زیان
او نه به له منځه لاړ شي
لکه چې څنګه دي بحرونه د اوبو څخه ډک
نړۍ به دغه شان وي ډکه د څښتن د پېژندنې څخه
د جلاوطنو خلکو بېرته راستنېدل
۱۰ داسې ورځ به راشي چې د یسي د زوی داود د کورنۍ څخه به یو نوی پاچا د ټولو قومونو دپاره یو بیرغ وي. هغوی به د هغه په لټه کې وي او د هغه استوګنځی به له جلاله ډک وي. ۱۱ کله چې هغه ورځ راشي، نو څښتن به یوځل بیا خپل لاس اوچت کړي او خپل پاتې خلک به چې په آشور، د مصر په جنوبي سیمه فتروس، ایتوپیا، عیلام، بابل او حمات په هېوادونو او د مدیترانې د بحیرې په غاړو او جزیرو کې دي، بېرته راولي. ۱۲ څښتن به د نښې په توګه د قومونو په منځ کې یو بیرغ ورپوي او د نړۍ د څلورو کنجونو څخه به جلاوطني خواره واره اسراییلیان او یهودیان بېرته راولي. ۱۳ د اسراییلیانو حسادت به د یهودا سره پای ته ورسیږي او یهودا به اسراییلیان ونه ځوروي او هغوی به نور د اسراییلیانو له خوا ونه ځورول شي. ۱۴ هغوی به په ګډه د لوېدیځ له خوا په فلسطینیانو باندې حمله وکړي او هغه خلک به لوټ کړي چې ختیځ خواته اوسیږي. هغوی به د ادوم او موآب خلکو ته ماتې ورکړي او د عمون خلک به د هغوی اطاعت کوي. ۱۵ څښتن به د سرې بحیرې خلیج وچ کړي. هغه به خپل لاس د فرات د سیند خواته اوچت کړي او دا سیند به د یو سوځوونکي باد سره په اوو ویالو باندې ووېشي، ترڅو هرڅوک وکولای شي په اسانۍ سره په پښو د هغه نه تېر شي. ۱۶ د څښتن د قوم نه د هغو خلکو دپاره چې ژوندي پاتې شوي دي، د آشور نه به د وتلو لویه لاره جوړه شي، لکه د هغوی د نیکونو په شان چې د مصر نه وتل.