Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د اشعیا نبي کتاب
دولسم فصل
د ژغورنې دپاره د شکرګزارۍ سندره
۱ داسې ورځ راروانه ده چې تاسو به دا سندره ووایئ:
ای څښتنه، زه کوم شکرګزاري ستا
که څه هم راته په قهر وې ته
اوس نور په قهر نه یې او تسلي راکوې
۲ ګورئ، چې خدای دی زما ژغورونکی
زه به هغه باندې توکل کوم او نور به نه وېرېږم
ځکه څښتن خدای قوي کړمه زه
د هغه په هکله زه سندره وایم
زه یې ژغورلی یمه
۳ څنګه چې تږي خوشحالیږي د څاه په اوبو
همداسې کړي به خوشحالي هغوی
هغه وخت چې خدای وژغوري خپل قوم
۴ هغه ورځ راروانه ده چې تاسو به دا سندره ووایئ:
کړئ د څښتن شکر ادا! وکړئ دعا یې په نوم
څه چې کړي هغه، هغه بیان کړئ ټولو قومونو ته
هغوی ته ووایئ چې څومره ډک دی
د جلال نه نوم د هغه
۵ څښتن ته ووایئ سندره د هغه
د پرجلاله کارنامو په خاطر
پرېږدئ له دې څخه خبره شي نړۍ ټوله
۶ ای اوسېدونکو د صهیون
په لوړ اواز ووهئ چیغې
او سندرې د خوښۍ ووایئ
ځکه ډېر لوی دی سپېڅلی خدای د اسراییلو
او اوسیږي ستاسو منځ کې