چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ داسې ورځ راروانه ده چې تاسو به دا سندره ووایئ:
«ای څښتنه، زه کوم شکرګزاري ستا!
که څه هم ته راته په قهر وې
اوس نور په قهر نه یې او ماته تسلي راکوې
۲ ګورئ، چې خدای زما ژغورونکی دی
زه به هغه باندې توکل کوم او نور به نه وېرېږم
ځکه څښتن خدای زه قوي کړمه
د هغه په هکله زه سندره وایم
زه یې ژغورلی یمه
۳ څنګه چې تږي خوشحالیږي د کوهي په اوبو
همداسې کړي به خوشحالي هغوی
په هغه وخت چې خدای وژغوري خپل قوم»
۴ هغه ورځ راروانه ده چې تاسو به دا سندره ووایئ:
«کړئ د څښتن شکر ادا! وکړئ دعا یې په نوم!
هغه چې څه کړي بیان یې کړئ ټولو قومونو ته
هغوی ته ووایئ چې څومره ډک دی د هغه نوم د جلال نه
۵ څښتن ته ووایئ سندره د هغه د پر جلاله کارنامو په خاطر
پرېږدئ چې نړۍ ټوله د دې څخه خبره شي
۶ ای اوسېدونکو د صهیون
په لوړ اواز ووهئ چیغې او سندرې د خوښۍ ووایئ
ځکه ډېر لوی دی سپېڅلی خدای د اسراییلو
او اوسیږي ستاسو منځ کې»