د اشعیا نبي کتاب

دولسم فصل

د ژغورنې دپاره د شکرګزارۍ سندره

۱ داسې ورځ راروانه ده چې تاسو به دا سندره ووایئ:

«ای څښتنه، زه کوم شکرګزاري ستا!

که څه هم ته راته په قهر وې

اوس نور په قهر نه یې او ماته تسلي راکوې

۲ ګورئ، چې خدای زما ژغورونکی دی

زه به هغه باندې توکل کوم او نور به نه وېرېږم

ځکه څښتن خدای زه قوي کړمه

د هغه په هکله زه سندره وایم

زه یې ژغورلی یمه

۳ څنګه چې تږي خوشحالیږي د کوهي په اوبو

همداسې کړي به خوشحالي هغوی

په هغه وخت چې خدای وژغوري خپل قوم»

۴ هغه ورځ راروانه ده چې تاسو به دا سندره ووایئ:

«کړئ د څښتن شکر ادا! وکړئ دعا یې په نوم!

هغه چې څه کړي بیان یې کړئ ټولو قومونو ته

هغوی ته ووایئ چې څومره ډک دی د هغه نوم د جلال نه

۵ څښتن ته ووایئ سندره د هغه د پر جلاله کارنامو په خاطر

پرېږدئ چې نړۍ ټوله د دې څخه خبره شي

۶ ای اوسېدونکو د صهیون

په لوړ اواز ووهئ چیغې او سندرې د خوښۍ ووایئ

ځکه ډېر لوی دی سپېڅلی خدای د اسراییلو

او اوسیږي ستاسو منځ کې»