د اشعیا نبي کتاب

څلورویشتم فصل

نړۍ ته د څښتن سزا

۱ ګورئ، نژدې دی چې څښتن ځمکه ورانه او ویجاړه او شاړه کړي. هغه به د ځمکې مخ کندې کپرې او خلک به یې خواره واره کړي. ۲ که هغه عادي خلک وي یا کاهنان، غلامان وي یا باداران، وینځې وي یا بادارانې، اخیستونکي یا خرڅوونکي، پور ورکوونکي یا پور اخیستونکي، د دې ټولو تقدیر او قسمت به یوشان وي. ۳ ځمکه به په پوره توګه ویجاړه او لوټ شي. دا څښتن ویلي دي.

۴ ځمکه وچیږي، هرڅه مړاوي کیږي او د نړۍ بنیاد سستیږي. د نړۍ غوره خلک کمزوري کیږي. ۵ خلکو د ځمکې مخ ناپاکه کړی دی، ځکه چې هغوی د څښتن د حکمونو څخه سرغړونه کړی ده او د هغه تلپاتې لوظ یې مات کړی دی. ۶ نو په دې خاطر ځمکه لعنتي شوې ده. خلک یې د خپلو کړنو سزا ویني او ورځ په ورځ د هغوی شمېر کمیږي. ۷ د انګورو تاکونه وچیږي او شراب کمیږي. کوم خلک چې یو وخت خوشحاله وو اوس اوسیلي وباسي. ۸ د هغوی له خوشحالۍ ډک د چمبو او ربابونو اواز او د چړچو کوونکو اوازونه نور نه اورېدل کیږي. ۹ له بده مرغه خلک نور شراب نه څښي او سندرې نه وایي، هغوی ته شراب خوند نه ورکوي. ۱۰ ښار وران او ګډوډ شوی دی او د هر یو کور دروازه تړلې ده، ترڅو هېڅوک ورننه نه وځي. ۱۱ خلک په کوڅو کې د شرابو د نشتون له امله چیغې وهي. خوښي د تل دپاره له منځه تللې او خوشحالي د ځمکې له مخه ورکه شوې. ۱۲ ښار وران شوی او دروازې یې دړې وړې شوې دي. ۱۳ نو د نړۍ ټول قومونه به داسې شي لکه د زیتون د هغې ونې په شان چې مېوه یې راټوله او یا د هغه تاک په شان چې انګور یې شکول شوي وي.

۱۴ ژوندي پاتې شوي خلک د خوشحالۍ سندرې وایي. هغوی چې په لوېدیځ کې دي څښتن ته په لوړ اواز جلال ورکوي. ۱۵ څوک چې په ختیځ کې دي، د څښتن ستاینه وکړئ. څوک چې د بحیرې په غاړو او جزیرو کې دي، د اسراییلو د څښتن خدای ثنا او صفت وکړئ. ۱۶ مونږ د نړۍ له هرې خوا د عادل خدای د ثنا او صفت سندرې اورو.

خو افسوس زما په حال! زه د خاینانو د خیانت د دوام له امله ډنګر او کمزوری شوی یم. د هغوی ټګي نوره هم زیاتیږي. ۱۷ ای د نړۍ خلکو واورئ! وېره، کندې او دامونه تاسو ته تیار دي. ۱۸ که څوک له وېرې تښتي هغه به په کنده کې لویږي، که څوک له کندې ووځي هغه به په دام کې راګېر شي. سخت بارانونه وریږي او د ځمکې بنیادونه لړزیږي. ۱۹ ځمکه به بیخي وچوي، هغه به سره بېله شي او سخته به ولړزیږي. ۲۰ ځمکه به لکه د نشه سړي په شان کږه وږه لاړه شي او هغه به د یوې جونګړې په شان وي چې په توفان کې زنګیږي. نړۍ به د خپلو ګناهونو له امله کړوپه شي، هغه به داسې راوغورځیږي چې بیا به هېڅکله راپورته نه شي.

۲۱ په هغه ورځ به څښتن په اسمان کې اسماني قدرتونو ته او په ځمکه کې د نړۍ پاچاهانو ته سزا ورکړي. ۲۲ خدای به هغوی د بندیانو په توګه په یوه کنده کې راغونډ کړي او له ډېرو ورځو وروسته به ورته سزا ورکړي. ۲۳ نو سپوږمۍ به تیاره شي او لمر به نور نه ځلیږي، ځکه چې مطلق قادر څښتن به په اورشلیم کې د صهیون په غره باندې پاچاهي کوي او مشران به د هغه جلال ویني.