Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د اشعیا نبي کتاب
اووه ویشتم فصل
۱ په هغه ورځ به څښتن په خپلې تېرې، وژونکې او غټې تورې سره بحري ښامار ته یعنې هغه تښتېدونکي مار ته چې تاویږي او راتاویږي، سزا ورکړي او هغه ښامار به ووژني چې په بحیره کې اوسیږي.
۲ په هغه ورځ به څښتن ووایي چې د یو زړه وړونکي د انګورو باغ په اړه سندره ووایئ:
۳ زه څښتن یمه ساتونکی د دې باغ
او هر وخت ورته اوبه ورکوم
شپه او ورځ ترې زه ساتنه کوم
چې څوک ونه رسوي زیان ورته
۴ زه د انګورو په باغ نه یمه نور په قهر
خو که په کې ولیدل شي اغزي او کرکڼې
وبه جنګېږم د هغو په وړاندې
او ټول به وسوځوم
۵ خو که دښمنان زما د قوم وغواړي
چې راوړي ما ته پناه
او غوښتنه وکړي له ما د روغې جوړې
پرېږدئ چې وکړي روغه جوړه دوی زما سره
۶ هغه وخت به راشي چې د اسراییلو قوم یعنې د یعقوب اولاده به لکه د ونې په شان ریښې وکړي، غوټۍ ونیسي او ګلان وغوړوي او ټوله نړۍ له مېوې ډکه کړي.
۷ څښتن اسراییلیانو ته دومره سزا نه ده ورکړې لکه د هغوی دښمنانو ته چې یې ورکړې ده. د اسراییلو خلک یې د هغوی په اندازه نه دي وژلي. ۸ څښتن د اسراییلو خلکو ته سزا ورکړه او هغوی یې جلاوطنه کړل. هغوی یې د ختیځ له خوا د یو تند باد سره لېرې یووړل. ۹ خو د اسراییلو ګناهونه به یوازې هغه وخت وبخښل شي او پای ته به ورسیږي، کله چې بتانو ته د قربانۍ د ځایونو تیږې لکه د تباشیر په شان ټوټې ټوټې شي او همدارنګه بتانو ته به د خوشبویۍ د سوځولو د ځایونو او د اشیره د بتانو نښې نښانې پاتې نه شي.
۱۰ ټینګ ښارونه پرېښودل شوي دي او د دښتې په شان څوک په کې نه اوسیږي. هغه د څارویو څړځای جوړ شوی دی چې په کې ارام وي او د څانګو پاڼې وخوري. ۱۱ د ونو څانګې وچې شوې، ښځې یې ماتوي او د سوځولو دپاره یې وړي. څښتن چې د هغوی خالق دی، په دې قوم زړه نه سوځوي او رحم نه کوي، ځکه چې هغوی پوهه نه لري.
۱۲ په هغه ورځ به څښتن لکه څوک چې غنم له بوسو بېلوي، همداسې به د اسراییلو خلک د فرات د سیند نه نیولې د مصر تر پولې پورې یو یو کس راټول کړي. ۱۳ په هغه ورځ به لوی سرنی ووهل شي او هغه ټول اسراییلیان چې د آشور او د مصر په هېوادونو کې جلاوطنه دي، هغوی به بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او د څښتن عبادت به د هغه په سپېڅلي غره باندې چې په اورشلیم کې دی، وکړي.