Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د اشعیا نبي کتاب
اته ویشتم فصل
افسوس د سامرې د ښار په حال
۱ افسوس د سامرې د ښار په حال! ځکه چې د اسراییلو د نشهیي مشرانو د پرتمین تاج په شان دی. هغه د یوې حاصلخېزې درې په سر پروت دی، خو ښایست به یې لکه د ګلانو په شان مړاوی شي. دا د هغو خلکو دپاره ویاړ دی چې په شرابو نشه کیږي. ۲ ګورئ، څښتن داسې زورور کسان لري چې حملې ته تیار دي، دا کسان به د یو زورور توفان، ږلۍ، باران او سېلاب په شان راشي او ښار به تباه او له منځه لاړ شي. ۳ بیا به سامره چې د نشهیي مشرانو غرور او د یو پرتمین تاج په شان دی، ترپښو لاندې شي. ۴ بیا د دې مړاوي کېدونکي ګل ښکلا به چې د یوې حاصلخېزې درې په سر کې دی، داسې له منځه لاړه شي لکه د انځرو د لومړنۍ مېوې په شان چې څنګه پخه شي، وشکول شي او وخوړل شي.
۵ په هغه ورځ به مطلق قادر څښتن د خپلو ژوندي پاتې شویو خلکو دپاره لکه د یو پرتمین تاج په شان وي. ۶ څښتن به هغو کسانو ته چې د قاضیانو په توګه دنده لري د عدالت او انصاف وس او توان ورکړي او هغو کسانو ته چې د حملې په وخت کې د ښار له دروازو ساتنه کوي، زړورتیا ورکړي.
اشعیا او د یهودا نشهیي کاهنان او نبیان
۷ حتی تر دې پورې چې کاهنان او نبیان هم دومره نشه دي او دومره ډېر شراب یې څښلي چې په لاره کاږه واږه روان دي. نبیان په هغو رویاګانو نه پوهیږي چې څښتن ورته رالېږلي او هم کاهنان د قضاوت کولو په وخت کې زنګیږي. ۸ د هغوی دسترخوان د کانګو او چټلیو څخه ډک دی او هېڅ یو پاک ځای په کې نه لیدل کیږي.
۹ هغوی زما نه شکایت کوي او وایي: «دا سړی چې مونږ ته زده کړه راکوي، څوک دی؟ د هغه پیغام ته څوک اړ دی؟ د هغه تعلیم او پیغام یوازې د هغو ماشومانو دپاره ښه دی چې همدااوس له تي نه بېل شوي دي. ۱۰ په رښتیا هغه تش د بېمعنی لغتونو اواز وباسي.»
۱۱ ګورئ، که تاسو زما خبرو ته غوږ ونه نیسئ، نو څښتن به د پردیو خلکو په وسیله په عجیبه ژبه تاسو سره خبرې وکړي. ۱۲ څښتن غوښتل چې تاسو ستړو ته ارامي درکړي، خو تاسو د هغه د منلو څخه ډډه وکړه. ۱۳ نو له دې امله به تاسو ته د څښتن کلام لکه د بېمعنی لغتونو د اواز په شان وي. نو هغه وخت چې هر قدم اخلئ، وبه ښويېږئ. تاسو به زخمیان شئ، په دام کې به راګېر شئ او اسیران به شئ.
د صهیون د تهداب غوره تیږه
۱۴ ای د اورشلیم ملنډې وهونکو حاکمانو، د څښتن کلام ته پاملرنه وکړئ. ۱۵ تاسو وایئ چې له مرګ سره مو تړون کړی دی او د مړو له دنیا سره مو لاس یو کړی دی. تاسو ډاډه یئ چې کله په تاسو باندې د سیلاب په شان مصیبت راشي نو تاسو به وژغورل شئ، ځکه چې تاسو فکر کوئ چې کولای شئ په ټګۍ او دروغو ځان خوندي وساتئ. ۱۶ نو په دې خاطر دا هغه څه دي چې څښتن تعالی یې وایي: «زه د صهیون تهداب په یوې غوره، ازمایل شوې او قیمتي تیږه ږدم. نو په هغه باندې به دا ټکي لیکل شوي وي: ‹هرڅوک چې ایمان راوړي، هغه نه وارخطا کیږي.› ۱۷ انصاف به د هغه تهداب دپاره د اندازه کولو رسۍ وي او صداقت به د هغه شاقول وي.»
توفان او ږلۍ به ستاسو د پناه ځایونه چې د دروغو په بنیاد ایښودل شوي دي، وران کړي او سېلابونه به هغه له منځه یوسي. ۱۸ هغه تړون چې تاسو له مرګ سره کړی ؤ، هغه به وران شي او د مړو له دنیا سره مو چې لاس یو کړی دی هغه به باطل شي. کله چې په تاسو باندې د سیلاب په شان مصیبت راشي، نو تاسو به د پښو لاندې کړي. ۱۹ هغه مصیبت به په ورځ یا شپه او یا هرکله چې راشي، هغه به ونه شئ زغملای. که چېرې په دې پیغام باندې پوه شئ، تاسو ته به ډېره وېره پیدا شي. ۲۰ تاسو به د هغه کس په شان یئ چې په دې متل کې یاد شوی دی: «د هغه کټ دومره لنډ ؤ چې پښې یې په کې نه شواې غزولی او کمپله یې هم دومره لنډه وه چې ځان یې په کې نه شو پټولی.» ۲۱ څښتن به په قهر راپاڅیږي او جګړه به وکړي، لکه څنګه چې یې د فراسیم په غره او د جبعون په دره کې کړې وه. نو هغه به عجیبه او غیر عادي کارونه سرته ورسوي. ۲۲ نو بیا زه چې تاسو ته کوم خبرداری درکوم په هغه باندې ملنډې مه وهئ. که ملنډې مو ووهلې، نو خلاصېدل به درته ډېر ګران شي. ځکه ما د مطلق قادر څښتن خدای پرېکړه واورېدله چې هغه به ټول وطن وران کړي.
د خدای حکمت
۲۳ واورئ، ما ته غوږ ونیسئ او زما خبرو ته پام وکړئ. ۲۴ هېڅ بزګر په خپلو پټیو کې په پرله پسې توګه قلبه نه کوي او نه یې د کرلو دپاره هواروي. ۲۵ خو کله چې هغه ځمکه د کرلو دپاره تیاره شوه، په دې وخت کې په ځمکه کې تخمونه کري. هغه پوهیږي چې د بوټو تخمونه لکه شبت او ځيره چېرته وشیندل شي، د غنمو او اوربشو تخمونه په قطارونو کې او د غلو دانو نور تخمونه د پټیو په څنډه کې وکرل شي. ۲۶ بزګر په خپله دنده پوهیږي، ځکه چې د هغه خدای ورته سمه لارښوونه کړې ده. ۲۷ هغه د شبت او ځيرې د تخمونو د ټکولو دپاره د درمند ټکولو د څپر نه کار نه اخلي بلکې د لرګیو نه کار اخلي. ۲۸ هغه د غنمو د درمند په غوبل کولو پوهیږي چې تر کومه وخته هغه غوبل شي چې غنمو ته زیان ونه رسیږي. هغه د اسونو د ګاډۍ څخه کار اخلي، ترڅو وکولای شي د ګاډۍ په ارابو باندې د غنمو درمند ښه غوبل کړي چې غلې دانې خرابې نه شي. ۲۹ دا هر څه مطلق قادر څښتن هغه ته ورزده کوي، ځکه چې د هغه پلانونه ډېر لوړ او د حکمت څخه ډک دي.