د اشعیا نبي کتاب

شپږدېرشم فصل

په یهودا باندې د سنخاریب حمله

(دوهم پاچاهان ۱۸‏: ۱۳ ‏- ۲۷ او دوهم تواریخ ۳۲‏: ۱‏ - ۱۹)

۱ د حزقیا د پاچاهۍ په څوارلسم کال د اشور پاچا سنخاریب د یهودا په ټولو قوي شویو ښارونو باندې حمله وکړه او هغه یې ونیول. ۲ د اشور پاچا یو لوی لښکر د خپل لوړ رتبه مامور سره د لاکیش څخه ولېږه چې په اورشلیم کې د حزقیا مخالفت وکړي. هغه د پاسني ډنډ د لښتي په غاړه چې د کالیو وینځونکو د پټي په لاره کې پرته ده، ودرېده. ۳ د حزقیا پاچا درې درباریان دباندې راووتل چې د هغوی سره لیدنه کتنه وکړي. هغه درباریان دا وو: د حلقیا زوی الیاقیم چې د ماڼۍ مسوول ؤ، شبنا د دربار منشي او د اساف زوی یواخ چې د پېښو د ثبتولو مسوول ؤ. ۴ د اشوریانو لوړ رتبه ملکي مامور هغوی ته وویل: «لوی پاچا یعنې د اشور پاچا غواړي په دې پوه شي چې حزقیا پاچا په څه شي باندې تکیه کوي؟ ۵ خپل پاچا ته ووایئ: ‹ایا ته فکر کوې چې یوازې خبرې کولای شي چې د عسکري پوهې او قدرت ځای ونیسي؟ ته په چا باندې تکیه کوې چې زما په وړاندې یاغي شوی یې؟ ۶ ګوره، ته په دې تمه یې چې مصر به درسره مرسته وکړي، خو هغه به د هغې کړکي په شان وي چې د امسا په توګه ورڅخه کار اخیستل کیږي. هغه به مات شي، ستا په لاس کې به ننوځي او تا به ټپي کړي. نو هرڅوک چې د مصر په پاچا باندې تکیه وکړي هغه به همداسې شي.

۷ کېدای شي ماته ووایئ چې مونږ په خپل څښتن خدای باندې تکیه کوو. ایا دا هغه څوک نه دی چې حزقیا د هغه د عبادت او د قربانۍ ځایونه له منځه یووړل او د یهودا او اورشلیم خلکو ته یې وویل چې تاسو د دې قرباني ځای په وړاندې چې په اورشلیم کې دی عبادت وکړئ؟ ۸ زه به ستاسو سره د خپل بادار، یعنې د اشور د پاچا په استازیتوب یو شرط کېږدم. زه به تاسو ته دوه زره اسونه درکړم، خو که چېرې تاسو وکولای شئ چې همدومره کسان پیدا کړئ چې په هغو باندې سپاره شي. ۹ تاسو د جنګي ګاډیو او سپرو عسکرو په خاطر په مصر باندې تکیه کوئ. نو څنګه کولای شئ چې تاسو زما د بادار د خدمتګارانو څخه حتی یو ډېر کمزوری منصبدار په شا وتمبوئ؟ ۱۰ ایا تاسو فکر کوئ چې ما د څښتن د مرستې څخه پرته ستاسو په وطن باندې حمله کړې ده چې هغه وران کړم؟ څښتن په خپله ماته وویل چې په هغه باندې حمله وکړم او هغه له منځه یوسم.›»

۱۱ په دې وخت کې الیاقیم، شبنا او یوآخ هغه لوړ رتبه مامور ته وویل: «مهرباني وکړئ، زمونږ سره د آرامۍ په ژبه خبرې وکړئ، ځکه چې مونږ په هغې باندې پوهېږو. د یهودا په ژبه خبرې مه کوئ، ځکه هغه ټول خلک چې په دېوال باندې ناست دي ستاسو خبرو ته یې غوږ ایښی دی.» ۱۲ هغه لوړ رتبه مامور ځواب ورکړ: «ایا تاسو فکر کوئ چې زما پاچا زه د دې دپاره رالېږلی یم چې دا ټولې خبرې یوازې تاسو او ستاسو پاچا ته وکړم؟ نه، زه د هغو خلکو سره هم خبرې کوم چې په دېوال باندې ناست دي. هغوی او تاسو به دومره وږي او تږي شئ چې خپل غایطه مواد به وخوري او خپلې متیازې به وڅښئ.»

۱۳ بیا هغه مامور ودرېده او په لوړ اواز یې د یهودا په ژبه وویل: «د اشوریانو د لوی پاچا پیغام واورئ! ۱۴ پاچا داسې وایي: ‹حزقیا مه پرېږدئ چې تاسو وغولوي. هغه نه شي کولای چې تاسو وژغوري. ۱۵ باور مه کوئ که هغه تاسو ته ووایي: په څښتن باندې تکیه وکړئ. هغه به تاسې وژغوري او دا ښار به د اشور پاچا ته په لاس ورنه کړل شي. ۱۶ د حزقیا خبرو ته غوږ مه نیسئ، ځکه چې د اشور پاچا داسې وایي: زما سره روغه جوړه وکړئ. راووځئ او ماته تسلیم شئ. نو تاسو هر یو به د خپلو تاکونو انګور وخورئ، د خپلو ونو څخه به انځر وخورئ او د خپلو ذخیرو څخه به اوبه وڅښئ. ۱۷ وروسته زه راځم او تاسو به هغه هېواد ته بوځم چې ستاسو د وطن په شان دی. په هغه هېواد کې چې د شرابو د جوړولو دپاره د انګورو باغونه او د ډوډۍ د دپاره غلې دانې دي. ۱۸ پام وکړئ داسې نه چې حزقیا تاسو بې لارې کړي او تاسو ته ووایي چې څښتن به تاسو وژغوري. ایا کله د کوم قوم خدایانو خپل وطن د اشور پاچا له لاسه ژغورلی دی؟ ۱۹ چېرته دي د حمات او ارفاد خدایان؟ چېرته دي د سفروایم خدایان؟ ایا هغوی سامره زما د لاسونو څخه وژغورله؟ ۲۰ د دې ټولو هېوادونو د خدایانو څخه کوم یو دا توان درلود چې خپل هېواد زما څخه وژغوري؟ نو څښتن به څنګه وکولای شي چې اورشلیم زما د لاسونو څخه خلاص کړي؟›»

۲۱ خو خلک غلي پاتې شول او په ځواب کې یې ورته هېڅ ونه ویل، ځکه چې حزقیا پاچا هغوی ته دا امر کړی ؤ چې ځواب ورنه کړي. ۲۲ نو الیاقیم، شبنا او یواخ له غمه خپل کالي وشکول، حزقیا ته ورغلل او څه چې هغه مامور ورته ویلي وو، هغه یې ورته بیان کړل.