د اشعیا نبي کتاب

اووه دېرشم فصل

د اشعیا نبي سره مشوره

(دوهم پاچاهان ۱۹: ۱‏ - ۷)

۱ کله چې حزقیا پاچا دا خبره واورېدله، هغه له غمه خپل کالي وشکول، د ویر کالي یې واغوستل او د څښتن کور ته ورننوت. ۲ هغه د ماڼۍ مسوول الیاقیم، د دربار منشي شبنا او د کاهنانو مشران چې ټولو د ویر کالي اغوستي وو، د آموص زوی اشعیا نبي ته ورولېږل. ۳ دوی هغه ته وویل: «حزقیا پاچا داسې وایي: نن ورځ د خفګان ورځ ده، مونږ ته سزا راکول کیږي او سپکاوی راته شوی دی. مونږ د هغې ښځې په شان یو چې د اولاد زېږولو ته تیاره وي، خو د زېږولو قوت په کې نه وي. ۴ د اشور پاچا خپل لوړ رتبه مامور د دې دپاره رالېږلی دی چې د ژوندي خدای سپکاوی وکړي. ستا څښتن خدای دا د سپکاوۍ خبرې اورېدلې دي او هغه چا چې دا خبرې کړې دي، امکان لري چې هغه ته سزا ورکړي. نو د هغو کسانو دپاره دعا وکړئ چې ژوندي پاتې دي.»

۵ کله چې اشعیا د حزقیا پاچا پیغام تر لاسه کړ، ۶ هغه بېرته دا ځواب ورولېږه: «څښتن تاته داسې وایي چې اشوریان مه پرېږده چې په دې سپکو خبرو سره تا ووېروي چې څښتن تا نه شي ژغورلی. ۷ څښتن به د اشور په پاچا ځینې ګونګوسې واوروي او هغه به مجبور کړي چې بېرته خپل هېواد ته ستون شي. هلته به یې په یو چا باندې ووژني.»

یوځل بیا د اشوریانو ګواښ

(دوهم پاچاهان ۱۹: ۸‏ - ۱۹)

۸ کله چې د اشور لوړ رتبه مامور خبر شو چې پاچا د لاکیش څخه تللی دی او د لبنه د ښار په وړاندې جنګیږي، نو هلته ورغی چې د هغه سره مشوره وکړي. ۹ اشوریانو ته خبر ورورسېد چې د مصر لښکر د ایتوپیا پاچا ترهاقه تر مشرۍ لاندې راروان دی چې حمله وکړي. کله چې د اشور پاچا دا خبره واورېدله، نو هغه د یهودا پاچا حزقیا ته د استازو په لاس لیک ورولېږه: ۱۰ «په خپل خدای باور مه کوه او د هغه په هغې وعدې مه غولېږه چې زما په وړاندې به د اورشلیم څخه دفاع وکړي. ۱۱ تا اورېدلي دي چې د اشور پاچاهانو د ټولو هېوادونو سره څه وکړل. هغه یې په پوره توګه له منځه یووړل. ایا فکر کوې چې ته به وژغورل شې؟ ۱۲ زما نیکونو د جوزان، حاران او رصف ښارونه له منځه یووړل او د عدن هغه خلک یې چې په تلسار کې اوسېدل، ووژل او د هغوی د خدایانو څخه هېڅ یو هغوی ونه ژغورل. ۱۳ د حمات، ارفاد، سفروایم، هینع او عوا د ښارونو پاچاهان چېرته دي؟»

۱۴ حزقیا پاچا د استازو څخه لیک واخیست او هغه یې ولوست. بیا هغه د څښتن کور ته لاړ، هغه لیک یې د څښتن په حضور کې پرانیست ۱۵ او داسې دعا یې وکړه: ۱۶ «ای مطلق قادر څښتنه، د اسراییلو خدایه چې د اسماني مخلوقاتو دپاسه په تخت ناست یې! تا اسمانونه او ځمکه پیدا کړي دي. ته یوازېنی خدای یې چې د نړۍ په ټولو پاچاهیو باندې پاچاهي کوې. ۱۷ نو ای څښتنه، وګوره چې په مونږ باندې څه تېریږي. ای ژوندی خدایه! د سنخاریب ټولې خبرې واوره، چې ستا سپکاوی کوي. ۱۸ ای څښتنه، دا رښتیا ده چې د اشور پاچاهانو ټول هېوادونه وران او له منځه وړي دي ۱۹ او د هغوی خدایان یې سوځولي دي. هغه خدایان نه وو، هغه یوازې د لرګیو او تیږو هغه بتان وو چې د انسان په لاسونو جوړ شوي وو. ۲۰ نو زمونږ څښتن خدایه، مونږ د اشوریانو څخه وژغوره، ترڅو د نړۍ ټولې پاچاهۍ په دې پوه شي چې یوازې ته څښتن یې.»

حزقیا ته د اشعیا پیغام

(دوهم پاچاهان ۱۹‏: ۲۰‏ - ۳۷)

۲۱ نو د آموص زوی اشعیا حزقیا پاچا ته دا پیغام ورولېږه: «د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: ‹په دې خاطر چې تا د اشور د پاچا سنخاریب په هکله دعا وکړه، ۲۲ نو زه د هغه په ځواب کې داسې وایم: اورشلیم د یوې پېغلې انجلۍ په شان دی چې ستا څخه کرکه کوي او په تا باندې ملنډې وهي. کله چې ته تښتې، نو هغوی په تا پورې خندا کوي. ۲۳ ای سنخاریبه! تا ماته، یعنې د اسراییلو سپېڅلي خدای ته سپکاوی کړی او کفر دې ویلی دی، خپل اواز دې اوچت کړی او چاته دې د غرور په سترګه کتلي دي؟ ۲۴ تا په خپلو نوکرانو زه څښتن سپک کړم او د خپل ځان په اړه دې داسې لاپې وهلې دي: ما خپلې جنګي ګاډۍ د لبنان ډېرو لوړو ځایونو ته خېژولې دي، د هغه ځنګل تر ټولو لوړ ځای ته ختلی یم او د سبر او سروې ډېرې ښې ونې مې پرې کړې دي. ۲۵ تا لافې ووهلې چې ما په پردیو هېوادونو کې د هغو څاه ګانو اوبه وڅښلې چې ما کیندلې وې او په خپلو پښو باندې مې د مصر ټول سیندونه وچ کړل.

۲۶ ایا تا دا نه دي اورېدلي چې دا هرڅه مې پخوا پلان کړي وو او حتی په دې نه پوهېږې چې دا یوازې زه وم چې دا پرېکړه مې وکړه چې ته به دا کار کوې؟ ته مې پرېښودلې چې هغه قوي ښارونه وران کړې. ۲۷ د هغو ځایونو خلک کمزوري او ډېر سخت وارخطا شول. هغوی د پټیو د بوټو یا د هغو تنکیو واښو په شان وو چې د کوټو په سر باندې شنه کیږي او کله چې هوا توده شي، نو هغه مړاوي کیږي.

۲۸ خو ای سنخاریبه، زه خبر یم چې ته چېرته اوسېږې او څه وخت ځې او راځې. همدارنګه زه پوهېږم چې څومره ماته په قهر یې. ۲۹ ما ستا قهر چې زما په وړاندې یې لرې لیدلی او ستا د غرور نه خبر یم. نو زه به ستا په پوزه کې چنګک او ستا په خوله کې قیضه واچوم او په کومه لاره چې راغلی یې، په هماغې لارې به دې بېرته ولېږم.›»

۳۰ بیا اشعیا حزقیا پاچا ته وویل: «دا به د هغه څه نښه وي چې پېښ به شي. سږکال او راتلونکی کال به ته هغه غلې دانې وخورې چې په خپله شنې کیږي، خو په درېم کال به ته وکولای شې چې خپلې غلې دانې وکرې او حاصل به یې واخلې او د انګورو تاکونه به وکرې او انګور به یې وخورې. ۳۱ هغوی چې په یهودا کې ژوندي پاتې دي د نباتاتو په شان به په ځمکه کې ژورې ریښې وکړي او مېوه به ونیسي. ۳۲ په اورشلیم او د صهیون په غره کې به یو شمېر خلک ژوندي پاتې شي، ځکه چې مطلق قادر څښتن به په خپل غیرت باندې دا کار وکړي.

۳۳ څښتن د اشور د پاچا په هکله داسې وایي: ‹هغه به د اورشلیم ښار ته داخل نه شي او یو غشی به هم په هغه باندې ګوزار نه کړي. هېڅ عسکر به د خپلو سپرونو سره دې ښار ته ورنژدې نه شي او د هغه شاوخوا به د خاورو ډېرۍ جوړې نه کړي. ۳۴ څښتن داسې وایي: په هغې لارې چې هغه راغلی دی بېرته به په هماغې لارې لاړ شي او ښار ته به داخل نه شي. ۳۵ زه به د دې ښار څخه د خپل ځان په اړه او د خپلې هغې وعدې په اړه چې د خپل خدمتګار داود سره مې کړې وه، دفاع وکړم او هغه به وساتم.›»

۳۶ د څښتن فرښته د اشوریانو کمپ ته ورغله او ۱۸۵۰۰۰ عسکر یې ووژل. کله چې سهار وختي خلک راپاڅېدل، نو ویې لیدل چې په هغه ځای کې مړي پراته دي. ۳۷ نو سنخاریب پاچا بېرته اشور ته ستون شو او د نینوا په ښار کې اوسېده. ۳۸ یوه ورځ چې هغه د خپل خدای نسروک د عبادت په ځای کې عبادت کاوه، د هغه دوو زامنو ادرملک او شرازر په خپلو تورو باندې هغه وواژه او بیا هغوی د ارارات خاورې ته وتښتېدل. د هغه بل زوی چې اسرحدون نومېده د هغه په ځای پاچا شو.