د اشعیا نبي کتاب

اته دېرشم فصل

د حزقیا پاچا ناروغي او بېرته روغېدل

(دوهم پاچاهان ۲۰: ۱ ‏- ۱۱ او دوهم تواریخ ۳۲‏: ۲۴‏ - ۲۶)

۱ په هغو ورځو کې حزقیا پاچا ناروغ شو او مرګ ته نژدې ؤ. د آموص زوی اشعیا نبي ورغی چې هغه وویني او هغه ته یې وویل: «څښتن داسې وایي چې خپل ټول کارونه دې برابر کړه، ځکه چې ته مړ کېږې او روغ به نه شې.» ۲ حزقیا خپل مخ دېوال ته واړاوه او دعا یې وکړه: ۳ «ای څښتنه، دا در په یاد کړه چې ما د زړه له کومي ستا خدمت کړی دی، تاته وفادار وم او تل مې دا کوښښ کړی دی چې هغه کار وکړم چې تا راڅخه غوښتنه کړې ده.» بیا یې ډېر سخت وژړل.

۴ بیا څښتن اشعیا ته وویل: ۵ «لاړ شه او حزقیا ته ووایه: ‹ستا د نیکه داود څښتن خدای داسې وایي: ما ستا دعا قبوله کړه او ستا اوښکې مې ولیدلې. زه به ستا ژوند پنځلس کاله نور هم زیات کړم. ۶ زه به تا او دغه ښار د اشور د پاچا له لاسه وژغورم او د دې ښار څخه به دفاع وکړم.›» ۷ بیا اشعیا، حزقیا ته وویل: «څښتن د دې وعدې د ثبوت دپاره دا نښه تاته درکوي. ۸ څښتن به د احاز په زینه باندې د لمر سیوری لس پوړۍ وروسته کړي.»

نو سیوری بېرته لس پوړۍ وروسته لاړ.

۹ کله چې حزقیا له ناروغۍ نه روغ شو، نو هغه دا شکرګزاري ولیکله:

۱۰ ما کاوه فکر چې د ځوانۍ په عمر

باید لاړ شمه د مړو دنیا ته

او شم به محروم له پاتې کلونو د ژوند

۱۱ ما کاوه فکر چې په نړۍ کې د ژوندیو

به هېڅکله څښتن ونه وینم

او نه به ووینمه هغه انسان

چې اوسیږي دې نړۍ کې

۱۲ د ژوند مزي مې پرې کیږي

لکه کېږدۍ د شپون چې راټولیږي

لکه څنګه چې ټوکر راټولوي اوبدونکی

ما راټول کړلو خپل ژوند

او لکه پرې کیږي چې ټوکر د اوبدلو د کارګاه نه

ما کاوه فکر چې څښتن مې رسوي ژوند پای ته

۱۳ ما ټوله شپه کولو فکر

لکه داسې چې زمری مې ټول هډوکي ماتوي

ما کاوه فکر چې څښتن مې رسوي ژوند پای ته

۱۴ زما اواز دی نری شوی توتکۍ په شان

کول زګېروي مې د کوترې په شان

زما سترګې ستړې شوې دي اسمان ته په کتلو

ای څښتنه، په ما ظلم کیږي، راسره مرسته وکړه

۱۵ خو څه چاره لرم زه؟

ځکه څښتن راسره کړې دي خبرې

او دا دی کار د هغه

ژوند مې دی تریخ او خوب مې الوتی دی

له سترګو څخه

۱۶ ای څښتنه، ستا کلام او ستا کارونه

ورکوي هرچا ته ژوند او ماته هم

ماته روغتیا راکړه او نوی ژوند

راته په برخه کړه

۱۷ په رښتیا کوم کړاوونه چې زغملي دي ما

هغه په ګټه وو زما

ستا مینې وژغورلم د مرګ له کندې

ځکه دې وغورځول له نظره ګناهونه زما

۱۸ څوک چې قبرونو کې دي

شکرګزاري د ستا کولای نه شي

مړي ویلی نه شي ستا ثنا

او په وفادارۍ دې نه کوي باور

۱۹ شکرګزاري کوي ستا، ژوندي کسان یوازې

لکه څنګه چې یې زه کوم نن

پلرونه وایي اولادونو ته خپل

چې ته څومره وفادار یې

۲۰ څښتن ژغورلی یمه

ربابونه به وهو او په سندرو به دې وایو ثنا

ترڅو ژوندي یو

مونږ به وکړو دا کار ستا په کور کې

۲۱ نو اشعیا د حزقیا خدمتګارانو ته ویلي وو: «د انځرو مرهم واخلئ او هغه د پاچا په دانه باندې کېږدئ چې روغ شي.» ۲۲ حزقیا پوښتنه کړې وه: «هغه به کومه نښه وي چې وکولای شم د څښتن کور ته لاړ شم؟»