د اشعیا نبي کتاب

څلورڅلوېښتم فصل

خدای اسراییلو ته برکت ورکوي

۱ څښتن وایي:

«ای یعقوبه خدمتګاره زما

ای اسراییله چې غوره کړی یې ما

اوس راته غوږ ونیسه»

۲ څښتن خالق دی ستا

ته یې جوړ کړې د مور په ګېډه کې

او وبه کړي درسره مرسته

هغه داسې وایي:

«ای یعقوبه خدمتګاره زما، مه وېرېږه

ای اسراییله ته غوره کړې یې ما، مه وېرېږه

۳ ځکه تږې ځمکې ته به ورکړم زه اوبه

او جاري به کړمه ویالې په وچه ځمکه باندې

زه به نازل کړم خپل روح ستاسو اولادونو باندې

او برکت به ور په برخه کړمه ستاسو اولادې ته

۴ هغوی به لوی شي د واښو په منځ کې لکه د ولو په شان

د هغو ولو په شان چې شنې کیږي د جاري ویالو په غاړه

۵ ځینې به وایي چې مونږ یو د څښتن

نور به یادوي خپل ځانونه د یعقوب په نامه

ځینې به ولیکي خپلو لاسونو باندې چې مونږه یو د څښتن

او نور به وایي چې مونږ یو اسراییلیان»

پرته د څښتن نه بل خدای نشته

۶ څښتن، د اسراییلو پاچا او ژغورونکی

مطلق قادر څښتن وایي داسې:

«زه اول یم او اخر یم

نشته بل خدای پرته له ما

۷ نشته څوک زما په شان

که چېرې وي، هغه دې وکړي اعلان

او په ترتیب سره دې وړاندې کړي خپل دلیلونه ماته

چې ما یو قوم ځای په ځای کړی ؤ له ډېر پخوا نه

هغوی دې ووایي چې څه پېښ شوي

هغوی دې وکړي پېشګویي چې پېښېږي به څه

۸ ای زما خلکو مه وېرېږئ او ډارېږئ مه!

ایا نه پوهېږئ تاسو چې د پخوا زمانې نه بیا تر اوسه

څه چې پېښ شوي، ما وه کړې پېشګویي د هغو

او تاسو یئ زما شاهدان

ایا شته دی بل خدای پرته له ما نه؟

نه، زه نه پېژنم بل د پناه ځای او بل خدای!»

بت پرستي یعنې ناپوهي او کم عقلتوب

۹ هغوی چې بتان جوړوي ناپوه او جاهلان دي او په هغو شیانو پورې زړه تړي چې هېڅ ګټه نه لري. هغه څوک چې د دې بتانو عبادت کوي، هغوی نه ویني او نه پوهیږي چې اخر به وشرمیږي. ۱۰ یو فلزي بت جوړول او بیا ورته د خدای په توګه عبادت کول څه ګټه لري؟ ۱۱ ګورئ، هغوی چې د هغه عبادت کوي، وبه شرمیږي. کوم کسبګران چې بتان جوړوي هغوی یوازې انسانان دي، نور هېڅ شی نه دي. هغوی دې راشي او په محکمه کې دې ودریږي. هغوی به ډېر ووېریږي او ټول به وشرمیږي.

۱۲ اهنګر د فلز یوه ټوټه اخلي او په داش باندې یې ږدي او کار ورباندې کوي. هغه په خپلو قوي مټو هغه فلز په سټک دومره ټکوي چې یو شکل ورنه جوړ شي. کله چې هغه کار کوي، وږی کیږي، خپل زور له لاسه ورکوي او له تندې بې حاله کیږي. ۱۳ نجار د لرګي اندازه اخلي او په هغه باندې یو تصویر وباسي. وروسته د رندې او تېشې سره هغه لرګي توږي او د بت په شکل یې چې د یو ښایسته انسان څېره ولري، جوړوي. بیا یې په خپل کور کې ږدي. ۱۴ هغه د سبر ونې وهي، یا له ځنګل نه د څېړۍ ونې غوره کوي او پرېږدي چې ونې لویې شي. یا د سروې ونه کري او انتظار کوي چې د باران لاندې هغه لویه شي. ۱۵ بیا یو سړی د ونو د لرګیو یوه برخه د سوځولو دپاره اخلي. یوه برخه یې د ځان د تودولو او د ډوډۍ د پخولو دپاره کاروي او له پاتې برخې یې خدای جوړوي او سجده ورته کوي. ۱۶ د لرګیو له یوې برخې اور بلوي. غوښه کبابوي، خوري یې او مړیږي. هغه خپل ځان تودوي او وایي: «څومره ښه اور بلیږي، زه خپل ځان تود احساسوم.» ۱۷ له پاتې لرګیو بت جوړوي او بیا ورته په سجده شي او عبادت یې کوي. هغه ته دعا کوي او وایي: «ته زما خدای یې، ما وژغوره!»

۱۸ داسې خلک جاهلان دي او شعور نه لري. د هغوی په سترګو او زړونو پرده پرته ده، نو په دې خاطر هغوی نه ویني او نه پوهیږي. ۱۹ د بتانو جوړوونکي دومره عقل او شعور نه لري چې فکر وکړي او خپل ځان ته ووایي: «یو څه لرګي مې وسوځول، په هغو باندې مې ډوډۍ پخه کړه، غوښه مې ورباندې کباب کړه او ومې خوړله. اوس څنګه کېدای شي چې د پاتې لرګیو نه یو کرغېړن بت جوړ کړم؟ ایا د لرګي یوې ټوټې ته زه سجده وکړم؟»

۲۰ څوک چې بت جوړوي دا داسې دی لکه څوک چې ایرې خوري. د هغه احمقانه فکر هغه داسې بې لارې کړی دی چې له دې فکره ځان نه شي خلاصولی. هغه دا نه شي منلی کوم بت چې د هغه په لاس کې دی، هغه په رښتیا خدای نه دی.

څښتن خالق او ژغورونکی

۲۱ څښتن وایي:

«ای یعقوبه، په یاد ساته ته دا خبرې:

ای اسراییله، په یاد ساته چې ته یې زما خدمتګار

ما پیدا کړی یې د دې دپاره چې اوسې زما خدمتګار

ای اسراییله، نه هېرومه تا زه هېڅکله

۲۲ سرغړونې مې کړې ستاسو داسې پاکې

لکه ورېځې چې ورکیږي له اسمانه

ګناهونه مې کړل پاک ستاسو

لکه غبار په شان چې ورکوي یې لمر

راستانه شئ ماته

ځکه ژغورلي مې یئ تاسو»

۲۳ ای اسمانونو، سندرې ووایئ د خوشحالۍ

ځکه چې وکړل څښتن لوی کارونه!

ای د ځمکې ژورو ځایونو،

ووهئ چیغې د خوشحالۍ

ای غرونو او ای ټولو ونو د ځنګل

ووایئ د خوشحالۍ سندرې!

ځکه چې وژغوره څښتن د یعقوب قوم

او اسراییل به وکړي ثنا او صفت د څښتن

اورشلیم به بېرته ودان شي

۲۴ څښتن، ژغورونکی ستا داسې وایي:

چا چې ته جوړ کړې د مور ګېډه کې

هغه داسې وایي:

«زه یم څښتن او یم خالق د ټولو شیانو

ما خپاره کړل اسمانونه په یوازې ځان

او په خپله مې هواره کړله ځمکه

۲۵ باطلوم زه پېشګویۍ د فال کتونکو

زه د هغوی نه احمقان جوړوم

ثابتوم غلطې د هوښیارانو وینا

او د هغوی حکمت بدلوم په حماقت باندې

۲۶ خو چې کله پېشګویي کړي خدمتګار زما

او کله چې ولېږمه زه استازي

چې ښکاره کړي نقشې زما

تاییدوم د خپل خادم خبرې

او عملي کومه نقشې د استازو خپلو

د اورشلیم په اړه وایمه زه

چې هغه به بیا وګرځي استوګنځی

یوځل به بیا اباد شي د یهودا ښارونه

او کنډوالې به یې کړم جوړې بېرته

۲۷ ژور بحر ته زه وایمه چې وچ شه

او هم به وچ کړمه سیندونه ستاسو

۲۸ د کوروش په اړه وایمه زه:

‹هغه زما شپوندی او لارښود دی زما د قوم

او کړي به ټول هغه کارونه چې ترې غواړم یې زه

هغه به حکم وکړي چې باید جوړ شي اورشلیم

او باید کېښودل شي زما د سپېڅلي کور بنیاد›»