Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ ای د لېرې هېوادونو خلکو، ماته غوږ ونیسئ!
ای هغو خلکو چې اوسېږئ لېرې
وکړئ پام زما خبرو ته!
زه څښتن خدای وم غوره کړی زېږېدو نه مخکې
او زه یې وټاکلم د خپل خدمتګار په توګه
د مور له ګېډۍ څخه
۲ هغه تېره کړه زما ژبه لکه د تورې په شان
او د خپل لاس د سیوري لاندې یې وکړه ساتنه زما
زه یې تېره کړم لکه د غشي په شان
او پټ یې وساتلم د خپلو غشو په کڅوړه کې
۳ هغه وویل ماته: «ته اسراییل یې خدمتګار زما
او ته به سبب شې د دې چې زه وښایمه خپله لویي»
۴ خو ما وویل له ځانه سره:
«ما وویست زیار خو ؤ بې ګټې هغه
ولګاوه ما خپل ټول قوت بېځایه
خو بیاهم لرم باور په څښتن چې دفاع وکړي زما
زه یم ډاډه چې هغه به راته اجر راکړي»
۵ څښتن زه جوړ کړمه د مور په خېټه کې
چې خدمتګار شم د هغه
ترڅو راولم زه د هغه خواته بېرته قوم د یعقوب
او سره راغونډ کړم د اسراییلو خواره واره خلک
لرم عزت زه د څښتن نظر کې
او ماته یې قوت راکړی
۶ ماته وویل هغه:
«دا کافي نه ده، ای خدمتګاره زما
چې ته یوازې خدمتګار اوسې زما
ترڅو قبیلې کړې ځای په ځای د یعقوب
او بېرته راولې د اسراییلو ژوندي پاتې خلک
بلکې تا نه به جوړه کړم رڼا د قومو دپاره
ترڅو ورسي خلاصون زما ټولې نړۍ ته»
۷ چې کتل کیږي چاته په سپکه سترګه
د هغه چا څخه چې قومونه کوي کرکه
هغه څوک چې غلام شوی د حکمرانانو له خوا
ژغورونکی او سپېڅلی خدای د اسراییلو
هغه ته داسې وایي:
«پاچاهان چې کله وګوري تا
تاته به پاڅیږي د درناوي په خاطر
شاهزادګان چې کله وګوري تا
تاته ټیټیږي به د درناوي په خاطر
ځکه څښتن دی وفادار او غوره کړی یې ته
سپېڅلي خدای د اسراییلو»
۸ څښتن داسې وایي:
«په سم وخت کې چې د ژغورنې ورځ ده
زه به واورمه ستا چیغې د کومک دپاره
زه به وکړمه ساتنه او ملاتړ ستا
او لوظ به وکړم زه د خلکو سره
ستا په وسیله
ته یوځل بیا به کړې اباده هغه ځمکه
او هغه به ووېشې چې اوس پرته ده
ورانه او ویجاړه
۹ بندیانو ته به ووایې ته چې راوځئ او ازاد شئ!
او چې په تیارو کې دي څوک هغوی ته وبه وایې
تاسو راووځئ رڼا ته!
هغوی به وڅري لکه پسونو په شان د لارو څنګ کې
او کړي پیدا به خواړه په ټولو وچو او شاړو غونډیو باندې
۱۰ هغوی به نه شي هېڅ وخت وږي تږي،
نه به لمر او نه سوځوونکې ګرمي
هغوی ته ورسوي زیان
ځکه هغوی ته کیږي لارښوونه به د هغه چا له خوا
چې خواخوږی لري هغوی سره
او هغه به بیایي هغوی د اوبو چینو ته
۱۱ د غرونو منځ کې به زه جوړه کړمه لاره
او خپلو خلکو ته تیارې به کړم لویې لارې
۱۲ ګورئ، زما خلک به راشي د لېرې ځایه څخه
ځینې به راشي له شماله او ځینې له لوېدیځ څخه
او ځینې جنوب کې له اسوان څخه»
۱۳ ای اسمانونو ووایئ د خوشحالۍ سندرې!
ای ځمکې خوشحاله اوسه!
او ای غرونو ووایئ د خوشحالۍ سندرې
ځکه ورکړې تسلي ده خپل قوم ته څښتن
او رحم به وکړي هغه په خپلو کړېدلو خلکو
۱۴ خو صهیون وویل:
«زه یم پریښی څښتن!
زه یم هېر کړی څښتن!»
۱۵ نو په ځواب کې څښتن وویل:
«ایا یوه مور شي هېرولی خپل تی رودونکی ماشوم؟
ایا کولای شي چې ونه کړي مینه هغه ماشوم سره
چې زېږولی یې وي؟
که بیاهم یوه مور هېر کړي خپل ماشوم
خو زه به هېڅکله هېر نه کړمه تا
۱۶ ای اورشلیمه، زه دې هېڅکله هېرولی نه شم!
ما ستا تصویر ایستلی په ورغویو د خپلو لاسونو
تل په فکر کې یم ستا د دېوالونو
۱۷ څوک چې تا بیا جوړوي،
هغوی به زر راشي
خو هغو خلکو چې وران کړی یې ته
ستا نه به ووځي هغوی
۱۸ وګوره شاوخوا ته
او نظر وکړه چې څه کیږي!
ستا ټول خلک راغونډیږي
او دي راروان ستا خواته
زه قسم خورم په خپل ژوند باندې
ته به ویاړ وکړې خپلو خلکو باندې
داسې ویاړ چې کوي یې ناوې خپلو ګاڼو باندې
۱۹ په رښتیا ستا وطن ؤ وران او ویجاړ شوی
خو هغه به ډک شي اوس د خلکو څخه
او ډېر وړوکی او وي به تنګ
د هغو خلکو اوسېدو دپاره
هغه خلک چې بدل کړی یې ته په کنډوالو باندې
ستا نه به لېرې شي
۲۰ ستا کوم خلک چې زېږېدلي دي جلاوطنۍ کې
یو وخت به تاته هغوی ووایي:
‹دا ځای وړوکی او ډېر تنګ دی زمونږ دپاره
مونږ ته راکړه نوره پراخه ځمکه د اوسېدو دپاره›
۲۱ بیا به پوښتنه وکړې ته د خپل ځان څخه:
‹چا راوړي دومره اولادونه دې نړۍ ته ماته؟
ما خو له لاسه دي ورکړي اولادونه خپل
او نه مې کیږي اولادونه نور
جلاوطنه شول او وشړل شول زما پاتې ژوندي خلک
بیا چا وروزل دا ماشومان؟
زه خو یوازې پاتې شوی ومه
دا ماشومان له کومه ځایه راغلل؟›»
۲۲ څښتن تعالی داسې وایي:
«ګوره، زه به وکړم اشاره پردي قومونو ته
او زه به هغوی ته خپل بیرغ پورته کړم
هغوی به راوړي ستا زامن په غېږ کې
او ستا لوڼې خپلو اوږو باندې
۲۳ داسې به وي پاچاهان ستا دپاره لکه پلرونو په شان
او ملکې لکه د میندو په شان
هغوی به ټیټ شي ستا په وړاندې
او څټي به خاورې ستا د پښو
نو بیا به پوه شې ته چې زه څښتن یم
څوک چې په تمه وي زما کومک ته
ناامیده کیږي به نه»
۲۴ ایا کولای شي څوک
چې غنیمت د جګړې واخلي له جنګیالي نه؟
او یا څوک شي خلاصولی بندیان
د کوم ظالم حکمران له لاسه؟
۲۵ خو څښتن داسې وایي:
«حتی خلاص به اسیران شي د جنګیالي له لاسه
او د ظالم حکمران څخه به ونیول شي
د غنیمت مالونه
هرڅوک چې تا سره جګړه کوي
د هغوی سره به وجنګېږم زه
او اولادونه به ستا وژغورمه زه
۲۶ په دښمنانو به دې وخورم
د یو او بل د بدن غوښې
د یو او بل د وینو په څښلو به
داسې نشه شي هغوی
د شرابو د نشې په شان
بیا به ټول انسانان پوه شي
چې زه څښتن یمه ژغورونکی ستا
او د یعقوب زورور خدای یمه چې ازادوم تا»