د اشعیا نبي کتاب

ېو پنځوسم فصل

د اورشلیم دپاره د تسلۍ خبرې

۱ څښتن وایي:

«ای هغو خلکو چې روان یئ

د عدالت په لاره

او یئ لټون کې د څښتن

نو ماته غوږ ونیسئ

فکر وکړئ د هغه ګټ په هکله

چې جدا شوي یئ ترې

فکر وکړئ د هغه کان په هکله

چې راویستل شوي یئ ترې

۲ فکر وکړئ د خپل نیکه ابراهیم په اړه

او هم د ساره په اړه چې زېږولي یې یئ تاسو

کله چې ما راوغوښت ابراهیم

نو اولادونه یې نه وو

خو ما ورکړ برکت هغه ته او هغه شو

د اولادونو خاوند

او اولاده مې ورته کړه ډېره زیاته

۳ زه به ورکړم تسلي صهیون ته

او کنډوالې به د هغه جوړې کړم ټولې

که څه هم چې ځمکه یې دښته ده

خو زه به جوړ کړمه ترې باغ

د هغه باغ په شان

چې مې جوړ کړی ؤ عدن کې

هلته وي به خوشحالي او خوښي

هلته ویل کیږي به زما په خاطر

د شکرانې او ثنا او صفت سندرې

۴ ای زما خلکو، ماته غوږ ونیسئ

زه چې څه وایم ورته پام وکړئ

زه به قومونو ته شریعت ورکړم

زه به جاري کړمه خپل عدالت

ترڅو رڼا شي ژوند د هغوی

۵ زما عدالت او زما انصاف نژدې دی

او راروانه ده زما ژغورنه

زه به په خپله حکومت وکړم قومونو باندې

لېرې هېوادونه انتظار کوي زما د راتلو

په دې هیله دي چې وژغورم هغوی

۶ وکړئ نظر پورته اسمان ته

او وګورئ لاندې ځمکې ته!

ځکه چې ورک به له نظره شي

اسمانونه د لوګي په شان

ځمکه زړه به شي لکه کالیو په شان

او ټول خلک به یې مړه شي د مچانو په شان

خو زه به وژغورم تاسو د تل دپاره

او نه لري پای زما عدالت

۷ ای هغو خلکو چې پوهېږئ عدالت باندې

نو ماته غوږ ونیسئ!

او هغو خلکو چې زما شریعت ته یې ورکړی دی

ځای په خپلو زړونو کې!

کله چې څوک کړي سپکاوی ستاسو، نو مه وېرېږئ

کله چې څوک درته ښکنځلې کوي، مه خپه کېږئ

۸ ځکه هغوی به وي هغو کالیو په شان

چې وي خوړلي کوېو

او هغو وړیو په شان چې خوړلي وي چنجیو

خو وي به تلپاتې عدالت زما

او ژغورنه به وي ټولو نسلونو دپاره»

۹ راویښ شه، پاڅه ای څښتنه!

د خپل قدرت څخه دې کار واخله

او وژغوره مونږ

لکه چې څنګه دې پخوا کړي وو

دا ته وې چې دې ټوټې ټوټې کړه

لویه بلا د سیند

۱۰ دا هم ته وې چې بحیره دې کړله وچه

یعنې هغه بحیره چې وه ډېره ژوره

په ژورو د بحیرې کې دې کړه جوړه لاره

ترڅو پرې تېر شي هغه خلک چې ژغورلي دي تا

۱۱ هغه خلک چې ژغورلي دي څښتن

وبه رسیږي صهیون ته هغوی په خوشحالۍ سره

او راستانه به شي صهیون ته په دې لاره

د خوشحالۍ له سندرو سره

د تاج په شان د هغوی په سر به وي

خوشحالي تلپاتې

د هغوی زړونه به شي ډک له خوشحالۍ نه

او شي به له غم او له خفګانه خلاص

۱۲ څښتن وایي:

«یوازې زه درکوم تسلي تاسو ته

نو بیا وېرېږئ ولې له فاني انسانه

چې د واښو په شان له منځه ځي زر؟

۱۳ ایا هېر کړی مو دی هغه څښتن،

چې پیدا کړي یې یئ تاسو

اسمانونه یې دي خپاره کړي

او بنیاد یې ایښی دی د ځمکې؟

ولې په وېره کې تل ژوند تېروئ

د هغو خلکو د غوسې له لاسه

چې درباندې ظلم کوي

څوک چې تیار دي تاسو له منځه یوسي؟

په تاسو نه کوي اغېزه نور د هغوی قهر

۱۴ څوک چې بندیان دي زر به ازاد شي هغوی

هغوی به نه مري په زندان کې

او وږي به هم نه شي هېڅکله هغوی

۱۵ ځکه چې زه یم څښتن خدای ستاسو

زه راولمه بحیره په څپو

او غړمبوم څپې د هغه

زما نوم دی مطلق قادر څښتن!

۱۶ ما درکړی خپل کلام تاته

او ساتلی مې یې د خپل لاس

د سیوري لاندې

ما خپاره کړي اسمانونه

بنیاد مې ایښی دی د ځمکې

او ما وویل صهیون ته: ‹ته یې قوم زما›»

د اورشلیم د کړاوونو پای

۱۷ ای اورشلیمه، ته راویښ شه!

ته راپاڅېږه او ودرېږه!

تا د څښتن له لاسه څښلې د غضب ډکه پیاله

چې یې درکړې وه د قهر په وخت کې

هغه دې وڅښله تر وروستي څاڅکي پورې

او اوس په لاره کوږ ووږ روان یې

۱۸ ستا چې څومره اولادونه زېږېدلي

له هغو نه یو هم نشته چې ستا وکړي لارښوونه

تا چې څومره اولادونه دي روزلي

له هغو نه یو هم نشته چې تا ونیسي د لاسه

۱۹ دوه غبرګې بلاګانې نازل شوې دي په تا

یعنې ورانی او تباهي، قحطي او جګړه

داسې څوک نشته چې درته درکړي تسلي

داسې څوک نشته چې درسره وکړي خواخوږي

۲۰ د هرې کوڅې په سر کې

اولادونه ستا غورځیږي او پراته دي

هغوی دي هغې هوسۍ په شان

چې راګېر شوې وي په جال کې

ځکه په هغو دی نازل شوی د څښتن غضب

او هغوی رټلي دي ستا خدای

۲۱ نو واورئ، ای د اورشلیم کړېدلو او بې وزله خلکو!

که څه هم شراب مو نه دي څښلي خو نشه ښکارئ

۲۲ څښتن، ستاسو خدای کوي دفاع ستاسو او داسې وایي:

«ګورئ، ما لېرې کړې ده پیاله د غضب ستاسو له لاسه

د هغې پیالې په څښلو چې کاږه واږه ځئ تاسو

نور به ونه څښئ تاسو دا پیاله

۲۳ زه به ورکړم هغه چاته دا پیاله

چا چې په تاسو باندې کړی ظلم

هغه چا چې په کوڅو کې څملولئ تاسو

او ایښودلې به یې پښې درباندې

لکه چې ګرځي څوک په خاورو باندې»