0:00 / 0:00

د اشعیا نبي کتاب

دوه پنځوسم فصل

خدای اورشلیم ژغوري

۱ ای صهیونه، شه راویښ، راپاڅه

خپل ځان قوي کړه

ای سپېڅلی ښاره اورشلیمه

کالي واغونده د خپل شان او شوکت

په رښتیا به ناسنته او ناپاکه کسان

بیا هېڅکله داخل نه شي دروازو ته ستا

۲ ای اورشلیمه، ځان ته ټکان ورکړه، ازاد شه

له خاورو پورته شه او کښېنه په خپل تخت باندې

ای اسیرانو د صهیون، وشلوئ

د خپلو غاړو نه زنځیرونه د غلامۍ

۳ نو څښتن داسې وایي: «تاسو په وړیا توګه خرڅ شوي وئ او هم به په وړیا توګه بېرته واخیستل شئ.» ۴ څښتن تعالی داسې وایي: «ډېره موده مخکې زما قوم مصر ته تللی ؤ چې هلته د پردیو په توګه ژوند وکړي، وروسته آشوریانو هغوی اسیران کړل او بې‌سببه یې په هغوی ظلم کاوه ۵ او اوس په بابل کې هم په هغوی ظلم کیږي. هغوی په وړیا توګه غلامان شوي دي او د هغوی حاکمان په خپل ځان ویاړي او هر وخت زما نوم سپکوي. ۶ خو هغه ورځ راتلونکې ده چې زما قوم به زما د نوم اقرار وکړي چې زه خدای یم. هو، هغوی به پوه شي چې زه دلته یم او په خپله د هغوی سره خبرې کوم.»

۷ څومره دي ښکلي قدمونه د پیغام وړونکي

چې په غرونو دي روان

چې راوړي زېری د خوشحالۍ او سولې

هغه اعلان کړي د ژغورنې او صهیون ته وایي:

پاچاهي کوي ستا خدای

۸ څوک چې ساتنه کړي د ښار، هغه چیغې وهي

هغه چیغې وهي له خوشحالۍ نه

ځکه هغه په خپلو سترګو ویني

د څښتن راستنېدل صهیون ته

۹ ای د اورشلیم کنډوالو

یوځای او په لوړ اواز

د خوشحالۍ ووهئ چیغې

ځکه څښتن به وژغوري خپل ښار

او خپلو خلکو ته به ورکړي تسلي

۱۰ څښتن به کار واخلي له خپل سپېڅلي ځواکه

د ټولو قومونو مخکې

وبه ګوري ټوله نړۍ

زمونږ د خدای ژغورنه

۱۱ ځئ، لاړ شئ، ووځئ له دې ځایه

څوک چې سامان وړي د څښتن د کور

له بابله ووځئ

پاک کړئ ځانونه خپل

او لاس مه وروړئ ناپاکه شي ته

۱۲ وبه نه وځئ دا ځل په بیړه تاسو

له هغه ځایه

تاسو به نه کوئ د تېښتې هڅه

ځکه څښتن به ځي ستاسو نه مخکې

او کړي به ساتنه ستاسو د شا له خوا نه

د اسراییلو خدای

کړېدلی خدمتګار

۱۳ څښتن وایي:

ګورئ، بریالی به وي خپل کار کې خدمتګار زما

وي به سرلوړی او ډېر عزت به یې کیږي

۱۴ خو کله چې ولیده ډېرو خلکو هغه

نو حیران شول هغوی

ځکه بدرنګه یې څېره شوه دومره

چې نه ښکاره کېدله د انسان په شان

۱۵ خو اوس به ډېر قومونه شي حیران هغه ته

او چوپ به شي پاتې پاچاهان له حیرانتیا نه

هغوی به وویني داسې شیان

چې هېڅکله ورته نه وو ویل شوي

هغوی به پوه شي داسې شیانو باندې

چې یې نه وو اورېدلي مخکې