د اشعیا نبي کتاب

پنځه پنځوسم فصل

د څښتن رحم

۱ څښتن وایي:

«ای هغو خلکو، چې یئ تږي

راشئ او وڅښئ اوبه

تاسو چې نه لرئ پیسې

راشئ غله واخلئ او ویې خورئ

راشئ واخلئ شراب او شیدې

دا دي وړیا تاسو ته

۲ کوم شیان چې د خوړلو نه دي

نو لګوئ ولې پیسې ورباندې؟

ولې تاسو لګوئ د تڼاکو لاسونو پیسې

او بیاهم پاتې کېږئ وږي؟

ونیسئ غوږ ماته په ځیر سره

او ښه خوراک کوئ،

تاسو به خوند واخلئ د ښو خوړو څخه

۳ ای زما خلکو، ونیسئ غوږ ماته په ځیر سره

او راشئ ماته

ونیسئ غوږ ترڅو ژوندي واوسئ!

وبه کړم تاسو سره یو لوظ ابدي

دربه کړم هغه باوري او تلپاتې مینه

چې د داود سره مې کړې وه وعده

۴ ګورئ، هغه مې وټاکه قوماندان او د قومونو مشر

او ما وښود خپل قدرت هغوی ته په وسیله د هغه

۵ اوس به راوغواړئ پردي قومونه تاسو

چې یو وخت هغوی نه پېژندلئ تاسو

خو هغوی به راشي اوس په منډه منډه

ځکه ستاسو څښتن خدای، سپېڅلي خدای د اسراییلو

دربخښلی دی عزت او ویاړ تاسو ته»

۶ اوس چې موندلی شئ څښتن، نو د هغه وکړئ لټون

اوس چې نژدې دی څښتن، په هغه غږ وکړئ

۷ بد عمله خلک دې پرېږدي خپلې بدې لارې

بد خیالونه دې بدل کړي خپل

هغوی دې وکړي رجوع څښتن ته

چې پرې وکړي رحم

رجوع دې وکړي زمونږ خدای ته

ځکه بخښنه د هغه نه لري پای

۸ څښتن داسې وایي: «زما خیالونه نه دي

ستاسو د خیالونو په شان

او نه مې هم لارې دي

ستاسو د لارو په شان

۹ لکه څنګه چې له ځمکې نه اوچت دي اسمانونه

داسې اوچت دي زما خیالونه او زما لارې هم

ستاسو د خیالونو او لارو څخه

۱۰ لکه څنګه چې وریږي باران او واوره له اسمانه

او هغه نه ځي بېرته پورته ترڅو خړوبه نه کړي ځمکه

تیاروي ځمکه د کښت دپاره، راشنه کوي فصلونه

تياروي تخم د کښت دپاره او خواړه خوراک دپاره

۱۱ نو همداسې کومه خبره چې راوځي زما له خولې

بې ثمره به رانه شي هغه بېرته

بلکې پوره به کړي زما مقصد هغه

او عملي به کړي زما اراده

۱۲ تاسو به ووځئ د بابل نه په خوشحالۍ سره

او په سلامتۍ سره به يووړل شئ خپل وطن ته

غرونه او غونډۍ به ستاسو په مخکې

سندرې ووایي په لوړ اواز سره

او له خوشحالۍ به ټولې ونې پړقوي لاسونه

۱۳ چېرته چې دي اوس د اغزیو بوټي

هلته راشنې به شي د سروې ونې

او شي راشنې به د اس ونې

دا به وي یوه تلپاتې او نه ختمېدونکې نښه

دا به ورکړي لوی عزت د څښتن نوم ته»